د ټکټونو لوړې بیې ته غبرګون: 'د نړیوال جام مینه‌وال یم، خو د ټکټونو بیې یې ډېرې لوړې دي'

په عکس کې د فوټبال مینه‌وال ښکاري‌ چې ظاهرآ حیران او خواشینې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اولګا ساوچوک او انتونیو کیوبیرو
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

ګویدو پېرالټا، چې یو محاسب او د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې دایمي ملاتړی دی، په قطر کې د تېر نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سم د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د پیسو سپما پیل کړه. خو هغه داسې فکر نه کاوه چې د دومره ډېرو پیسو سپما ته به یې اړتیا پېښه شي.

هغه چې تر پایلوبې پورې یې ټولو سیالیو ته ټکټونه اخیستي، بي بي سي ته وویل: "قطر کې مې ټکټونه ۱۴۷۰ ډالره وو. د دې نړیوال جام لپاره مې لا دمخه ۶۹۶۰ ډالر پر ټکټونو ورکړي دي."

د تېر نړیوال جام اتل ارجنټاین ښايي دا ځل تر پایلوبې ونه رسېږي – نو د ده د ځینو ټکټونو پیسې ښايي وروسته بېرته ورکړل شي، خو که ارجنټاین تر پایه مخ ته ولاړ شي، نو ګویدو به یوازې د پایلوبې پر ټکټ همغومره پیسې ولګوي، چې په قطر کې یې د نړیوال جام د ټولو لوبو په کتلو لګولې وې.

دی وايي: "پوهېږم چې فوټبال یوه سوداګري ده، خو دا ځل خبره له حده واوښته. دا د کاروبار تر ټولو لوی نړیوال جام دی."

ګېډو پېرالټا چې د ارجنټاین د ملي لوبډلې جامې یې په تن دي، د مېسي لسم نمبر جامې اغوستي

د عکس سرچینه، Courtesy of Guido Peralta

د عکس تشریح، ګویډو پېرالټا له ۲۰۱۸ کال راهیسې په نړیوال جام کې د ارجنټاین په هره لوبه ګډون کړی

خو ګویدو بیا هم نېکمرغه دی. ځکه د فوټبال ملي ادارې د هغه په څېر سرسختو مینه‌والو ته له مخکې او ارزانه ټکټونو د ترلاسه کولو زمینه برابروي.

د لوبډلو عادي ملاتړي بیا پر ټکټونو ډېرې زیاتې پیسې ورکوي او ټول اړ دي چې د استوګنې او سفر لګښتونه هم خپله بودیجه کې شامل کړي.

دا حالت د دې لامل شوی چې پراخې نیوکې وشي، ځکه ډېری خلک وایي چې د فوټبال مینه‌وال د ټکټونو د لوړو بیېو له کبله د سیالیو له نندارې بې برخې کېږي.

دا تر دې دمه د فوټبال تر ټولو ګرانبیه‌ نړیوال جام بلل شوی

د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالۍ په ګډه د امریکا په متحدو ایالتونو، مکسیکو او کاناډا کې ترسره کېږي.

په ټوله لویه وچه کې ۱۶ لوبغالي د دغو سیالیو کوربه‌توب کوي، چې ډېر یې په متحدو ایالتونو کې دي.

د ډسمبر په لومړیو کې د ټکټونو د پچې اچولو (قره‌کشۍ) اعلان وشو، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه‌وال ورته په بې صبرۍ منتظر وي.

ټکټونه د تل په څېر پر بېلابېلو کتګوریو وېشل شوې دي، چې د هر ډول اقتصادي شالید لرونکي مینه‌وال وکړای شي سیالیو ته لاسرسی ومومي.

خو ډېری مینه‌وال ان د ټیټې کټګورۍ ټکټونو لپاره هم د ډېرې لوړې بیې ټاکلو حیران کړي، په ځانګړي ډول کله چې یې د تېرو نړیوالو جامونو له سیالیو سره پرتله کېږي.

