تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اروپايي ټولنه کې د افغانانو د پناه غوښتنلیکونه کم شوي، خو لا هم د نوملړ په سر کې دي
- Author, فرهاد محمدی
- دنده, بیبیسی
- رپوټ له:, لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې له ناروې او سویس سره یوځای د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې د پناه غوښتنو شمېر، له ۲۰۲۱ راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
په دې موده کې، شاوخوا ۳۳۲ زره د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې د تېر کال ورته مودې په پرتله ۱۷٪ کموالی پکې ښکاري.
ویل کېږي د غوښتنلیکونو د راټیټېدو بهیر، چې د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې روان دی، د پناه غوښتونکو هېوادونو په جوړښت کې بدلونونه او همدارنګه له اصلي او ټرانزیټ هېوادونو سره د اروپايي ټولنې د همکارۍ له امله دي.
د افغان پناه غوښتونکو شمېر اوه سلنه کم شوی دی
د ۲۰۲۶ په لومړۍ نیمایي کې د ناروې او سویس سره یوځای، په اروپايي ټولنه کې د تېرو دورو په څېر، د پناه غوښتنې تر ټولو لوړ شمېر د افغانانو دی.
افغانانو په ټولیزه توګه ۳۹ زره غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې د تېر کال پرتله ۷٪ کموالی پکې راغلی.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې اداره وايي، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د افغانانو غوښتنلیکونو کې زیاتوالی د هغو افغان مېرمنو له تکراري غوښتنلیکونو سره تړاو درلود چې له وړاندې یې په اروپا کې ژوند کاوه.
د پناه ورکولو او د ساتنې حالت منلو په برخه کې، د ۲۰۲۵ کال معلومات، چې د یوروسټاټ لخوا خپاره شوي، ښیي چې افغانانو د پناه ترلاسه کولو کې ترټولو ستره ونډه درلوده.
په ۲۰۲۵ کال کې، افغانانو د ټولو هغو خلکو ۲۷.۲٪ برخه جوړوله چې په بریالیتوب یې په اروپايي ټولنې کې پناه ترلاسه کړې او لومړی ځای یې درلود.
د هغو بې سرپرسته کډوالو ماشومانو او تنکیو ځوانانو له ډلې چې په ۲۰۲۵ کال کې پناه ورکړل شوې هم، د افغانانو شمېر تر ټولو ډېر وو.
په ۲۰۲۵ کال کې، افغان وګړو د هغو خلکو ترټولو لویه برخه هم جوړوله، چې په اروپايي ټولنه کې مېشت شوي وو.
په جرمني کې د کډوالۍ چارو کارپوه صفت الله زاهدي بي بي سي ته وویل، "اروپایي هېوادونو خپل بهرني سرحدي کنټرول پیاوړی کړی دی، د کډوالۍ په لار کې له هېوادونو سره همکاري زیاته شوې او له یو شمېر هېوادونو لکه ترکیې، بلغاریا او یونانه غوښتل شوي چې خپلې پولې ډېرې کنټرول کړي."
د ښاغلي زاهدي په وینا، "په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې قوانینو سختولو هم" د پناه غوښتنې بهیر پر راکمېدو اغېزه کړې ده.
د ګڼو نورو هېوادونو وګړو سره پرتله
د افغان کډوالو تر څنګ، د وینزوېلایانو غوښتنلیکونه هم د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې، نژدې درېیمه برخې ۳۳ زرو ته راټیټ شوي چې ۹۳٪ یې په هسپانیه کې ثبت شوي دي.
د بنګله دېشیانو غوښتنلیکونه ۱۳٪ لوړ شوي او شل زرو ته رسېدلي، چې تر ټولو لوړې شمېرې یې دي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې ویلي، "په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پېښو ډېروالي په اروپا کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو کې زیاتوالی نه دی راوستی."
د اروپا د سرحدونو او ساحل ساتونکو ادارې (فرونټیکس) رپوټ ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې، د اروپا بهرنیو پولو ته شاوخوا پنځه اویا زره په غیر منظم ډول ورغلي کسان ثبت شوي، چې "د تېر کال ورته مودې پرتله ۳۵٪ کم دي."
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ چارو کمېشنر، مګنوس برنر په وینا،دوامداره کمښت ښیې چې "د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په تګلارو کې بدلونونه ګټور دي او د پام وړ پایلې یې لرلې دي."
د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې، فرانسې تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې ۶۹ زرو ته رسېدل، ورپسې ایټالیا ۶۶۰۰۰ او اسپانیا او جرمني هر یو یې ۵۵۰۰۰ یې غوښتنلیکونه درلودل. دغو څلورو هېوادونو په ګډه د ټولو غوښتنلیکونو شاوخوا درې پر څلورمه برخه ترلاسه کړې ده.
په ۲۰۲۶ کال کې په سیمه کې د منلو کچه ۳۱٪ وه. د نویو قوانینو له مخې چې په جون کې پلي شول، د هغو کسانو غوښتنلیکونه چې هېواد یې د اروپايي ټولنې لخوا "خوندي" ګڼل کېږي یا د دوی تابعیت د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۲۰٪ کمه ده، که یې غوښتنلیک رد شي، نو د شړلو چټک بهیر سره مخ کېږي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې ویلي، "د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د نژدې ۵۶٪ غوښتنلیکونه د هغو کسانو اړوند وو چې له دې معیارونو په یوه یې برابر و."
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې لخوا د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې د پناه غوښتنې شمېرې، د اروپایي ادارو د کال د لومړیو شپږو میاشتو لپاره د منځمهاله ارزونې رپوټونو پر مهال خپرې شوې دي. دا رپوټونه له جنورۍ تر جونه حالت ارزوي او خپرېدل یې د ټول کال پای په معنی نه دی. د ټول کال بشپړې او جامع شمېرې په یو څه ځنډ وروستۍ کېږي، چې معمولا په راتلونکي کال کې خپرېږي.