پاکستان کې محکمې د ټېکټاکرې ثنایوسف قاتل ته د مرګ سزا واوروله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کېلي نګ
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په پاکستان کې یوې محکمې پر ټولنیزو رسنیو د یوې فعالې ثنایوسف د وژنې په تور عمر حیات نومي ځوان ته د مرګ سزا اورولې ده.
دغه کس د تېر کال په جون میاشت کې د ثنا یوسف په نوم د مشهورې ټېکټاکرې کور ته ننوت او هغه یې په خپله کوټه کې په ډزو ویشتله او ووژل شوه. هغه مهال د نجلۍ عمر ۱۷ کاله و.
۲۳ کلن عمر حیات په تېره جولای میاشت کې خپل جرم ومانه او ویې ویل چې له هغې سره یې یوطرفه مینه پیدا شوې وه.
د سیمهييزو رسنیو په رپوټونو کې د ثنا د پلار سید یوسف حسین له قوله ویل شوي چې هغه د اسلام اباد محکمې دا پرېکړه "په ټولنه کې د داسې جرمونو کوونکو ته یو درس" بللې ده.
محکمې پر ښاغلي حیات دوه میلیونه کلدارې تاوان هم ایښی چې د نجلۍ وارثانو ته به یې ورکوي. د دې ترڅنګ، کور ته د اوښتو او غلا په تور هغه ته د ۵۰۰ زره روپۍ نورې جریمې په ګډون ټولټال ۲۱ کاله د بند سزا هم اورول شوې ده.
د محاکمې پر مهال په خپله عمر حیات هم حاضر و.
ښاغلي حیات د پوښتنو ګروېږنو پرمهال ویلي چې د ثنا یوسف تر وژنې څو ورځې مخکې اسلام اباد ته په دې نیت تللی و چې هغې ته به د کلیزې مبارکي ورکوي. خو هغې ورسره له لیدو انکار کړی و. دی پر دې سربېره بیا هم د ثنا کور او کوټې ته ورننوتلی و چې د پاکستانیو رسنیو په وینا، د دواړو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته خبره د هغې پر وژنې تمامه شوه.
ثنا یوسف تر مرګ مخکې پر ټېکټاک تر یو میلیون او پر انسټاګرام تر نیم میلیون ډېر څارونکي یا فالوور درلودل.
هغې د خپل سېنګار، فېشن او همځولو سره د ناستو پاستو ترڅنګ د نورو سندرغاړو سندرې په اصطلاح "لبسېنګ" کولې او له مهربانۍ ډک ځينې پیغامونه به یې خپرول چې له کبله یې د خپلو مینهوالو په زړونو کې ځای کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري حقونو ځينې فعالان وايي چې د ثنا یوسف وژنه په پاکستان کې له ښځو سره د روان تاوتریخوالي څرګندونه کوي.
پولیسو د هغې تر وژل کېدو وروسته په پلازمېنه اسلام اباد او د پنجاب ایالت په ځينو نورو هغو سیمو چاپې ووهلې چې اغلې یوسف به له خپلې کورنۍ سره ورتله او په دې اړه یې د ۱۱۳ امنیتي کامرو ثبت شوې ویډيوګانې هم وڅارلې.
که څه هم د هغې وژل کېدو د ګڼو خلکو غوسه وپاروله خو ځينو یې پر ويډیوګانو او پکې په خپرېدونکې محتوا نیوکې هم کولې.
پر ډيجټل نړۍ د خلکو د حقونو د یوې مدافع ډلې (بولو بي) مشر اسامه خلجي بيبيسي ته په خپله یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي چې دا ډول نیوکې تر ډېره یوه ډله نارینهو انټرنېټ کاروونکو کولې چې په وینا یې، ځينې یې په خپله هم له دین او مذهبه پوره نه دي خبر.
ښاغلی خلجي وايي، "هغوی اوس دا سپارښتنه هم کوي چې کورنۍ یې باید د هغې انسټاګرام او ټېکټاک وتړي ځکه چې دا یې 'ګناهونه' زیاتوي".
د بشري حقونو یوه بله مشهوره فعاله فرزانه باري بیا وايي چې دا ډول د "ښځو ضد" غبرګونونه په ټولنه کې د "نرواکۍ" له امله دي.
اغلې باري زیاتوي چې د ثنا یوسف غوندې نجونې "خپله خبره په خپله کولی شي" خو په وینا یې، هغو ښځو ته اوس پاکستان "له ګواښونو ډک ځای" باندې بدل شوی چې پر خواله رسنیو بحثونه کوي او یا ویډيوګانې جوړوي.





















