"د تایوان یونلیک" د بوکرز جایزې ګټونکی ناول

Yang Shuang-zi has short dark hair, wears thin, black rimmed glasses and wears a cream cardigan over a white t-shirt. Standing next to her, Lin King has slightly longer, shoulder length dark hair, and wears a blue and white striped shirt.

د عکس سرچینه، Adrian Dennis / AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

سږ کال د کتاب نړیواله بوکر جایزه "د تایوان یونلیک" ناول ته ورکړل شوه چې تایوانۍ لیکوالې یانګ شوانګ زي لیکلی دی.

دا ناول په چینایي (ماندرین) ژبه لیکل شوی او د نړۍ په لسګونو ژبو ژباړل شوی دی. د بوکرز جایزې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د ماندرین ژبې ژباړل شوی اثر پکې ګټونکی اعلانېږي.

یانګ شوانګ زي هم ورسره لومړنۍ تایوانۍ لیکواله شوه چې دا ویاړ ترلاسه کوي.

"د تایوان یونلیک" د ۱۹۳۰مو کلونو کیسه کوي، هغه مهال پر تایوان جاپان واکمن و. ناول د دوو ښځو ترمنځ اړیکه یادوي.

یوه ځوانه جاپانۍ لیکواله چې تایوان ته په سفر تللې او یوه تایوانۍ ژباړونکې چې له هغې سره ملګرې شوې.

دواړه په اورګاډي کې د ټاپو بېلابېلو سیمو ته سفر کوي، خو دا سفر یوازې یو عادي ګرځندویي نه ده، بلکې د دواړو ترمنځ د یو ژور احساساتي تړاو پیل دی.

په دې ناول کې مینه او انساني اړیکې، استعمار او واک، ژبني او کلتوري توپیرونه او د هویت او ټولنیز جوړښت په څېر مسایل په خورا هنري بڼه ځای شوي دي.

د دې ناول ځانګړنه دا ده چې هم یې د مینې کیسه وړاندې کړې او هم یې د استعمار پر ټولنیزو او سیاسي اغېزو ژور تحلیل کړی دی.

د بوکر جایزې قاضیانو د خپلې پرېکړې د اعلانولو پر وخت ویلي "دا یو داسې اثر دی چې هم د مینې داستان دی او هم یو ژور سیاسي او ټولنیز تحلیل دی".

د دې ناول ځانګړنه دا ده چې هم یې د مینې کیسه وړاندې کړې او هم یې د استعمار پر ټولنیزو او سیاسي اغېزو ژور تحلیل کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د دې ناول ځانګړنه دا ده چې هم یې د مینې کیسه وړاندې کړې او هم یې د استعمار پر ټولنیزو او سیاسي اغېزو ژور تحلیل کړی دی.

بوکر جایزه د نړۍ له هغو ادبي جایزو څخه ده چې د کیفیت، شهرت او اغېز له مخې ځانګړی مقام لري.

ګټونکی یې شاوخوا ۵۰ زره پونډه مومي، خو تر مادي ګتې یې معنوي هغه په دې ډېره مهمه ګڼل کېږي چې ترلاسه کوونکي ته یې د نړیوال شهرت دروازې پرانیزي.

د بوکرز جایزه په ۱۹۶۹ کال کې په بریتانیا کې پیل شوه. د دې جایزې بنسټګروغوښتل چې د معاصر داستاني ادب لوستل، ارزونه او بحث پراخ کړي.

په پیل کې دا جایزه یوازې هغو لیکوالانو ته ورکول کېده چې د بریتانیا، آیرلنډ او د همګټو هېوادونو تابعیت یې درلود.

خو له ۲۰۱۴ کال څخه راوروسته، دا شرط بدل شو او اوس د نړۍ هر لیکوال کولی شي چې که ناول یې په انګلیسي ژبه لیکل شوی وي او په بریتانیا یا ایرلنډ کې خپور شوی وي، د دې جایزې لپاره نوماند شي.