د "ځمکې اتمې لويې وچې" په لومړي ځل نقشه کښل شوې

زيلنډيا

په لرغوني یونان کې د خلکو باور دا و، چې اتمه لويه وچه (براعظم) باید د نړۍ په بل اړخ کې شتون ولري.

هالنډی څېړونکی ابل تاسمان د دې لويې وچې په لټه کې و، چې په ۱۶۴۲ کال کې یې د اوبو منځ کې د ځمکې ټوټه وموندله.

دغه ټوټه ځمکه په اصل کې ګڼ شمېر ټاپوګان وو، چې دمګړۍ یې موږ نیوزیلنډ بولو.

خو دا ځمکه د هغه څه پرتله ډېره کوچنۍ ښکاري، چې نوموړی یې په لټه کې و.

له هغه راهیسې شاوخوا ۳۷۵ کاله تېر شول، او دا ده اوس د زیلنډیا په نامه دا لويه وچه وموندل شوه.

په لومړي نظر سره زیلنډیا نه لیدل کېږي، ځکه چې ۹۴ سلنه یې تر اوبو لاندې ده.

خو د جی ان اس ساینس پوهان په دې بریالي شوي چې د یادې لويې وچې نقشه وکاږي.

دوی د زیلنډیا لويې وچې ټول مساحت هم ټاکلی دی، چې پنځه میلیونه کیلومتره مربع ده.

خو څنګه شونې ده، چې زیلنډیا په بشپړ ډول تر سمندر لاندې وی او بیا دې هم لويه وچه وګڼل شي دا هر څه د ځمکې پېژندنې علم پورې تړاو لري.

نيوزيلنډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د زیلنډیا لويه وچې اصلیت د ګونډوانا سره تړاو لري، چې سلګونه میلیونه کاله پخوا په سويل کې یوه تر ټولو لويه وچه وه.

د يادې لويې وچې ټوټه کېدل د دې لامل شول، چې د ځمکې اتمه لویه وچه هم رامنځ ته شي.

یاده اتمه لويه وچه شاوخوا ۸۰ میلیونه کاله مخکې له خپل اصلي برخې بېله شوه خو د نورو ټوټو پر خلاف چې سرونه یې له اوبو را پورته کړي لکه د نیوزیلند ټاپوګان، دا تر اوبو لاندې پاتې شو.

له دې چې یاده لويه وچه تر اوبو لاندې ده په اړه یې زیاته مطالعه نه ده شوې او یوازې نقشه یې کښل شوې ده.

د زیلنډیا په اړه لومړنۍ ریښتینې نښې د سکاټلند اوسېدونکي او چاپېریال پېژندونکي جیمز هیکتور لخوا راټولې شوې، چې په ۱۸۹۵ کال کې یې د نیوزیلنډ سویلي ساحل ته سفر کړی و او د هغه ځای له ټاپوګانو یې دیدن کاوه.

د دې ټاپوګانو د جیولوژيکي مطالعې وروسته نوموړی دې پايلې ته ورسېد، چې نیوزیلنډ د هغه غرونو د لړۍ پاتې شونی دی د یوې لویې وچې برخه وه او دا لويه وچه اوس تر اوبو لاندې ده.

په ۱۹۹۵ کال کې امریکایي پوهاند بروس لوینډیک بیا دا سیمه د لویې وچې په توګه اعلان کړه او وړاندیز یې وکړ، چې د زیلنډیا نوم ورکړل شي.