د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې احتجاجونو کې اوه کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پر ''جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې'' له بندیز لګولو وروسته ځايي چارواکو د دې سیاسي تنظیم ۳۱ غړي نیولي دي.
د ځايي حکومت له دې پرېکړې وروسته د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په راولاکوټ سیمه کې د پولیسو او یادې کمیټۍ د پلویانو تر منځ د اخ وډب پېښې شوې. د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې د راولاکوټ سیمې کمشنر سردار وحید له قوله ویل شوي، چې د تاوتریخوالي دې پېښو کې اوه کسان وژل شوي چې څلور پولیس ديوي . تاورتریخوالي کې له ۵۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د ادعا له مخې د تاوتریخوالي دا لړۍ پر شنبه د پولیسو له لوري د عوامی ایکشن کمېټۍ یوه غړي له وژل کېدو وروسته پیل شوه. خو پولیس ادعا لري" درې ملکیان د احتجاج کوونکو خپلو بې درېغه ډزو له امله وژل شوي".
ځايي چارواکو له دې مخکې د جون پر پنځمه په یوه اعلامیه کې وویل: ''حکومت په دې موضوع کې د باور کولو لپاره مناسب لاملونه لري، چې جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې په ترهګري کې لاس لري او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره یو خطر دی.''
بل لور جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې د حکومت دا پرېکړه غندلې او په وینا یې دا چاره د حکومت د ''وارخطایۍ نښه ده.''
د کمېټې یوه مهم غړي شوکت نواز میر له بي بي سي اردو څانګې له شهزاد ملک سره خبرو کې ویلي، د دوی تنظیم ''مخکې هم سوله ییز وو اوس هم سوله ییز دی، داسې هېڅ اقدام مو نه دی کړی، چې له کبله ریاست یا د دې اړوند ادارو اعتبار یا امنیت ته زیان ورسېږي.''
د یادونې ده، چې دغه تنظیم د جون پر نهمه (سبا) په ځايي ټاکنو کې د کشمیري کډوالو لپاره د ځانګړو ۱۲ څوکیو له منځه وړلو پرېکړې پر ضد د پاکستان د ادارې لاندې په ټول کشمیر کې د احتجاج غوښتنه کړې. د احتمالي تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د ځايي چارواکو په غوښتنه د پاکستان فدرالي حکومت سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه استولي دي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د قانون ۱۴۴ مادې له مخې پر غونډو او لاریونونو بندیز لګول شوی او انټرنېټي خدمتونه ځنډول شوي دي.
د جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې غړي څوک دي او څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده، چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د جولای پر ۲۷مه ټولټاکنې کېږي چې پکې به د ځايي اسمبلۍ یا شورا لپاره غړي وټاکل شي.
د جمو کشمیر جوائنټ عوامي اېکشن کمېټې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د سیاسي تنظیم په توګه ثبت او راجستر نه دی او د ځايي چارواکو له لوري پرې لګول شوی بندیز معانا دا ده، چې د دې تنظیم غړي د سیاسي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره نه غونډې کولای شي، نه وینا کولای شي او نه هم د بسپنې کولو حق لري.
په ۲۰۲۳ کې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د اوړو او برېښنا بیو د زیاتوالي او نورو ولسي ستونزو د حل لپاره د "جموں کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمېټې" په نوم تنظیم رامنځته شو.
د دغې کمیټې غړي ادعا کوي چې په دې سازمان کې ځايي سوداګر، ټرانسپورټران، وکیلان، محصلین او د ژوند د بېلابېلو برخو پورې تړلي کسان شامل دي. دغه تنظیم نه ځانګړی مشر لري او نه عمومي منشي، بلکې چارې یې د یوې مرکزي (کور) کمیټې له لارې پر مخ وړل کېږي.
په کشمیر کې د دې کمیټې هېڅ رسمي دفتر هم نشته، او که غونډه کوي، یو ځانګړی ځای ټاکل کېږي او د تنظیم اړوند کسان هلته راټولیږي.
د دې خوځښت پیل په ۲۰۲۳ کې هغه مهال وشو، چې د کشمیر راولاکوټ سیمه کې د اوړو د قاچاق تورونو له امله د احتجاج لړۍ پیل شوه، او وضعیت هغه مهال لا پسې ترینګلی شو چې د برېښنا د بیلونو لپاره د (پروټکټډ او نان پروټکټډ) مشتریانو کټګورۍ معرفي شوې او د کشمیر خلکو ته د دوه برابره بیلونو رسېدل پیل شول.
د دې وضعیت پر ضد د خلکو له خوا لومړی ځل احتجاج د د ۲۰۲۳ کال په مې کې پیل شو.
د احتجاجونو لړ کې د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۳۱مه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په ټولو سیمو کې عمومي اعتصاب وشو، مظاهرې ترسره شوې، نیونې وشوې، او پایله کې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر پر ۱۷مه سلګونه خلک مرکزي ښار مظفراباد کې راټول شول، او هلته د "جموں کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمیټې" بنسټ کېښودل شو.



















