ژوول څنګه د دماغ فعالیت زیاتوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ساندي اونګ
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې
که څه هم دا خبره په پراخه کچه معلومه ده چې ډېر ژوول هاضمه ښه کوي، ځینې څېړنې ښيي چې دا د دماغ فعالیت هم زیاتولی شي او ښايي ان د الزایمر ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
هوراس فلېچر، چې شنه ګندنه یې تر تېرولو مخکې ۷۲۲ ځله ژوولې وه، د "ستر ژوونکي" لقب یې ترلاسه کړی و. د تغذیې دغه امریکايي متخصص باور درلود چې خواړه باید "تر هغه وخته وژول شي چې بشپړ مایع شي" او "تقریباً پخپله تېر شي".
فلېچر اټکل کړی و چې قوي ژوول به د شلمې پېړۍ په پیل کې د امریکا اقتصاد ته هره ورځ تر نیم میلیون ډالر سپمولي وای، چې د نن ورځې په ارزښت نژدې ۱۹.۵ میلیون ډالرو سره برابرېږي، ځکه عادي انسان به هره ورځ له نیم پاو (۲۲۷ ګرامه) لږ خواړه خوړل.
د فلېچر نظریې ښايي یو څه افراطي وي، خو د سویډن د کارولینسکا انستیتیوت د غاښونو د روغتیا د څانګې استاد ماتس ترولسون وايي، "په ځینو برخو کې هغه سم و."
ډېر ژوول ګڼې روغتیایي ګټې لرلی شي؛ د هضم له ښه کېدو او د کالورۍ د مصرف له کمولو نیولې، تر فشار او اضطراب کمولو او د حافظې پیاوړتیا او تمرکز زیاتولو پورې.
دا چې د غاښونو روغتیا له الزایمر ناروغۍ او د عقل له زوال سره تړاو لري، ځینې متخصصین باور لري چې د خولې او غاښونو روغتیا ښه کول ښايي د ذهني زړښت نښې هم راکمې کړي.
د ژوولو لرغونی تاریخ
د ډېری حیواناتو په څېر، انسانانو هم "له میلیونونو کلونو راهیسې غاښونه او ژامې لرلې دي"، دا خبره د تکاملي او چاپېریالي بایوکیمیا عالم اډم فان کاسترین، چې د جرمني د مکس پلانک د تکاملي انسانپېژندنې انسټیټیوټ غړی دی، کوي. خو دغه غاښونه او ژامې د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو بدلونونو شاهدان وو.
لومړنیو انسانوزمه ژویو، چې شاوخوا شپږ تر اوه میلیونه کاله مخکې یې ژوند کاوه، د نننیو بیزوګانو په څېر غاښونه لرل او دا غاښونه په ځانګړي ډول د "لویو او غوښنو مېوو" د خوړلو لپاره مناسب وو چې دا مېوې هغه وخت په ځنګلونو کې ډېرې وې.
خو کله چې ځنګلونه کم شول او پرانیستې سیمې او د سوانا په څېر دښتې رامنځته شوې، انسانوزمو ته اړینه شوه چې "له میخانیکي پلوه له سختو خوړو" لکه تخمونو، مغذي خواړو او ریښو سره ځان عیار کړي. فان کاسترین وايي چې له همدې امله هغوی لویو غاښونو، غټو ژامو او د ژوولو پیاوړوعضلو ته وده ورکړه.
ماتس ترولسون وايي، "نظریه دا ده چې ژوول د پمپ په څېر کار کوي او دماغ ته وینه رسوي."
د وسایلو، د خوړو د پروسس، کرنې او د پخلي لپاره له اوره ګټې اخیستو سره، انسانانو ته نور د پخوا په څېر د ژوولو اوږدو ناستو ته اړتیا پاتې نه شوه. د فان کاسترین په وینا، نن سبا انسان په ورځ کې شاوخوا ۳۵ دقیقې ژوول کوي، حال دا چې د بيزوګانو بېلابېل ډولونه لکه شمپانزې او بابون شاوخوا څلور نیم ساعته او ګوریلا او اورنګوتان تر شپږ نیمو ساعتونو ډېر ژوول کوي.