ټول ټکټونه د فیفا له خوا وېشل کېږي او بیې یې هم د همدوی له خوا ټاکل کېږي. ټکټونه له لومړۍ کټګورۍ (تر ټولو ګرانو) تر څلورمې کټګوري (ارزانو) وېشل شوي دي.

که څه هم د هرې کټګورۍ د ټکټونو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو د فیفا له‌خوا د لوبغالو د وړاندې شوو نقشو له مخې اټکل کېږي چې د ټکټونو ډېره برخه په دوو تر ټولو ګرانو (لومړۍ او دویمه) کټګوریو کې راځي.

د فیفا په وینا، څلورمه کټګوري ټکټونه، چې په تاریخي ډول ځایي خلکو لپاره او ارزانه وي، اوس ټولو مینه‌والو لپاره "سیالیو ته د اسانه لاسرسي" زمینه برابروي.

خو د فوټبال د مینه‌والو اروپایي ټولنې (اېف‌اېس‌يي)، چې د مینه‌والو پوښښ لپاره ګډ سازمان دی، ویلي چې "پخپله د دغو ټکټونو موجودیت هم د اندېښنې وړ دی".

دا چې د ټکټونو قرعه‌کشي پای ته رسېدلې، نو څلورمه کتګوري ټکټونه نور د فیفا د ټکټ پلورنې له رسمي ادرسونو نشي ترلاسه کېدای.

ډېر احتمال دا دی چې دا ټکټونه دې لا مخکې په اکتوبر میاشت کې د پلور په لومړني پړاو کې ختم شوي وي.

تر ټولو ارزانه کټګوري چې لا هم موجوده ده، درېیمه کتګوري ده.

د ګروپي پړاو د لوبو لپاره د دې کټګورۍ ټکټونه د سیالۍ او لوبډلو شهرت او اهمیت ته په کتو له ۱۴۰ تر ۱۱۲۰ ډالرو پورې ارزښت لري.

پایلوبې لپاره د درېیمې کتګورۍ ټکټونو بیه تر ۴،۱۸۵ ډالرو پورې لوړېږي.

په هر حال دا امکان لا هم شته چې څوک دې پایلوبې لپاره د څلورمې کټګورۍ ټکټ له داسې مینه‌واله وپېري چې خپل ټکټ بېرته پلوري.

د فیفا پر رسمي وېب‌پاڼه اوسمهال د دغو ټکټونو بیې له ۸۷۴۹ تر ۴۶۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

په عکس کې د فوتبال د مینه‌والو پر مخونو غم او خواشینې برېښي

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د فوټبال مینه‌وال مایوسه ښکاري

د فوټبال مینه‌والو اروپایي ټولنې (FSE) ټاکل شوې بیې د مینه‌والو له لوټلو سره تشبه کړې او وايي د ټکټونو بیې په ۲۰۲۲ کال قطر کې د تېر نړیوال جام پرتله پنځه برابره لوې شوې دي.

خو د فیفا مشر جیاني انفانتینو د ډسمبر وروستیو کې په دوبۍ کې د سپورټ په نړیواله غونډه کې د ټکټونو د بیېو دفاع وکړه.

هغه وویل: "که فیفا نه وای، نو د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې به فوټبال نه وای. دا چې فوټبال شته د همدغو عوایدو برکت دی چې موږ یې د نړیوال جام له لارې ترلاسه کوو او بیا یې په ټوله نړۍ کې بېرته لګوؤ."

هغه وخت چې د ټکټونو اصلي قرعه‌کشي پای ته ورسېده، فیفا په یوه اعلامیه کې وویل چې له ۵۰۰ میلیونو څخه ډېرو ټکټونو لپاره غوښتنه ثبت شوې وه.

انفانتینو وویل: "موږ پوهېږو چې دا سیالۍ د نړۍ خلکو لپاره څومره مهمې دي، خو د خواشینۍ یوازنی ځای دا دی چې موږ نه شو کولای هر مینه‌وال لوبغالو ته دننه کړو."

