په اسرائیلو کې ټاکنې او یوې پایلې ته د وتو څلور احتمالي لارې

د سړک د دړې نښې د آیزنکوټ او نتانیاهو تبلیغاتي انځورونو ته اشاره کوي
د عکس تشریح، د ګادي آیزنکوټ(چپ لوري ته ) او بنیامین نتانیاهو(ښي لوري ته) له ډلې هېڅ یوه یې داسې ګمان نه کېږي، چې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره به کافي څوکۍ وګټي
    • Author, ټام بېنېټ
    • دنده, بي بي سي- تل ابېب
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

داسې ښکاري، چې اسرائیل له سیاسي بن بست سره مخامخ دی.

د تېرې سې شنبې ورځې د ټاکنو د څه باندې ۹۰ سلنو رایو له شمېرلو وروسته، تر دې دمه د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ائتلاف د اکثریت له ترلاسه کولو شا ته پاتې او همدارنګه د هغه د اصلي سیال ګادي آیزنکوټ په مشرۍ سیاسي بلاک هم اکثریت نه دی ترلاسه کړی.

د حکومت د جوړولو لپاره دا شونتیا شته، چې له مخکښو ګوندونو یو به یې اړ شي، له خپلو ټاکنیزو ژمنو تېر شي.

دا په دې معنی چې تر لاسه کېدونکې پایلې تر دې دمه داسې ښکاره کوي چې ښايي ټاګنې بل پړاو ته لاړې شي او یا

دلته ورته څلور احتمالي سناریوګانې شته.

د نتنیاهو په مشرۍ د ملي یووالي حکومت

ایا نتنیاهو کولای شي آیزنکوټ دې ته قانع کړي، چې یو حکومت سره جوړ کړي؟

د دې کار لپاره به آیزنکوټ اړ وي، چې له خپل اساسي سیاسي دریځ څخه تېر شي.

هغه ځان د نتانیاهو یوازینی بدیل معرفي کړی او خپل ټاکنیز کمپاین یې له واک څخه د نتانیاهو د لرې کولو پر بنسټ جوړ کړی دی.

د ټاکنو په شپه آیزنکوټ د خپل ټاکنیز کمپاین مرکزي دفتر کې سټېج ته وخوت او له نتانیاهو یې وغوښتل چې نن خپله له سیاسي ژوند څخه د تقاعد اعلان وکړي.

نوموړي ورټول شویو کسانو ته وویل، چې اسرائیلیان د نتنیاهو د "دروغو، وېش، تفرقې او پارونې" له دروغجن سیاست څخه ستړي شوي دي.

خو دا څرګندونې د رایو له شمېرنې مخکې شوې وې.

په دغو لومړنیو اټکلونو کې د آیزنکوټ د سیاسي بلاک د مخکښ کېدو وړاندوینه شوې وه، خو د پایلو له بیاکتنې وروسته نتانیاهو ترې مخکې شو.

نتانیاهو ښايي هڅه وکړي، چې د ګادي آیزنکوټ د "یاشار" ګوند دې ته قانع کړي، چې د ملي یووالي په حکومت کې د ده "لیکود" ګوند سره یوځای شي.

د دې کار لپاره به هغه اړ وي، چې له هغو سخت‌دریځو ښي‌اړخو او افراطي ارتودوکس یهودي ګوندونو سره ائتلاف پای ته ورسوي، چې اوس مهال ورسره په ائتلافي حکومت کې ملګري دي.

خو نتانیاهو تېره شپه د "لیکود" ګوند په مرکزي دفتر کې له خپلو "وفادارو متحدینو" مننه وکړه او د "یو پیاوړي ښي‌اړخي حکومت" د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

ځینو دا څرګندونې داسې تعبیر کړې، چې ګواکې نوموړی غواړي خپل اوسنی ائتلاف له همدغو ګوندونو سره وساتي.

یو عامل، چې ښايي د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو احتمال زیات کړي، له ایران سره د جګړې بیا پیل وي.