سره له دې تکاملي بدلونونو، د ژوولو اصلي موخه هماغه پاتې شوې ده. فان کاسترین وايي، "موږ تی لرونکي حیوانات د ژوولو پېچلي سیستمونه لرو ځکه غواړو له خوړو تر ټولو ډېره انرژي ترلاسه کړو چې د خپلې تودې وینې بدن د میتابولیزم اړتیاوې پوره کړو."

د عکس سرچینه، Getty Images
یو مهم لومړنی ګام
ژوول همداراز د خوړو دننه مغذي مواد ازادوي، چې بدنه یې په اغېزناک ډول جذب کړای شي. د ۲۰۰۹ کال په یوه څېړنه کې له ۱۳ سالمو لویانو وغوښتل شول چې لږه اندازه بادام ۱۰ ځله، یا ۲۵ ځله او یا ۴۰ ځله وژووي.
کله چې څېړونکو د ګډونوالو د غایطه موادو نمونې راټولې کړې، هغوی وموندله هغو کسانو چې ډېر یې ژوولي وو، لږ غوړ یې خارج کړي وو. دا ښيي چې له مغذي موادو د انرژۍ جذب تر یو پر درېیمې برخې زیات شوی و.
(هوراس فلېچر د شلمې پېړۍ په پیل کې دا باور هم درلود چې ډېر ژوول "د غوره کیفیت" غایطه مواد تولیدوي، چې "تر ډېره وچ" وي او د "تاوده بسکټ" بوی ولري.)
همدارنګه، د خوړو ۴۰ ځله ژوولو ګډونوالو ته د اوږدې مودې لپاره د مړښت احساس ورکړ.
په ۲۰۱۳ کال کې یوې بلې څېړنې هم د مړښت د دې اړیکې ملاتړ وکړ. په دې څېړنه کې له ۲۱ ګډونوالو وغوښتل شول چې د "چکن ناګټس" په اندازه د پیزا یوه ټوټه یا ۱۵ ځله او یا ۴۰ ځله وژووي.
پایلو وښودله هغه ډله چې ۴۰ ځله یې ژوولي وو، د لوږې په احساس کې یې څرګند کمښت راغلی و.
په دوی کې د "CCK" او "GIP" هورمونونو کچه هم لوړه ثبت شوې وه، چې دواړه په کولمو کې د هضم د تنظیمولو دنده لري او د لوږې د هورمون "ګریلین" کچه ټیټه شوې وه.
دوو جلا تحلیلي څېړنو، چې نژدې ۵۰ څېړنې یې ارزولې وې، دا هم وښودله چې ډېر ژوول عموماً د لږ خوراک لامل کېږي.
لامل یې دا دی بدن شاوخوا ۲۰ دقیقو ته اړتیا لري چې د لوږې اړوند هورمونونه تنظیم کړي او دماغ ته د مړښت نښې واستوي، په داسې حال کې چې ژوول انسان ته تر دې پړاو مخکې اضافي وخت ورکوي.
له همدې امله ډېر د تغذیې متخصصین او ډاکټران سپارښتنه کوي چې خواړه باید په ارامۍ او ډاډه زړه وخوړل شي، نه دا چې په بیړه تېر کړل شي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې غواړي وزن کم کړي.
په برازیل کې پر ۹۲ ماشومانو شوې یوې څېړنې وښودله چې د عادي وزن لرونکو ماشومانو پرتله چاغو ماشومانو خواړه "لږ ژوول او په چټکۍ یې خوړل".

د عکس سرچینه، Getty Images
د دماغ روغتیا ته وده
لامل یې دا دی بدن شاوخوا ۲۰ دقیقو ته اړتیا لري چې د لوږې اړوند هورمونونه تنظیم کړي او دماغ ته د مړښت نښې واستوي، په داسې حال کې چې ژوول انسان ته تر دې پړاو مخکې اضافي وخت ورکوي.