نیوکو ته د فیفا د ۶۰ ډالرو ځواب

د امریکا ولسمشر او د فیفا رییس سپنه ماڼۍ کې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام د پایلوبې ټکټ نندارې ته وړاندې کوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په تر ټولو ګرانه لومړۍ کټګورۍ کې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د پایلوبې ټکټونه تر ۸۶۸۰ ډالرو قیمت لري

فیفا د دغه نیوکو په غبرګون کې اعلان وکړ چې د "ملاتړو د کتګورۍ" په نوم د ټکټونو یو بل اضافي پړاو وړاندې کوي، چې بیه یې ۶۰ ډالره ټاکل شوې ده. دغه ټکټونه به د ملي لوبډلو د مینه‌والو د سازمانونو غړو ته ورکول کېږي.

فیفا ټینګار کوي چې دا ټکټونه به د ملي لوبډلو سرسپارلو مینه‌والو ته دا امکان برابر کړي چې ان پایلوبه هم د ۴۱۸۵ پر ځای په ۶۰ ډالرو وګوري.

فیفا ژمنه وکړه چې سږکال به د لوبغالو د ټول ظرفیت ۸ سلنه برخه د ګډون کوونکو هېوادونو د سپورټ ادارو مینه‌والو ته ځانګړې کړي، او د دغو ټکټونو له ډلې به د ۱۰ سلنې بیه ۶۰ ډالر وي.

خو د فوټبال د مینه‌والو اروپایي ټولنې دا ګام د "منفي غبرګونونو د ارامولو تګلاره" بللې او رد کړې ده.

اېف‌اېس‌يي زیاته کړې: "دا ښيي چې د فیفا د ټکټونو پالیسي ثابته نه ده، پرېکړه په بېړه او له مینه‌والو سره له سمې مشورې پرته شوې ده."

فیفا دا نه ده مشخص کړې چې د هرې بیې په کټګورۍ کې ټولټال څو ټکټونه شته. خو د دوی پر وېب‌پاڼه د لوبغالو ځینې خپرې شوې نقشې دې ته اشارې رسوي.

بي بي سي د ټکزاس ایالت د دالاس (AT&T) لوبغالي بېلګه وکتله، چې په ګروپي پړاو کې به د اردن او اتریش پر وړاندې د ارجنټاین لوبې پکې ترسره شي.

دا هماغه سیالۍ دي، چې ګوایډوغواړي لیدو ته یې ورشي.

د فیفا وېب‌پاڼې د دالاس لوبغالي ظرفیت ۷۰ زره ۱۲۲ تنه ښودلی، خو دا شمېر ښايي د لوبغالي د جوړښت له مخې بدلون ومومي.

۴۰۱، ۴۲۴، ۴۳۱ او ۴۵۴ برخې چې په زرغون رنګ په نښه شوې، د څلورمې کټګورۍ ټکټونو لپاره ځانګړې شوې دي.

دالاس لوبغالي کې د لومړۍ او دویمې کتګورۍ څوکۍ له ټولو ډېرې دي

د عکس سرچینه، Fifa

د عکس تشریح، دالاس لوبغالي کې د کتګوریو پر بنسټ د ځایونو ویش

د فیفا وېب‌پاڼه په دې کټګوریو کې د څوکيو دقیق شمېر نه ډاګیزوي، او پخپله دالاس لوبغالي هم له بي بي سي سره دا مالومات نه شول شریکولی.

خو بي بي سي د سیت‌ګیک (Seatgeek) نومي ټکټ پلورنې وېب‌پاڼه وکاروله، چې له دالاس لوبغالي سره رسمي همکاري لري.‌

موږ په دې توګه وکړای شول څلورمې کټګورۍ لپاره د ځانګړو شوو څوکيو نږدې شمېر اټکل کړو – چې ۵۵۸ څوکۍ وې.

دا چې د هرې برخې یوازې نیمایي یا تر نیمایي کم څوکۍ څلورمې کټګورۍ لپاره ځانګړې شوې، موږ دا شمېر نیمایي کړ چې ۲۷۹ ته راټیټ شو.