دا ډول وضعیت ښايي پر ګوندي مشرانو جدي فشار راوړي، چې خپل سیاسي اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او په ګډه کار وکړي.

د ټاکنو په درشل کې، د اسرائیلو او امریکا رسنیو راپور ورکړی و، چې نتانیاهو پر ایران د نویو بریدونو د ترسره کولو لپاره هڅې کولې او له ډونلډ ټرمپ څخه یې غوښتي وو، چې په دې بریدونو کې د امریکا ګډون ومني.

بې له شکه، د نتنیاهو منتقدین به دا اقدام د هغه شخصي سیاسي بقا لپاره یوه هڅه وبولي؛ یعنې دا چې نوموړی غواړي په یوې بلې سیمه ییزې جګړې کې په ښکېلېدو سره خپل سیاسي موقف وژغوري.

د ایزنکوټ په مشرۍ ائتلافي حکومت، د عربي ګوندونو په ګډون

دا به د اسرائیلو په سیاست کې یو بنسټیز بدلون وي.

تر اوسه یوازې یو خپلواک عربي ګوند په رسمي ډول په ۲۰۲۱ کال کې د یوه ائتلافي حکومت برخه شوی دی، خو دغه ائتلاف ډېر دوام ونه کړ.

ایزنکوټ او د هغه په سیاسي بلاک کې نږدې ټولو نورو یهودي ګوندونو، له یوه ګوند پرته، لا له وړاندې له عربي ګوندونو سره په حکومت کې د ګډون امکان رد کړی دی.

خو په اوسني وضعیت کې، دا د اپوزیسیون لپاره یوازینۍ لار ښکاري ده، چې پارلماني اکثریت ترلاسه کړي.

عربي ګوندونه د ټاکنو د شپې د خبرونو اصلي موضوع وو.

داسې ښکاري، چې دغو ګوندونو د تمو خلاف پایلې ترلاسه کړې دي او ښايي په پارلمان کې د ریکارډ ۱۹ څوکۍ وګټي.

په دې بریا کې د اسرائیلو د عربي وګړو بې‌ساري ګډون هم مهم رول لرلی دی.

عربان د دغه هېواد شاوخوا پنځمه برخه نفوس جوړوي او ډېری یې ځانونه د اسرائیلو فلسطیني اتباع بولي.

د کلونو په اوږدو کې، ډېرو عربانو د اسرائیلو ټاکنې تحریم کړې وې.

دوی ویل، چې په ټاکنو کې ګډون به هغه نظام ته مشروعیت ورکړي، چې د دوی په باور، له هغوی سره د دویمې درجې اتباعو په توګه چلند کوي.

خو تېره شپه د دوی پراخ ګډون د دې غوښتنې له امله وه، چې د اسرائیلو په تاریخ کې تر ټولو زیات دوام لرونکی ښي‌اړخی حکومت له واکه لرې کړي.

د "متحده عربي لېست" ګوند، چې د اټکلونو له مخې اته څوکۍ یې ګټلې ویلي دي، چې چمتو دی د اپوزیسیون په یوه حکومت کې ګډون وکړي.

په مقابل کې، د "ګډ لېست" ګوند، چې د اټکلونو له مخې ۱۱ څوکۍ یې ګټلې، ویلي، چې له حکومت څخه بهر د یوې وکمنۍ ملاتړ به وکړي.

خو په اوسني وخت کې یوازینی یهودي سیاسي مشر، چې د دې سناریو ملاتړ کوي، د "ډیموکراټانو" ګوند یاییر ګولان دی.

د دې ډول ائتلافي حکومت جوړښت به ډېر نازک وي، په ځانګړي ډول د غزې او اشغال شوې لوېدیځې غاړې په څېر مسایلو کې.

دا حقیقت دی چې یهودي ګوندونه د عربي ګوندونو د ګډون پر ضد متحد دریځ لري او په اسرائیلو کې د ژورو سیاسي او ټولنیزو وېشونو څرګندونه کوي.

