ژوندۍ پاڼه , د امریکا ټاکنو ته د ایران غبرګون؛ "امریکایانو ښکاره کړه چې جګړه نه غواړي"

په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په اړه چې د ډونلډ ټرمپ ګوند پکې له سختې ماتې سره مخامخ دی، په غبرګون کې ایران ویلي چې امریکایانو ښکاره کړه چې جګړه نه غواړي. دا څرګندونې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف کړې دي. هغه پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "امریکایانو جګړې ته نه وویل او موږ د دې پیغام ملاتړ کوو". ښاغلي قالیباف همداراز لیکلي چې که امریکايي چارواکي د خلکو دا پیغام له پامه وغورځوي نو بیا به "زموږ نه ویل د دوی خوبونه وتښتوي".

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, قالیباف: امریکایانو جګړې ته "نه" وویل

    قالیباف

    په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په اړه چې د ډونلډ ټرمپ ګوند پکې له سختې ماتې سره مخامخ دی، په غبرګون کې ایران ویلي چې امریکایانو ښکاره کړه چې جګړه نه غواړي.

    دا څرګندونې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف کړې دي. هغه پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "امریکایانو جګړې ته نه وویل او موږ د دې پیغام ملاتړ کوو".

    ښاغلي قالیباف همداراز لیکلي چې که امریکايي چارواکي د خلکو دا پیغام له پامه وغورځوي نو بیا به "زموږ نه ویل د دوی خوبونه وتښتوي".

    د ایران دغه چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منلې چې د ایران جګړې د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې د ده د ګوند جمهوريت غوښتونکو نوماندانو برخلیک اغېزمن کړی دی.

    خو ښاغلي ټرمپ ټینګار کړی چې امریکایان د ده د کارونو په "ارزښت" پوهېږي. هغه همداشان خبرداری ورکړی چې ښايي‌ تر دې ټاکنو وروسته په ایران باندې نوي بریدونه وکړي.

  2. وروستی, د امریکا منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهېږئ او ولې یې منځمهاله بولي؟

    ټاکنې

    په امریکا کې ميليونو وګړو د سې شنبې په ورځ په منځنمهاله ټاکنو کې ګډون وکړ. داسې ټاکنې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پر برخلیک به د پام وړ اغېز ولري.

    منځمهاله ټاکنې څه دي؟

    کانګرېس له دوو برخو جوړ دی د استازو جرګه (ولسي جرګه) او سنا (مشرانو جرګه). ټاکنې هر دوه کاله پس کېږي. کله چې دا ټاکنې د ولسمشر د څلور کلنۍ دورې په منځ کې ترسره شي، منځمهاله ټاکنې بلل کېږي.

    د کانګرېس يوه مهمه دنده د فدرالي قوانينو جوړول او تصويبول دي، یعني هغه قوانين چې په ټول هېواد کې پلي کېږي.

    د منځمهاله ټاکنو پايلې به څرګنده کړي چې کوم سياسي ګوند به پر کانګرېس کنټرول ولري، د ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند او که د اپوزېسيون دېموکرات ګوند. له دې ټاکنو وروسته به دا هم روښانه شي چې ولسمشر به خپل پلانونه په اسانۍ پلي کړي او که به له ستونزو سره مخامخ شي.

    د دې ټاکنو پايلې دا هم څرګندولی شي چې د امریکا وګړي تر دې دمه د اوسني ولسمشر له کړنو او کاري فعاليتونو څومره خوښ دي.

    په دې اړه یو جلا او مفصل رپوټ پر بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼه دلته لوستلی شئ:

  3. وروستی, ټرمپ ومنله چې د ایران جګړې په منځمهاله ټاکنو باندې اغېز لرلی

    ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منلې چې د ایران جګړې هلته پر روانو منځمهاله ټاکنو اغېز درلودلی.

    هغه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې د ټاکنیز بهیر پرمهال د تېلو بیو زیاتوالی جمهوري غوښتونکو ته زیانمن تمام شو، ځکه چې په وینا یې، خلک "خوښ نه وو" چې په تېلو یې ډېرې پیسې ورکولې.

    ښاغلي ټرمپ پر ایران د لا نورو بریدونو پلان ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "موږ باید یو لوی اقدام وکړو" او ښايي دا به یو "دروند ګوزار" وي.

    که څه هم هغه دا روښانه نه کړه چې دا "دروند ګوزار" به څه وي خو ویې ویل چې، "دوی [ایران] به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي".

