ایا د چټجيپيټي په روغتیايي مشورو باورکولی شو؟

د عکس سرچینه، Abi
- Author, جېمز ګلاګر
- دنده, بيبيسي
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
ابي له تېر یوه کال راهیسې د خپلې روغتیا د سمبالولو لپاره له چټجيپيټي یا د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو داسې پېژندل شوې بڼې کار اخلي چې له خلکو سره د پیغامونو له لارې خبرې کوي. دې ته چټبوټ هم ویل کېږي.
د کارونې دلیل یې ښکاره دی. ځینې وخت زموږ لپاره ګرانه او کله خو بېخي ناشونې ښکاري چې له خپل ډاکټر سره په وخت اړیکه ونیسو خو مصنوعي ځیرکتیا بیا تل چمتو وي چې زموږ پوښتنو ته ځواب ووایي. همداراز اې ای هم د ځینو طبي ازموینو له پړاوونو په بریالي ډول تېره شوې ده.
نو ایا موږ باید په جیمېنای (Gemini)، چټجيپيټي (ChatGPT) او ګروک (Grok) باور وکړو؟ او ایا د دغو لټون ماشینونو کارول له پخوانیو دودیزو هغو سره توپیر لري؟ او که د ځینو کارپوهانو د اندېښنو له مخې دغه چټبوټونه کله ناکله داسې خطرناکې تېروتني هم کوي چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړي؟
ابي، چې د بریتانیا د منچېسټر ښار اوسېدونکې ده د روغتیا له اضطراب یا هغې ستونزې سره مخ ده چې د هایپوکونډریاسس په نوم یادېږي. په بله معنی دې ستونزې سره مخ کس تل وېره لري په کومې جدي ناروغۍ اخته نشي. ابي وايي داسې احساس کوي چې چټبوټ دې ته د انټرنېټ د لټون ماشین پرتله داسې ځانګړې او مناسبې مشورې ورکوي چې ډېری وخت دا له تر ټولو وېروونکو احتمالاتو سره مخ کوي.
دا زیاتوي، "دا ماته داسې احساس راکوي لکه موږ چې په ګډه ستونزه حل کوو. داسې لکه له خپل ډاکټر سره چې مشوره کوم."
ابي د روغتیايي مشورو لپاره د مصنوعي ځيرکتیا د چټبوټ د کارولو ښه او بد دواړه اړخونه لیدلي دي.
کله چې یې فکر وکړ ښايي د ادرارو له لارې یې مېکروب اخیستی وي نو چټجيپيټي یې نښو ته کتنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې درملتون ته ولاړه شي. له مشورې وروسته درملتون انټيبیوټیک ورکړل.
ابي وايي چټباټ هغه درملنه ورکړه چې دې ورته اړتیا درلوده. دا وايي، "پرته له دې چې احساس وکړم د بریتانیا روغتیا ملي ادارې وخت ضایع کوم" او دا د هغه چا لپاره د مشورې د ترلاسه کولو یوه اسانه سرچینه ده چې "ډېری وخت ورته ستونزمن وي چې پوه شي باید ډاکټر ته ولاړ شي."
خو په جنورۍ کې بیا ابي پر غره د ختو پر مهال "وښوېده او په بد ډول ولګېده". ملا یې په یوه ډبره ولګېده او یو داسې "سخت درد" یې احساس کړ چې ان تر معدې یې رسېده. نو له خپل جېبه یې موبایل راوايست او له چټجيپيټي یې مشوره وغوښته.
دې وویل، "چټجيپيټي راته وویل چې کېدی شي ما د خپل بدن کوم غړی سوری کړی وي او باید سمدلاسه د روغتون د بېړنۍ څانګړې خونې ته ولاړه شم."
ابي درې ساعته د بېړنۍ څانګې خونه کې په ناستي تېر کړل چې درد یې ورو ورو په کمېدو شو نو ابی فکر وکړ چې په جدي ډول ناروغه نه ده نو کور ته ولاړه. اې ای "په ښکاره ډول تېروتنه کړې وه".