دا په دې معنا چې د لوبغالي یوازې صفر اعشاریه ۳۹ سلنه څوکۍ په تر ټولو ارزانه بیه دي.

څنګه چې په دې ماډل کې ښکاري، د نیلي رنګ ځایونه د درېیمې کټګورۍ په توګه په نښه شوې، چې دویمه تر ټولو ارزانه درجه ده.

له دویمې کټګورۍ (سور رنګ) او لومړۍ کټګورۍ (طلایي رنګ) سره یې پرتلنه ډاګیزوي چې ارزانه ټکټونه د شته څوکيو یوه وړه برخه ورکړ شوي.

ګرانبیه ټکټونه

دا لوبې پر درېیو زونونو وېشل شوې او په ۱۶ لوبغالو کې لوبې کېږي
د عکس تشریح، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام لوبې پر درېیو زونونو وېشل شوې او په ۱۶ لوبغالو کې لوبې کېږي

لګښتونه یوازې لوبغالي ته د ننوتو د ټکټونو له پېرلو سره نه درېږي.

ګویدو وايي چې د قطر نړیوال جام لپاره یې ۵۰۰۰ ډالره بودجه ځانګړې کړې وه، چې ټکټونه، الوتنې، استوګنځای او ورځني لګښتونه پکې شامل وو.

هغه بي بي سي ته وویل: "ان لږې پیسې راڅخه پاتې شوې هم وې!"

خو د ۲۰۲۶ کال کیسه بدله ده. هغه لا د سیالیو له پیل شپږ میاشتې مخکې هم استوګنځای نه و برابر کړی.

د نړیوال جام د پایلوبې لوبغالی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام پایلوبه دغه لوبغالي کې پلان شوې ده

ان هغه مینه‌وال هم چې د لوبې نندارې لپاره د سفر اړتیا نه لري، ښايي د نړیوال جام له ګډون څخه بې‌برخې شي، ځکه بیې ډېرې لوړې دي.

د نړیوال جام پایلوبه به د نیوجرسي په میټ‌لایف لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د نیویارک جاینټس او نیویارک جیټس په نوم د امریکايي فوټپال لوبډلو کور دی.

شارلوټ باول، چې ۲۳ کلنه او د نیویارک اوسېدونکې ده، د ټکټونو د بیو په اړه ناهیلي څرګندوي او وايي چې د دې له وسه پورته دي.

هغې بي بي سي ته وویل: "زه له نړیوال جام سره مینه لرم، خو بیې یې بېخي ډېرې لوړې دي. بیخي نامعقوله دي!"

"موږ ځان ډېر بې‌برخې احساسوو. داسې احساس کوو لکه زموږ په ښار کې چې یو ډېر لوی پروګرام روان وي، خو موږ یې په یوه برخه کې هم ګډون نه شو کولای."

د ګانا د فوتبال ملي لوبډلې مینه‌والو د دې لوبډلې جامې اغوستې دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ګانا د فوټبالو مینه‌والو هم د ټکټونو له لوړې بیې شکایت کړی

د نړۍ له نورو برخو د فوټبال مینه‌وال هم ورته شکایتونه لري.

مفتاو عبدالله، چې په ګانا کې د سپورټ ژورنالیست دی، بي بي سي ته وویل: "په بریالیتوب سره د سیالیو پر لیدلو باندې به شاوخوا ۱۵۰۰۰ ډالره لګښت راشي،" ځکه ګانا سیالۍ په ټورنټو، بوسټن او فیلاډېلفیا کې دي.

هغه زیاته کړه چې پر "استوګنه، خوړو او د ښارونو دننه ترانسپورت باندې به، فکر کوم له شاوخوا ۱۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ ډالرو پورې لګښت را شي."

نوموړي وویل: "د بیو دا زیاتوالی د منلو وړ نه دی. په ګانا او افریقا کې اقتصاد د نړۍ له نورو برخو سره د پرتلې وړ نه دی – موږ له فوټبال سره مینه لرو، خو لومړی باید خپل بنسټیز اړتیاوې پوره کړو."