له همدې امله ډېر د تغذیې متخصصین او ډاکټران سپارښتنه کوي چې خواړه باید په ارامۍ او ډاډه زړه وخوړل شي، نه دا چې په بیړه تېر کړل شي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې غواړي وزن کم کړي.
په برازیل کې پر ۹۲ ماشومانو شوې یوې څېړنې وښودله چې د عادي وزن لرونکو ماشومانو پرتله چاغو ماشومانو خواړه "لږ ژوول او په چټکۍ یې خوړل".
د خوړو د خوړلو د چټکتیا د کمولو یوه ښه لاره دا ده داسې خواړه وټاکل شي چې ډېرو ژوولو ته اړتیا ولري. ډېری څېړنې سپارښتنه کوي چې د مایعاتو پر ځای کلک خواړه وخوړل شي، لکه د مالټې د جوس پر ځای د مالټې خوړل. همدارنګه، هغه خواړه چې زیات غلظت او چسپناک وي، لکه د سپینو وریجو یا مکروني پر ځای وربشې او زغردانه غوره ګڼل کېږي.
ابهيشیک کومار وايي: "د خوړو جوړښت پر دې اغېز کولی شي چې موږ څومره مړښت احساسوو او له همدې امله ښايي له چاغښت سره مخ کسانو سره د خوړو د اندازې په کمولو او وزن په راټیټولو کې مرسته وکړي."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
له تغذیې او هضم ورهاخوا، څېړونکي په زیاتېدونکي ډول مومي چې ژوول زموږ د روغتیا په نورو برخو کې هم مهم رول لري، په ځانګړي ډول د عمر له زیاتېدو سره د دماغ په روغتیا کې.
د خولې او مخ د عصبي علومو متخصص ابهيشیک کومار وايي: "د هغه څه په اړه لېوالتیا مخ په زیاتېدو ده چې ورته د (خولې او دماغ محور) ویل کېږي او دا نظریه وړاندې کوي چې د ژوولو او د دماغ د روغتیا ترمنځ مستقیم تړاو شته."
د بېلګې په توګه، د غاښونو له لاسه ورکول د الزایمر ناروغۍ او د عقل د زوال د خطر له ډېرېدو سره تړاو لري.
حافظه هم د انسان د ژوولو له وړتیا اغېزمنېږي. په یوه څېړنه کې چې له ۵۰ کلونو پورته د ۱۴ اروپايي هېوادونو له ۲۸ زرو او ۵۰۰ زیاتو کسانو پکې ګډون کړی و، هغو کسانو چې د ښه ژوولو توان یې درلود یا مصنوعي غاښونه یې نه کارول، په ادراکي ازموینو کې غوره پایلې ترلاسه کړې.
دوی د کلمو په یاد ساتلو، روانو خبرو او حسابي مهارتونو کې د هغو کسانو پرتله ډېر ښه وو چې د ژوولو ستونزې یې لرلې.
په بله څېړنه کې چې ۵۵ تر ۸۰ کلونو عمر لرونکي ۲۷۳ سالم کسان پکې شامل وو، ساینسپوهانو وموندله هغو کسانو چې خپل طبیعي غاښونه یې ډېر ساتلي وو، ښه "مفهومي حافظه" یې لرله، یعنې هغه حافظه چې له عمومي معلوماتو او حقایقو سره تړاو لري او همدارنګه یې اوږدمهاله حافظه پیاوړې وه.
د ژوولو او حافظې اړیکه
ځینې څېړونکي باور لري چې ګڼ عصبي مدارونه د ژوولو سیستم د دماغ له "حُصین" یا د دماغ هغه برخه چې د حافظې، زدکړې او نوو یادونو په جوړولو کې مهم رول لري- سیمې سره نښلوي. دا سیمه د زماني زدکړې او د نوو یادونو د جوړېدو مسؤله ده او د الزایمز ناروغۍ له لومړیو زیانمنېدونکو برخو ګڼل کېږي.