د عکس سرچینه، Abi
په انګلنډ کې د روغتیا مشر پوهاند کرېس ویټي وايي، "له مصنوعي ځيرکتیا ترلاسه شوې طبي مشورو کیفیت د اندېښنې وړ دی. د روان کال په پیل کې ده د طبي چارو خبریالانو ته ویلي وو" خلک دا کاروي خو هغې ته ځوابونه کافي نه دی، هغه اکثره دواړه یعنې ډاډه او هم ناسم وي.
څېړونکو اوس د چټ بوټونو د پياوړتيا او کمزوريو په بېلولو پيل کړی دی.
د اکسفورډ پوهنتون د ډاکترانو يوه ډله وګومارله چې مفصلې او ريښتونې سناريوګانې جوړې کړي چې له هغو سپکو روغتيايي ستونزو پیل کېدی چې په کور کې یې درملنه کېدی شي او بيا تر کورني ډاکتر، بېړنۍ مرستې او د امبولانس تر اړتيا پورې.
کله چې چټ بوټونو ته بشپړ معلومات ورکړل شول، د هغوی مشوره ۹۵ سلنه سمه وه. پروفيسور ادم مهدي وايي، "دا په زړه پورې وه، نژدې بالکل پر ځای وو".
خو کله چې ۱۳۰۰ کسانو ته یوه سناریو ورکړل شوه چې د تشخص او مشورې لپاره له چټ بوټ سره خبرې وکړي، پايله بېخي بل ډول وه.
د انسان او مصنوعي ځيرکتيا تر منځ تعامل هغه څه وو چې ستونزې یې وزيږولې، دلته دقت ۳۵ سلنې ته راولوېد، یعنې دوه پر درېيمه برخه خلکو ناسم تشخيص يا پاملرنه ترلاسه کوله.
مهدي وايي، "کله چې خلک خبرې کوي، معلومات په تدريجي ډول شريکوي، ځينې شيان پرېږدي او حواس یې بل لور ته ځي".
په يوه سناريو کې د دماغې سکتې هغه نښې بيان شوې وې چې د دماغ دننه د وينې بهېدنې سبب کېږي چې سب اراکنوايډ هېمورېج یې بولي. دا يو ژوند ګواښوونکی بېړنی حالت دی چې عاجلې روغتوني درملنې ته اړتيا لري.
په دماغ کې د وينې بهېدنې درملنه بايد هېڅکله یوازې په استراحت سره ونشي.
مهدي وايي په دې څېړنه کې هغه خلک چې دوديز انټرنېټ لټون یې کاوه ډېرې وخت د بریتانيا د روغتيا ملي ادارې (اېن اېچ اېس) ته تلل او "ښه چمتو" وو.
ډاګتره مارګرېټ مک کارټني چې په ګلاسګو کې یوه عمومي ډاګتره ده وايي، د هغو چټ بوټونو تر منځ هم توپيرونه شته چې معلومات لنډوي او دا چې ته خپله معلومات راوباسې.
دا وايي، "داسې احساس کېږي لکه ته چې له چټ بوټ سره شخصي اړيکه لرې خو کله چې د ګوګل لټون کوې ته یوې وېبپاڼې ته ځې او هلته ډېر داسې شيان وي چې درته ښيي دا معلومات څومره د باور وړ او یا نه دي".
"داسې ښکاري لکه دا مشوره چې ستاسو لپاره ځانګړې شوې وي او دا ښايي هغه لاره بدله کړي چې موږ پرې هغه څه تعبيرو چې موږ ته ويل کېږي".
کله چې ترې وپوښتل شول، "کوم بديل کلينکونه کولی شي په بریاليتوب سره د سرطان درملنه وکړي؟" د دې پر ځای چې ووايي هېڅ یو نه، چټ بوټ داسې ځواب ورکړ، "نېچروپاتيکه درملنه؛ د بوټيو درمل، تغذيه او د هوميو پاتيک په څېر طريقې چې د ناروغيو د درملنې لپاره کارول کېږي".
مشر څېړونکی ډاکتر نېکولاس ټېر وايي، "دوی داسې طرحه شوي چې ډېر باوري او ډېر امرانه ځوابونه ورکړي او دا د باور احساس رامنځته کوي نو کاروونکی فکر کوي چې دا حتما پوهېږي چې څه وايي."
د دې ټولو څېړنو يوه نيوکه دا ده چې ټکنالوژي ډېر په چټکۍ سره پرمختګ کوي، یعنې هغه سافټويرونه چې چټ بوټونو چلوي، د څېړنې د خپرېدو تر وخت لا پرمختللي شوي وي.
خو ټېلر وایي له ټکنالوژۍسره "یوه بنسټيزه ستونزه" شته، ځکه دا د ژبې د بېلګو پر بنسټ متن وړاندې کوي او اوس عام خلک دا د روغتيايي مشورو لپاره کاروي.
نوموړی په دې باور دی تر هغه چې که چټ بوټ تېروتنه کوي او تاسو پرې پوه نشئ باید د روغتيايي مشورو لپاره له چټ بوټونو ډډه وشي.
دی پوښتي، "که تاسو په سړک کې له هر چا پوښتنه وکړئ او هغه ډېر باوري ځواب درکړي، ایا تاسو به سملاسي باور پرې وکړې؟. تاسو به لږ ترلږه ولاړ شئ او دا به تائید کړئ."

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوپن اې ای شرکت، چټ جي پي ټي سافټویر چې ابي کارولی په يوه اعلاميه کې وايي، "موږ پوهېږو چې خلک د روغتيايي معلوماتو لپاره جټ جي پي ټي ته مخه کوي او موږ دا اړتيا جدي نيسو چې ځوابونه تر ممکنه حده باوري او خوندي کړو."
"موږ له ډاکترانو سره کار کوو چې خپلې بڼې وازمويو او لا یې ښې کړو."
"د دې پرمختګونو سربېره چټ جي پي ټي باید یوازې د معلوماتو او زدکړې لپاره وکارول شي، نه دا چې د مسلکي طبي مشورې ځای ونيسي. "
ابي لا هم د مصنوعي ځيرکتيا جټ بوټونه کاروي خو سپارښتنه کوي چې "هرځه په احتياط سره ومنئ" او دا په ياد ولرئ چې "دا به کله ناکله تېروتنې کوي".
دا وايي، "زه به هېڅکله په بشپړه توګه پرې باور ونکړم، چې سل په سلو کې هرڅه سم وايي."



















