د حوثیانو لخوا د مخا بندر له نیولو سره هممهاله ایران د یمن محاصرې ختمېدو او د خبرو پیل غوښتنه وکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د جمعې په سهار (د وږي ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې د یمن د جګړې وروستیو بدلونونو ته اشاره کړې او د دغه هېواد د پوځي محاصرې د پای ته رسېدو او د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه یې کړې ده.

په هغه اعلامیه کې چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خپره کړې، راغلي:

"د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي امت د ګټو او مصلحتونو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د لویدیځې اسیا سیمه د صهیونیستي رژیم د بې ساري شرارت، ظلم او پراختیا غوښتنې او د امریکا د همکارۍ سره مخ ده، یادونه کوي چې د یمن اړوند ستونزې د محاصرې دوام او د پوځي ائتلافونو په جوړولو نه شي حل کېدای."

د اعلامیې په پای کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت "د هوکړه شوې نقشې پر بنسټ د خبرو د سملاسي بیا پیل او د هغې د مادو د عملي کولو" پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تهران "په دې لاره کې د هر ډول غوره هڅو او منځګړیتوب لپاره چمتو دی."

دا اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې راپورونو د مُخا بندر په ګډون د یمن په ځینو سیمو کې د حوثیانو د پرمختګ خبر ورکړ. د راپورونو له مخې، حوثیانو د یمن هغه حکومتي ځواکونه په شا تمبولي چې د سعودي عربستان له پوځي ملاتړه برخمن دي.

د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) هم راپور ورکړل شو چې د سعودي عربستان له ملاتړه برخمن ځواکونه او د هغوی متحدینو د سیمې له بل ساحلي بندر'ذُباب' څخه هم شاتګ کړی دی.

د مُخا بندر نیول د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو واک پر هغو مهمو سمندري لارو پیاوړی کوي چې د نفتو او سوداګریزو توکو د لېږد لپاره کارول کېږي.

دا بندر باب المندب تنګي سره موقعیت لري، هغه ستراتیژیکه سمندري لاره چې سور سمندر د هند له سمندر سره نښلوي.

دغه راز د پنجشنبې په ورځ، فرانسې خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړ چې حوثیانو د سره سمندر په جنوب کې د ''زقر'' ټاپو "د راکټي بریدونو او د وسلوالو ځواکونو د لېږدونکو کښتیو له لارې له ځمکني یرغل" وروسته تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

سي‌ان‌ان: امریکا د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره ۱۰۰ پوځي سلاکاران استولي

بل لور د امریکا سي‌ان‌ان شبکې راپور ورکړی چې امریکا د حوثیانو پر ضد د پوځي عملیاتو په برخه کې له سعودي عربستان سره مرسته کوي. د راپور له مخې، له ۱۰۰ ډېر امریکايي پوځي سلاکاران په سعودي عربستان کې ځای پر ځای شوي او د دغو عملیاتو له بهیره باخبره سرچینو په وینا، هغوی سعودي ځواکونو ته د استخباراتي معلوماتو او پوځي اهدافو د ټاکلو په برخه کې مشورې ورکوي.

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، دغه ملاتړ په داسې حال کې ترسره کېږي چې په عربي ټاپووزمه کې جګړې زور اخیستی او له حوثیانو سره د یوې پراخې او ښکاره جګړې خطر زیات شوی دی. ویل کېږي چې دا وضعیت د منځني ختیځ یو مهم سمندري تګلوری، یعنی د باب المندب تنګی، هم له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.

باب المندب تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او د نفتو د لېږد یو مهمه سمندري لاره بلل کېږي، چې سور سمندر له هندي سمندر سره نښلوي.