نور بیا باور لري چې ژوول، په ځانګړي ډول د منځني کلکوالي لرونکو خوړو یا موادو- د دماغ وینې جریان زیاتوي. جاپاني څېړونکو پر هغو کسانو تجربې کړې چې ژاوله یې ژووله او ورته پایلې یې موندلې دي.
ماتس ترولسون دا داسې تشریح کوي: "نظریه دا ده چې ژوول د پمپ په څېر کار کوي او دماغ ته وینه رسوي."
هغه زیاتوي چې دا کار د دماغ د فعالیت او اغېزمنتیا په ساتلو کې مرسته کوي.
د دې لپاره چې معلومه شي ایا د ژوولو ستونزې واقعاً د ادراکي کمزورۍ لامل ګرځي او که نه، او ایا دا حالت بېرته ښه کېدای شي، د ترولسون ټیم اوس داسې یوه تجربه ترسره کوي چې د ناروغانو ورک شوي غاښونه د غاښونو په امپلانټونو بدلوي او بیا له عملیاتو مخکې او تر یو کال وروسته د دماغ فعالیت ارزوي.
څېړونکي به د دماغ د MRI انځورونه هم وکاروي چې وګوري ایا د "سپینې مادې زیانونه"، چې د دماغ د وینې رګونو د کمزورې روغتیا نښه ګڼل کېږي، له درملنې وروسته کمېږي او که نه.
ترولسون وايي: "ایا دا به حیرانوونکې نه وي که وکولای شو د غاښونو د بیا رغونې له لارې دماغ هم بېرته ورغوو؟".
تر اوسه د هغه په دې څېړنه کې له ۸۰ ډېر ناروغان شامل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ویښتابه او تمرکز زیاتوالی
په ځینو حالاتو کې دا هم موندل شوې چې ژوول د عامو خلکو تمرکز ښه کوي.
په یوه پراخ تحلیلي راپور کې چې ۲۱ څېړنې یې ارزولې وې، څرګنده شوه هغه کسان چې ژاوله ژووي، د پېچلو ذهني دندو پر مهال د نورو کسانو پرتله د پام او تمرکز په کچه کې لږ خو احصائیوي مهم ښه والی ښيي.
(خو دا څېړنې د (مارس ریګلي) شرکت له خوا تمویل شوې وې، چې ښايي د ګټو د ټکر احتمال څرګند کړي.)
په بله خپلواکه څېړنه کې چې ۸۰ ګډونوال پکې شامل وو، ژوولو د ادراکي دندو پر مهال د ویښتابه کچه ۱۰ سلنه لوړه کړه.
همدارنګه، هغو کسانو چې ژاوله یې ژووله، د هوښیارۍ په ازموینه کې هم غوره پایلې ترلاسه کړې.
ماتس ترولسون وايي ساینسپوهان "په بشپړه توګه نه پوهېږي چې دا څنګه پېښېږي"، خو د ژوولو او د پام زیاتوالي ترمنځ اړیکه نسبتاً پیاوړې ښکاري.
خو یوه مهمه خبره دا ده چې "دا اغېز ښايي تر ۱۵ یا ۲۰ دقیقو ډېر دوام ونه کړي"، که څه هم څېړونکي یې دقیق علت نه پېژني.
یوې بلې تجربې، چې پر ځوانانو ترسره شوې وه او ترې غوښتل شوي وو چې په یو وخت کې څلور کمپیوټري دندې ترسره کړي، وښودله هغو کسانو چې ژاوله یې ژووله، د ویښتابه کچه یې د نورو پرتله نژدې ۲۰ سلنه لوړه وه.
په زړه پورې دا چې دا حالت د راپور شوي اضطراب او فشار له کمېدو او همدارنګه په لاړو کې د کورتیزول هورمون د کچې له ټیټېدو سره مل و، چې د فشار یو عام شاخص ګڼل کېږي.
