BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د مکې تړون: ترکیې، سعودي او پاکستان ګډ دفاعي هوکړهلیک لاسلیک کړ
د "مکې تړون" په نامه دغه هوکړهلیک د کوربه سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لخوا لاسلیک شو. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دا تړون په دې معنا دی چې له دغو درېیو هېوادونو پر هر یوه برید، پر درېواړو برید ګڼل کېږي.
راشد خان د ۳۴ منډو بدل کې شپږ وېکټې ترلاسه کړې، افغانستان ايرلنډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه
افغانستان د ۹۲ منډو په لوی توپیر له ائرلنډ لوبډلې دویمه یوه ورځنۍ لوبه وګټله. د نن په لوبه کې ائرلنډ ټاس یا پچه وګټله او لومړی یې او لومړی یې د توپ اچولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د اتو وېکټو په زیان سره ایرلنډ ته د ۳۰۰ منډو هدف کېښود.
تایلنډ: پر ښوونځي د زلموټي په برید کې "۷ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ژوبل دي"
په داسې حال کې چې تایلنډي چارواکي وايي چې یوه زلموټي بریدګر د ښوونځي د پنځو ښوونکو په ګډون خپل نیا او نیکه او وروسته ځان هم وژلی، اوس وايي چې تر ۳۰ ډېر یې ژوبل کړي هم دي. د تایلنډ لومړی وزیر انوتین چارنویرکول وايي چې د بنکاک په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله تر ۳۰ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي چې له ډلې یې نهه "سخت ژوبل" دي.
د طالبانو پنځه کلنه واکمني؛ ولې شیعه عالمان "د شیعهګانو په زړه کې د خنجر" خبره کوي؟
د طالبانو له خوا د کابل له نیولو یوه نیمه میاشت وړاندې، د دې ډلې د هغه وخت د "دعوت او ارشاد" کمېسیون رییس امیرخان متقي د دایکنډي ولایت شیعه مېشتې ولسوالۍ کجران ته لاړ او هلته یې یو شمېر اوسېدونکو ته وویل: "د افغانستان اسلامي امارت تبعیضي تګلاره نه لري. لکه څنګه چې د اهل سنتو عزت او قدر کوي، په همغه اندازه د اهل تشیع قدر او عزت هم کوي." خو پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت له پیله نهه میاشتې وروسته، په کابل کې د افغانستان د شیعه عالمانو شورا لوړپوړي چارواکي د داسې یوې صحنې شاهدان وو چې تمه یې نه لرله.
ایران ته پر لار د کارګر مهاجر بادغیسي ځوان غمجنه وروستۍ کیسه؛ ''مورې، دعا کوه؛ زه مرم... دا وروستی دیدن دی''
د بادغیس بوم درې د ۳۳ کلن حیاتالله د برخلیک کیسه، د افغانستان د هغو زرګونو افغان ځوانانو د ژوند انځور وړاندې کوي چې د بېوزلۍ، بې وسۍ او ناهیلۍ له امله خطرناکې لارې نیسي او هېواد پرېږدي، چې وکولای شي د خپل ژوند اړتیاوې برابرې کړي او د خپل ځان او کورنۍ لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
هغه واکسین چې ساتلو لپاره یخچال ته اړتیا نه لري
برېتانوي ساینسپوهان وايي، د لومړي ځل لپاره یې پر انسانانو داسې واکسین په بریالیتوب سره ازمویلی، چې په یخچال کې ساتلو ته اړتیا نه لري.
د کشمیر مسئله؛ پاکستان د الجزیرې په ګډون پر نړیوالو رسنیو ولې محدودیت لګولی؟
پاکستانیو چارواکو هلته د نړیوالو رسنیو پر خبر جوړونې نوي بندیزونه لګولي دي چې له امله یې د خبریالانو بنسټونو سختې نیوکې پارولې دي. د حکومت د نوو "سپارښتنو" له مخې، د پاکستانیو په ګډون هر خبریال چې له دې وروسته له اسلام اباد، کراچۍ او لاهور پرته کومې بلې سیمې نه رپوټ ورکوي، باید مخکې له مخکې یې اجازه ترلاسه کړي.
پاکستان: له افغان پوهنتونونو فارغان به د طب 'ملي ازموینه' کې د ګډون حق ونه لري
د پاکستان طبي شورا او د غاښونو طب ادارې ویلي، هغه کسان چې افغانستان کې د طب پوهنځي او یا د غاښونو روغتیا په څانګو کې زده کړې کوي په " ملي ازموینه" کې د ګډون جوګه نه دي.
"ډلهییز قبر کې ښخ شول": غزې د جګړې له پیله د ۱۱۲ کسانو تر ټولو ستره جنازه وکړه
د غزې ښار د سې شنبې په سهار د ابو شریعه او الحساینه کورنیو د ۱۱۲ کسانو جنازې و کړې. دغه کسان د غزې په سوېل لوېدیځ کې د الصبره سیمې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د اسرائیلي برید له امله د جګړې په دویمه میاشت کې وژل شوي وو. جګړه د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پیل شوې او نژدې دوه کاله یې دوام کړی دی. د جنازې مراسم د دغو دوو بدوي کورنیو له لوري تنظیم شوي وو. په رایستل شوو جسدونو کې ۴۴ ماشومان چې عمرونه یې تر ۱۶ کلونو کم وو، ۳۷ ښځې او له ۱۰ ډېر زمعلول کسان وو.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۷ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۷ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































