د پاکستان لاهور کې یو تن پر شپږ کلنې نجلۍ د جنسي تېري د هڅې په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د جنسي تېري ضد ځانګړې محکمې یوه تورن کس ته پر یوې شپږ کلنې نجلۍ د جنسي تېري د هڅې په تور د ۱۴ کاله بند او ۵۰ زره روپۍ جریمې سزا واوروله.

دا پرېکړه محکمې کې د قاضي ظفریاب چدهړ لخوا وشوه.

د دې پیښې قضیه د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۴مه نېټه د لاهور په جنوبي کېنټ پولیس سټېشن (مرکز) کې د تورن پر وړاندې د قربانۍ د پلار د شکایت له مخې ثبت شوه.

د نجلۍ پلار ادعا کړې، د مارچ په ۲۳مه ماښام کله چې خپل کور ته ورسېد، شپږ کلنې لور یې ورته وویل، د اصغر په نوم د هغوی یوه ګاونډي، هغه خپل کور ته بوتله او د جنسي تېري هڅه یې پرې وکړه. خو کله چې نجلۍ چیغه کړه، دې کس نجلۍ په خپل کور کې پرېښوده او وتښتېد.

پولیسو په دې قضیه کې د پاکستان د جزا قانون ۳۷۷ب ماده عملي کړې، چې له ۱۸ کلونو له کم عمره ماشومانو د جنسي ځورونې په تړاو ده. دا هغه جرم دی چې ضمانت یې نه شي کېدای او لږترلږه ۱۴ او تر ډېره ۲۰ کاله سزا لري.

پولیسو دا قضیه د اورېدو لپاره د جنسي تېري ضد ځانګړې محکمې ته لېږلې وه او محکمې د ۲۰۲۵ په جولای کې دغه کس تورن اعلان کړ. تورن کس پرې لګېدلی تور رد کړی و.

مشر څارنوال رضوان محمود وویل، د دې قضیه په تړاو اتو شاهدانو خپل بیانونه ثبت کړي او طبي رپوټ هم د قضیې برخه وه.

د اورېدنې پر مهال، د شاهدانو د بیانونو، طبي رپوټ، شواهدو او په محکمې کې څرګندونو له مخې، محکمې تورن، مجرم وباله او په ۱۴ کلونو بند سزا یې محکوم کړ.