د فشار کمول
له لابراتوار بهر هم، ژوول د فشار د کمولو لپاره اغېزناکه لاره ښکاري.
کله چې ترکي څېړونکو د ۱۰۰ نرسنګ ښځینه محصلانو وضعیت وڅېړه، چې د منځني سمستر ازموینو ته چمتو کېدې، هغوی وموندله هغه محصلانې چې هره ورځ یې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې ژاوله ژووله، د فشار، اضطراب او خپګان کچه یې ټیټه احساسوله.
پایلې یو شان وې، که هغوی ژاوله له ازموینو ۱۵ ورځې مخکې پیل کړې وه او که یوازې دوه ورځې مخکې.
په سوېلي کوریا کې هم، ژاولو د هغو ښځو د اضطراب په کمولو کې مرسته وکړه چې د اختیاري نسایي جراحیو لپاره چمتو کېدې.
همدارنګه، همدا اغېز په ۷۳ ترکي ماشومانو کې هم ولیدل شو، کله چې هغوی ته وریدې نلۍ لګول کېده.
جیانشي چن، چې په سینګاپور کې د ساینس، ټکنالوژۍ او څېړنېزو ادارو لپاره کار کوي او د خولې دننه د خوړو د پروسس څېړونکی دی، وايي چې ژوول د "فشار پر مهال د طبیعي غبرګون" په څېر ښکاري.
هغه زیاتوي: "کله چې ځینې خلک تر فشار لاندې وي، نو په ناڅاپي ډول ژوول پیلوي".
همدارنګه، د غاښونو چیچل چې د ژوولو هماغه عضلات کاروي او نژدې له هر لسو لویانو یو کس پرې اخته وي، ډېری وخت له فشار او اضطراب سره تړاو لري.
خو په دې برخه کې علمي معلومات لا هم د بحث وړ دي.
د بېلګې په توګه، جیانشي چن وايي هغه شواهد چې ژوول رواني حالت له ښه والي سره تړي، "پاشلي او غیر منظم" دي او زیاتوي "موږ لا هم منظمې او قوي څېړنې نه لرو" چې روښانه اړیکه ثابته کړي.
په بله څېړنه کې، چې هماغه کوریايي څېړونکي ترسره کړې وه، څرګنده شوه چې ژاولو د هغو میندواره ښځو د اضطراب په کمولو کې ډېر اغېز نه درلود چې د اختیاري سیزرین عملیاتو لپاره عملیات خونې ته لېږدول کېدې.
همدارنګه، دا د هغو کسانو د فشار په کمولو کې هم بریالۍ نه وه چې ترې غوښتل شوي وو یو داسې د کلمو معما حل کړي چې اصل کې یې حل نه درلود.
خو یوه خبره تقریباً یقیني ښکاري او هغه دا چې خواړه خوړل عموماً د انسان مزاج ښه کوي.
چن وايي چې ژوول، د خوړو د خوړلو د اساسي برخې په توګه، د خوړو خوندونه راخوشې کوي او له جوړښت او بوی سره یو ځای "د خوړو تجربه لا بډایه او خوندوره کوي."
د همدې منطق له مخې، د خوړو ښه ژوول ښايي پر رواني روغتیا هم مثبت اغېز ولري.
خو د شکرو لرونکې ژاولې پر ځای، ښايي دا غوره وي چې د فشار راوستونکو کارونو تر مخه صحي او ژوولو ته اړتیا لرونکی سپک خوراک وخوړل شي.
سره له دې، باید په دې برخه کې مبالغه ونه شي. د هوراس فلېچر برعکس، ډېری متخصصین د ژوولو لپاره په کوم "جادويي شمېر" باور نه لري.
فان دیر بېلټ وايي: "په طبیعي ډول وژووئ تر هغه چې احساس وکړئ خواړه د تېرولو لپاره چمتو شوي دي او دا کار له یوه انسانه تر بل پورې توپیر لري."
هغه زیاتوي: "یوازې له خپلو خوړو خوند واخلئ."


















