BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • نوزیږدی ماشوم

    ځينې ماشومان ولې له وخته مخکې زېږي او څنګه باید پام پرې وشي؟

    کله چې یوه مېرمن میندواره شي نو کورنۍ یې ډېره ورته خوشاله وي او په بې‌صبرۍ سره د ماشوم زېږېدو ته شېبې شماري. په عادي یا نورمال حالاتو کې د حاملګۍ یا میندوارۍ موده له ۳۷ تر ۴۰ اوونیو وخت نیسي او بیا ماشوم دنیا ته راځي. خو که بچی تر ۳۷ اوونيو مخکې وزېږي نو داسې ماشوم "له وخته مخکې پیدا شوی" بولي. په طبي اصطلاح کې له نهو میاشتو مخکې شوي ولادت ته د "پري ټرم ډېلوري" نوم اخیستل کېږي.

  • Close-up of a bodybuilder's arm as he prepares a barbell on a power rack in a gym

    مټور او پیاوړي - خو ولې ځینې باډي‌بلډران په ځوانۍ کې مري؟

    د برازیلي مشهورو ځوانو باډي‌بلډرانو د پرله‌پسې مړینو لړۍ د سټیروېډونو د استعمال د خطرونو په اړه بیا نوې پاملرنه راجلب کړې ده.

  • بلوچستان

    بلوچستان کې د وژنو او تښتونو پېښې؛ ځینې سیمو کې ګرځبندیز اعلان شوی

    د پاکستان بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې ګرځبندیز لګول شوی دی. په بلوچستان کې د روانو ناکراریو په ترڅ کې نوشکي دویمه ولسوالۍ ده چې پکې ګرځبندیز نافذ شوی دی.

  • بېړۍ

    ژوندۍ پاڼه, سپاه پاسداران: درې تېل‌وړونکي بېړۍ مو درولې دي

    د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې درې تېل‌وړونکي بېړۍ یې درولې دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي: "څو ساعته مخکې درې سرغړونکي تېل‌وړونکي بېړۍ، چې زموږ خبرداریو ته یې پام نه کاوه او په ناامنه او غیرقانوني مسیر کې یې خپل حرکت ته دوام ورکاوه، په نښه شوې او درول شوې دي". د دغو تېل‌وړونکو بېړیو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

  • الوتکه

    جرمني یو بې جرمي سابقې افغان له هېواده ایستلی

    د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ د سې شنبې په ورځ وویل، جرمني له هغه وخت راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د لومړي ځل لپاره یو افغان وګړی چې جرمي سابقه نه لري، له هېواده ایستلی دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • مار
  • Akram
  • فلسطین
  • بقايي
  • سیاټل
  • Rhiya Ahir
  • هند
  • پارون
  • نورستان
  • Kabul

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي