کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د دريو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۸ منډې وکړې

د افغانستان او هند لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان او هند تر منځ د کرېکټ یوازینۍ ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ هند د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۸ منډې وکړې.

د لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. هند لومړي وېکټه د دهورو جيورېل په ۴۱ منډو د محمد سليم په توپ له لاسه ورکړه. دويمه وېکټه یې بيا په ۱۸۰ او درېيمه په ۲۴۷ منډو وبايلله.

د هند لپاره کې اېل راهول سليزه ووهله او د ضيا الرحمن په توپ وسوځېد. د ده تر څنګ سای سودرشن ۸۱ منډې وکړ او محمد سليم وسوځاوه.

د هند لوبډلمشر شوبمن ګېل په ۱۰۳ منډو ولاړ دی او دویمه ورځ به پیلوي. رېشب پنټ بيا ۵۰ منډې کړې دي.

د افغانستان او هند دغه ټېسټ لوبه د هند په نيو چنديګړ کې ترسره کېږي.

افغان لوبډله د نوي مشر کوچ ریچارډ پیبوس په مشرتابه لومړنۍ لوبه کوي او الراونډر ننګیال خروټي ته لومړی ځل په ټیسټ لوبه کې د لوبیدو فرصت ورکړل شوی.

د یادونې ده، چې هند لوبډله له افغان سیالانو سره دا ټیسټ لوبه د هند غوره لیګ (ای پي ایل) سیالیو له پای ته رسېدو ایله شپږ وروسته کوي او د راجستان مانو سوتهر ته لومړی ځل په ټیسټ لوبه کې د لوبېدو فرصت ورکړل شوی دی.

د افغانستان له لوري محمد سلیم ساپي لومړنۍ وېکټه ترلاسه کړه

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان له لوري محمد سلیم ساپي لومړنۍ وېکټه ترلاسه کړه

صدیق الله اتل، رحمان الله ګوربز، عبدالمالک، رحمت شاه، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، شرف الدین شرف، ننګیال خروټي (د افغانستان له لوري لومړی ځل ټیسټ لوبه کې ګډون کوي)، ضیا الرحمان او محمد سلیم ساپی د افغانستان له لوري او یاشاسوي جیسوال، کې ایل راهول، سای سدرسن، ریشب پنت، دروف جوریل، واشنګټن سندر، ماناوف سوتار، کلدیپ یادېو، محمد سراج او پراسید کرشنا د هند له لوري د شبمن ګیل په لوبډلمشرۍ په نننۍ لوبه کې برخه لري.

د کرېکټ معلومات خپرونکې کرېک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې نوی چندیګړ لوبغالی په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ټیسټ لوبې کوربتوب کوي او تمه کېږي چې پچ به یې د توپوهنې لپاره مناسب وي. خو له ځايي وخت سره سم ماسپښین مهال تر ۴۰ درجو پورې د هوا تودوخې لوړېدو وړاندوینه شوې ده.