BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
'تورخم دروازه د کډوالو پر مخ پرانیستې او هره ورځ زرګونه کسان ستنېږي'
د ننګرهار په تورخم کې یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې دغلته پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لار افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستې ده. سرچېنه وايي "دغه لار تېره ورځ هم نه وه تړلې او نن هم کډوال را روان دي. هر ورځ د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ کډوال راځي."
ژوندۍ پاڼه, هېګېسټ ویلي امریکا د ایران پر جګړې ۲۵ میلیارد ډالر لګولي؛ عراقچي: امریکا د لګښتونو په اړه "دروغ" وايي
د امریکا دفاع وزیر پیت هېګېسټ ویلي وو چې د دوی لخوا له ایران سره پر جګړې شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالره لګښت شوی. خو د ایران بهرنیو چارو وزیر دغو شمېرو ته په شارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "پنتاګون دروغ وایي. د نتنیاهو قمار تر اوسه امریکا لپاره په مستقیم ډول ۱۰۰ میلیارد ډالره لګښت لرلی دی؛ تر هغې څلور برابره لوړ چې ادعا یې شوې."
هغوی چې موسم سره د حساسیت له امله زکامېږي څه باید وکړي؟
د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې د حساسیت لرونکي زکام له امله ځورېږي، باید د ۱۹۹۰ لسیزې په پرتله اوس د اوږدې مودې لپاره د دې ناروغۍ نښې ولري.
ځیرکې عینکې: د میټا کارکوونکو ادعا کړې چې د کاروونکو د جنسي اړیکو ویډیوګانې یې لیدلي دي
د امریکا ميټا شرکت تر فشار لاندې دی چې د هغې پرېکړې سپیناوی وکړي چې له مخې یې له یوه شرکت سره د همکارۍ لوی تړون لغوه کړی.
اسرائیلو کریټ ټاپو ته څېرمه د غزې مرستندویه بېړۍ درولې او ۱۷۵ فعالان یې ونیول
فلسطین پلوه فعالانو ویلي، هغه ۲۲ کښتۍ چې د غزې لپاره یې مرستې لېږدولې، د اسرائیلي ځواکونو له خوا د یونان د کریټ ټاپو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې درول شوې دي. د "ګلوبل صمود فلوټیلا" (GSF) تنظیموونکو دا اقدام "سمندري غلا" بللې او ویلي یې دي، هغه کسان چې په کښتیو کې سپاره وو، له غزې څه باندې ۹۶۵ کیلومتره لرې، په ناقانونه ډول نیول شوي؛ هغه غزه چې د اسرائیلو تر سمندري کلابندۍ لاندې ده.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې دوستانه مصنوعي ځیرکتیا لرونکي چټباټونه ښايي لږ د باور وړ وي
نوې څېړنه ښيي هغه د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونه چې له کاروونکو سره د تود، دوستانه او مهربان تعامل لپاره روزل شوي، ښايي د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو ډېر احتمال هم ولري.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې په لومړي ځل د اومه تېلو بیه رېکارډ کچې ته لوړه شوې ده
په دې تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته چې د امریکا پوځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د راتلونکو احتمالي ګامونو په اړه معلومات ورکوي، په نړیوالو بازارونو کې د اومه تېلو بیه له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. د اکسوس خبري ویبپاڼې د راپور له مخې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) له تهران سره خبرو کې د رامنځ ته شوي ځنډ ماتولو لپاره د "لنډو او ځواکمنو" بریدونو د څپې یو پلان چمتو کړی دی.
د روسیې او بریتانیا استازي کابل ته تللي: د طالبانو له حکومت سره پر څه خبرې شوي او څه غواړي؟
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف په کابل کې لیده کاته او خبرې کړي. هممهاله ښاغلي متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره ناسته درلوده.
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































