د مکې تړون: ترکیې، سعودي او پاکستان ګډ دفاعي هوکړهلیک لاسلیک کړ

د عکس سرچینه، Reuters Via SPA
د ترکیې، سعودي عرب او پاکستان مشرانو نن (جمعه د اګست ۷مه) په مکې ښار کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د "مکې تړون" په نامه دغه هوکړهلیک د کوربه سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لخوا لاسلیک شو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دا تړون په دې معنا دی چې له دغو درېیو هېوادونو پر هر یوه برید، پر درېواړو برید ګڼل کېږي.
که څه هم دغو هېوادونو تر اوسه "د مکې د ګډ دفاعي هوکړهلیک" په اډانه کې د شویو ژمنو او منل شویو الزاماتو دقیق جزییات نه دي شریک کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې دغه تړون د یرغلیز اقدام پر وړاندې د ټولیزې یا جمعي دفاع پیاوړتیا او همدا راز سیمه او ورهاخوا د سولې، ثبات او امنیت ټینګښت لپاره شوی دی.
د ترکیې یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا هوکړه دفاعي ماهیت لري، د کوم ځانګړي هېواد خلاف پکې دریځ نه دی نیول شوی او دا چې د سیمې نورو هېوادونو لپاره هم پرانیستی دی.

د عکس سرچینه، Reuters Via SPA
سعودي چې د وسلو له سترو پېرودونکو هېوادونو ګڼل کېږي، دغې دفاعي هوکړې ته مالي ځواک وربښي.
ترکیه له امریکا وروسته په ناټو کې دویم ستر پوځي ځواک دی او د پرمختللو دفاعي وسلو تولیدي وړتیا لري.
پاکستان بیا که څه هم له اقتصادي اړخه کمزوری دی، خو اټومي وسلې لري.
د پاکستان لومړی وزیر او د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر تېره ورځ (پنجشنبه) ریاض ته تللي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د دغه تړون لاسلیک لپاره ورغی.
د یادونې ده چې پاکستان او سعودي مخکې دوه اړخیز دفاعي تړون هم لاسلیک کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters Via SPA
دا تړون داسې مهال لاسلیکېږي، چې په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ او نښتې روانې دي.
دغه وضعیت د سعودي په ګډون د خلیج نږدې ټول هېوادونه اغېزمن کړي او په هرمز تنګي او سره سمندر کې یې د کښتیو ازاد تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی دی.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې سولهییز حل پاره د منځګړي رول لوبولی او د دواړو خواو د لوړې کچې د ناستې کوربه پاتې شوی.
تهران او واشنګټن د دغه هېواد د هڅو په لړ کې پر لنډمهاله اوربند هوکړه هم کړې وه، خو وروسته یې بیا پر یو بل بریدونه پیل کړل.
د ایران د پارلمان غړی: د مکې تړون سعودیان نه شي خوندي کولی
د مکې دفاعي تړون په تهران کې د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون د غړي ابراهیم رضايي په ګډون د ځینو چارواکو له توند غبرګون سره مخامخ شوی دی.
ښاغلي رضايي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، "سعودیان باید پوه شي، چې له ترکیې او پاکستان سره کاغذي هوکړه هغوی ته امنیت نه راوړي، هماغسې چې کلونه کلونه له امریکا سره یو اړخیزې مرستې او همکارۍ ورته امنیت رانه وړ."
هغه زیاته کړې، "خپل سیاستونه سم کړئ چې د امنیت لپاره نورو ته سوال ته اړ نه شئ."

د عکس سرچینه، Reuters Via SPA





















