امریکا پر اوکرایین د ۵۰۰ پاتریوت توغندیو د پلورلو موافقه وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحده ایالاتو پر اوکرایین د ۵۰۰ پاتریوت توغندیو د پلورلو موافقه کړې ده. اوکرایین د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره دغو توغندیو ته سخته اړتیا لري.
د دغو توغندیو د پلورلو پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې اوکرایین اعلان وکړ، په تېرو څو میاشتو کې د دغو توغندیو د لېږد بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د "PAC-3" ډوله پرمختللو توغندیو د لګښت اندازه ۲.۱ میلیارده ډالره ده، چې تمویل به یې په اروپا کې د اوکرایین متحدین او کاناډا پر غاړه واخلي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څو ځله له متحده ایالاتو غوښتي چې د پاتریوت دفاعي سیستمونو د لېږد بهیر چټک کړي، ځکه چې دا د روسیې د بالستیک توغندیو د ویشتلو او له منځه وړلو لپاره یوازېنۍ اغېزناکه وسله ګڼل کېږي.
اوکرایین ته د دغو توغندیو د پلورلو په اړه د امریکا پرېکړه له ولودیمیر زیلېنسکي او ډونلډ ټرمپ ترمنځ د ترینګلتیا له رامنځته کېدو څو ورځې وروسته شوې ده. د امریکا ولسمشر ویلي وو اوس هغه وخت رارسېدلی چې اوکرایین نوی مشر ولري، چې له روسیې سره جګړه پای ته ورسولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي:
"د دغو توغندیو د پلورلو پرېکړه د متحده ایالاتو د بهرني سیاست او ملي امنیت له موخو سره سم او د یوه متحد هېواد د امنیت د پیاوړتیا په موخه شوې ده؛ هغه هېواد چې امنیت یې په اروپا کې د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره مهم دی."
په اعلامیه کې راغلي دي:
"اوکرایین به د دغو توغندیو د پېرلو لګښت د کاناډا، جرمني او ناروې د مالي مرستو او همدارنګه د خپلو ملي سرچینو له لارې ورکړي. دغه ملي سرچینې د اروپايي ټولنې له خوا د اوکرایین د ملاتړ د پور له لارې برابرې شوې دي".
په دې اعلامیه کې راغلي چې امریکايي شرکت "لاک هیډ مارتین" به د دې تړون اصلي قراردادي وي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې "په دې پلور کې د امریکا هېڅ ډول بودیجه نه لګول کېږي."

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې هېواد یې نژدې یوه میاشت کېږي چې د امریکا د اجازې په تمه دی، چې د دغو حیاتي توغندیو د لېږد اجازه ورکړي.
د اوکرایین ولسمشر د جمعې په وروستیو ساعتونو کې په ټیلیګرام کې په یوه لیکنه کې دا هم ویلي چې د همدې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د روسیې بالستیک توغندي د اوکرایین پر دوو سیمو لګېدلي دي.
هغه په دې وروستیو کې ویلي وو چې د اوکرایین د پاتریوت توغندیو زېرمې په چټکۍ کمې شوې دي. په ورته وخت کې روسیې د ژمي له رارسېدو مخکې د انرژۍ پر مهمو زېربناوو خپل بریدونه زیات کړي دي.
اوکرایین دغو توغندیو ته سخته اړتیا لري، خو د ایران پر وړاندې په جګړه کې د امریکا د دغو توغندیو د کارولو له امله، په نړیواله کچه له دې وسلو سره د کمښت ستونزه مخامخ ده.
تر اوسه روښانه نه ده چې د پاتریوت دفاعي سیستمونو د تولید بهیر به څنګه پر مخ ولاړ شي؛ خو د شته معلوماتو له مخې، دا فرمایش د نویو تجهیزاتو د جوړولو لپاره دی، نه د هغو توغندیو لپاره چې له مخکې تولید شوي وي. دا په دې معنا ده چې ښايي دغه سیستمونه په لنډ وخت کې اوکراین ته ونه لېږدول شي.
سربېره پر دې، د پاتریوت توغندیو د تولید بهیر ډېر وخت نیسي. د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال یوازې ۶۰۰ د دې ډول توغندي تولیدېږي.
د جولای په میاشت کې ډونلډ ټرمپ اعلان کړی و چې واشنګټن اوکرایین ته د پاتریوت دفاعي سیستمونو د تولید جواز ورکولو سره موافقه نه ده کړې.
هغه په دې وروستیو کې ولودیمیر زیلېنسکي تورن کړی چې په قصدي ډول جګړه اوږدوي او د روسیې د تېلو پر چاڼخونو د بریدونو د درولو په اړه د امریکا غوښتنې له پامه غورځوي.



