    ټرمپ په مرکه کې همداشان وویل چې هغه د ټاکنو پایلې د خپلې ولسمشرۍ پر وړاندې "ګوزار" نه ګڼي.

    خو اټکلونه دا دي‌چې د ده ګوند (جمهوریت غوښتونکي) به د کانګرس دواړه جرګې له لاسه ورکړي.

    ټرمپ ویلي چې ډیموکراتانو له ډېرو کلونو راهیسې د داسې یوې لویې بریا ترلاسه کولو هڅه کوله او بالاخره یې دا هدف ترلاسه کړ.

    ده د دې "ښه کار" له امله هغوی ته مبارکي هم ورکړه.

    ډونلډ‌ ټرمپ د تېرو دوو کلونو پرمهال خپلې لاس‌ته راوړنې یادې کړې او په ځانګړي ډول یې د اقتصاد پیاوړتیا او په جنوبي پوله کې امنیت ټینګول خپلې "مهمې بریاوې" وبللې.

  4. وروستی, عکسونه؛ ډيموکراتان په ټاکنو کې د خپلو بریاوو خوښي نمانځي

    په دغو عکسونو کې هغه شېبې وینئ چې د ډيموکراتانو نوماندان او پلویان یې په بېلابېلو ایالتونو کې د خپل بري شېبې نمانځي او خوښ برېښي.

    ټاکنې
    ټاکنې
    ټاکنې
    ټاکنې
    ټاکنې
  5. وروستی, د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ د ډونلډ ټرمپ ګوند له تاریخي ماتې سره مخ دی او ډیموکراتان پر استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ته ور نږدې دي

    د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي.

    په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.

    اټکلونه دا دي چې ډیموکراتان به د امریکا د دواړو جرګو کنټرول ترلاسه کړي.

    د رایو شمېر لا هم روان دی او خلک د وروستیو پایلو اعلان ته شېبې شماري.

    ټاکنې
  6. وروستی, ډونلډ ټرمپ: که پر رای‌پاڼې زما نوم وای نو ټاکنو کې به بریا زموږ وای

    ټرمپ

    داسې ښکاري چې ډونلډ ټرمپ شېبه په شېبه د ټاکنو پایلې څاري او پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) غبرګون ورته څرګندوي.

    تېره شپه (سې‌شنبه) یې لیکلي، "پر رای‌پاڼو زما نوم نه و، که وای نو په بې‌ساري او غوڅ اکثریت سره به بریالي شوي وای".

  7. وروستی, د استازو جرګه کې اوسمهال وضعیت څنګه دی؟

    په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ سي‌بي‌ایس د اټکل له مخې، ډيموکراتان د استازو جرګه د لږترلږه ۲۳۹ څوکیو او جمهوري غوښتونکي د لږترلږه ۱۶۱ څوکیو ترلاسه کولو ته ور نږدې دي.

    د استازو جرګې د ټولو څوکیو پایلې لا نه دي په ډاګه شوې او رای‌شمېرل روان دي.

  8. وروستی, د ټاکنو پایلې به کله اعلانېږي؟

    ټاکنې

    په امریکا کې د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو سره لومړنۍ نښې څرګندوي چې اقتصادي وضعیت د منځمهاله ټاکنو پر مهال د رایه ورکوونکو تر ټولو مهمه اندېښنه وه.

    داسې ښکاري چې دا موضوع به د ډیموکراتانو په ګټه تمامه شي او د کانګرېس د کنټرول بېرته ترلاسه کولو لپاره به د هغوی له هڅو سره مرسته وکړي.

    د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایې ورکولو بهیر د امریکا پر وخت د ماښام په اوو بجو په ویرجینیا، جورجیا او جنوبي کارولاینا ایالتونو کې او ترې یو ساعت وروسته په کنټکي او انډیانا ایالتونو کې هم د رایې ورکولو بهیر پای ته رسېدلی و.

    له دوی یې جورجیا او اوهایو ایالتونو هغه سیمې بلل کېږي چې د سنا مجلس د راتلونکي جوړښت په ټاکلو کې مهم رول لري.

    د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې ميليونونو امریکايانو خپلې رايې وکارولې. له دې ټاکنو وروسته به معلومېږي چې د کانګرېس کنټرول به د کوم ګوند په لاس کې وي.

    په امریکا کې هر ايالت د خپلو ټاکنو د ترسره کولو بشپړ مسوولیت او د رايو د شمېرلو او پروسې بشپړولو لپاره ځانګړي اصولو او مقرارت لري.