د نتانیاهو په مشرۍ د اکثریت حکومت، د اپوزیسیون د ښي‌اړخو ګوندونو په ګډون

ایا نتنیاهو کولای شي د آیزنکوټ په سیاسي بلاک کې ښي‌اړخي ګوندونه دې ته وهڅوي، چې له خپل اوسني بلاک څخه جلا شي او د هغه له ائتلاف سره یوځای شي؟

د دې سناریو لپاره دوه تر ټولو مطرح نومونه نفتالي بینیټ، چې د "بی‌یاحاد" سیاسي ائتلاف ګډ مشر دی، او اویګدور لیبرمن، چې د "یسرائیل بیتینو" ګوند مشر دی، دي.

دواړه ښي‌اړخي سیاستوال دي، د امنیت په اړه سخت دریځ لري او په ځینو سیاسي موضوعاتو کې له نتنیاهو سره ګډ نظرونه لري.

خو دواړو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په څرګنده توګه د نتانیاهو له واکه د لرې کولو ملاتړ کړی و.

همدارنګه، دوی غوښتل چې د افراطي ارتودوکس یهودانو لپاره پوځي خدمت اجباري او د نورو وګړو له پوځي مکلفیتونو سره برابر شي.

دا دریځ دوی له هغو دوو افراطي ارتودوکس یهودي ګوندونو سره په مستقیم ټکر کې اچوي چې لا دمخه د نتانیاهو د حکومت برخه دي.

له همدې امله، دا ستونزمنه ده چې تصور شي دغه ګوندونه به څنګه له یو بل سره ائتلاف وکړي.

ځینو وړاندیز کړی چې د بینیټ او لیبرمن ګوندونه ښايي د افراطي ارتودوکس یهودي ګوندونو ځای ونیسي خو د ټاکنیزو څوکیو اوسني شمېرې ښيي چې ښايي دغه ترکیب د اکثریت لپاره اړینې څوکۍ ترلاسه نه کړي.

نوې ټاکنې

که د پورته سناریوګانو له ډلې د هېڅ یوې په اړه سیاسي هوکړه ونه شي، نو د دې وضعیت عادي پایله به د نویو ټاکنو ترسره کېدل وي.

ډېری کسان به دا د نتنیاهو لپاره یوه غیرمستقیمه بریا وګڼي، ځکه چې نوموړی به د نویو ټاکنو تر ترسره کېدو پورې د سرپرست لومړي وزیر په توګه په خپل مقام پاتې شي.

نوموړی ښايي په دې باور وي چې په نویو ټاکنو کې د بریا لپاره به یې چانسونه ښه وي.

ځینې شنونکي فکر کوي چې د عربي وګړو دومره پراخ ګډون ښايي په راتلونکو ټاکنو کې تکرار نه شي، په ځانګړي ډول که په پارلمان کې د دوی بې‌ساري استازیتوب هېڅ بدلون رامنځته نه کړي.

له بلې خوا، دویمې ټاکنې ښايي لا ډېر ښي‌اړخي رایه ورکوونکي هم د رایې ورکولو لپاره وهڅوي.

نتنیاهو ښايي پر دې هم حساب وکړي چې هغه شاوخوا ۷۰ زره اسرائیلیان چې له بهر څخه خپل هېواد ته د رایې ورکولو لپاره ستانه شوي وو او داسې انګېرل کېږي چې ډېری یې د هغه مخالف دي، ښايي په نویو ټاکنو کې دا کار بیا ونه کړي.

سربېره پر دې، ښايي یو شمېر ښي‌اړخي ګوندونه، چې د رایو د ۳٫۲۵ سلنې ټاکنیز حد په پوره کولو کې پاتې راغلي وو، په راتلونکو ټاکنو کې لږې رایې ترلاسه کړي یا ان په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

په دې توګه، ښايي د "لیکود" ګوند او د هغه د متحدینو د رایو شمېر زیات شي.

د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، اسرائیلو پنځه ځله جلا جلا ټاکنې ترسره کړې؛ ځکه نتانیاهو او د هغه سیالان په وار وار له یو بل سره د همکارۍ او د باثباته حکومت د جوړولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شول.