BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • طاهر اندرابی،د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند

    پاکستان پر ډیورنډ کرښه د قومي مشرانو د تازه هوکړو هرکلی وکړ

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ د قومي مشرانو او د پاکستان د باجوړ او مومند سیمو ترمنځ د وروستۍ هوکړې او تر دې وړاندې د نورستان او چترال د ځايي مشرانو ترمنځ د یوې جرګې هرکلی کړی چې په دغو سیمو کې یې اوربند ته لاره هواره کړې ده.

  • د ترکمنستان د اورګاډي لارې

    د چین او افغانستان ترمنځ د ازبکستان او ترکمنستان له لارې نوی ځمکنی کاریدور پرانیستل شوی

    په لندن کې د ترکمنستان سفارت د دغه هېواد او ازبکستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د نوي ځمکني دهلیز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی او دا ګام یې د ټولې مرکزي‌ اسیا په کچه تر پخوا "ډېر چټک او کارنده ځمکني لوجېستیک" ته د اوښتلو پر لور د چلن بدلون بللی دی. دغه سفارت پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې له چین څخه په لنډ وخت کې افغانستان ته د توکو لېږد لپاره د دغه نوي رامنځ ته شوي مسیر یوه برخه له ترکمنستانه تېرېږي.‌

  • د ایران ځواکونه په کښتیو کې سپاره دي او وسلې ورسره دي.

    ژوندۍ پاڼه, د ایران د ستر مذهبي مشر سلاکار: پر اټومي پروګرام چا سره مذاکرات نه کوو او هرمز تنګی باید د ایران په واک کې وي

    د ایران د ستر مذهبي مشر سلاکار ویلي چې ایران به "د اټومي وسلو پر مسئلې له هېچا سره هم مذاکرات و نه کړي" او په وینا یې، د هرمز تنګي واک یا کنټرول باید د ایران په لاس کې پاتې شي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا د فرانسې له ولسمشر ایمانووېل مکرون سره په خبرو کې د امریکا چلند "له شا په چړې د وهلو غوندې" بللی. دا څرګندونې تر هغې وروسته مخې ته راځی چې ډونلډ ټرمپ پرون ماښام د خپل اټکل له مخې ویلي چې له ایران سره جګړه به ژر پای ته ورسېږي خو په وینا یې، ایران ته د اټومي وسلو لرلو "اجازه" نه شي ورکولی.

  • عرب امارات

    له ځینو هېوادونو سره د متحده عرب اماراتو اړیکې ولې ترینګلې شوې؟

    متحده عربي امارات له سعودي عربستان وروسته د وګړو د شمېر له پلوه د خلیج تر ټولو لوی عربي هېواد دی چې له ۱۱ میلیونو ډېر نفوس لري. د دوی ۹۰ سلنه یې د ۲۰۰ تابعیتونو لرونکي بهرني اوسېدونکي دي. ډېر یې له هند، پاکستان او بنګله دېشه د کار لپاره ورغلي دي. هندي کډوال د هېواد د وګړو ۳۸.۴۵ سلنه جوړوي.

  • اسلامي دولت

    سوریه کې د "داعش" اړونده کورنیو ۱۳ کسان استرالیا ته ستانه شول

    دې ډلې کې څلور مېرمنې او نهه کوچنیان شامل دي. دوی د اسلامي دولت نومې ډلې غړو سره تړاو درلود. دا کسن د سوریې شمال ختیځ حسکه سیمه د "الروج" پنډغالي کې په توقیف کې وو.

لنډې ویډیوګانې

  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • موټرچلوونکی په موټر کې ناست او په حیرانۍ ګوري
  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۷ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي