تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ: افغانستان کې د بندي خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه شوې
په افغانستان کې خبریالانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې بندي خبریالان دې خوشې کړي. دا غوښتنه د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډه کې شوې ده.
دا ورځ هرکال د مې په درېیمه په نړیواله کچه د دې لپاره لمانځل کېږي چې د رسنیو پرمخ کې پرتو خنډونو ته د حکومتونو او خلکو پام ور واوړي.
د افغان خبریالانو د اړونده ټولنو د معلوماتو له مخې دا مهال څلور تنه خبریالان د طالبانو له حکومت سره زنداني دي.
د دې نه وړاندې افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقونو ځانګړي راپورتر رېچرډ بېنټ هم د دې ورځې په مناسبت خپله وینا کې په افغانستان کې پر چارواکو غږ کړ و چې "بې له قید او شرطه بندي خبریالان خوشې او دا باوري کړي چې د رسنیو کارکوونکي د غچ، ځورونې یا بندي کېدو له وېرې پرته په ازادانه ډول خپلې دندې ترسره کړي."
خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مهاجر فراهي په کابل کې زمونږ همکار سمیع الله موسی زي ته وویل، "اکثره هغه خبریالان چې نیول شوي تر ډېره هغوی د خپل کاري فعالیت له امله نه بلکې د حقوقي او نورو مسلو له امله بندیان دي"
ښاغلي بېنټ ويلي، "بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د رسنیو ازادي په هېښوونکې کچه له منځه تللې". خو په کابل کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې د لمانځنې غونډې ته د طالبانو حکومت استازو وویل، "افغانستان کې د ازادو رسنیو لپاره د فعالیت خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی".
ښاغلي فراهي زیاته کړه چې "د افغانستان د قانون او د خلکو د ارزښتونو په رڼا کې یې د رسنیو بشپړ ملاتړ کړی او د دوی حکومت دې ته ژمن دی".
معلوماتو ته محدود لاس رسی یو بله لویه ستونزه ده چې افغان خبریالان یې په اړه تل شکایت کوي. دوی وايي معلوماتو ته محدود لاس رسی یې د کار پر وړاندې لوی خنډ دی.
دې غونډه کې پر هغو ستونزو مخامخ خبرې وشوې چې افغان خبریالان ورسره لاس او ګریوان دي. ډېرو خبریالانو "معلوماتو ته د لاس برخه کې ستونزې او محدودیتونه" د خپل کار پر وړاندې د لویو ننګونو په توګه یادې کړې دي.
دوی زیاته کړه چې "ځینو ولایتونو کې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزه د پلازمېنې پرتله جدي ده".
د بیګم راډیو مسؤولې روهینا هاشمي د نورو په استازیتوب غونډې ته وینا کې ټينګار وکړ چې رسنۍ هغه مهال ښه فعالیت کولی شي چې د دې په ټکو خوندي چاپېریال ورته برابر وي.
د غونډې ځینو ښځینه او نارینه خبریالانو ګډونوالو د طالبانو حکومت له خوا د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه د یوې بلې لویې ننګونې په توګه یادې کړې او په دې اړه یې اندېښنه وښوده. د دوی له منځه یې عایشې ستانکزۍ په دې اړه وویل، "ولایتونو کې د نجونو په غږ د ټولنیزو او تعلیمي پروګرامونو اجازه نشته".
د رسنیو لپاره په مالي برخه کې ستونزې هم د یوې ننګونې په توګه یادې شوې لکه د فرنکونسیو لوړ لګښت او د برېښنا بیې، خو د یکشنبې ورځې غونډه کې د طالبانو حکومت چارواکو د دې ستونزې د هواري ژمنه وکړه.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په وینا تېر کال افغانستان کې د خبریالانو پر ضد ګڼې قضیې ثبت شوي او دوه خبریالان او د رسنیو دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
دې کمېټې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
د مې درېیمه نېټه د ملګرو ملتو لخوا د دې لپاره د رسنیو د ازادۍ د ورځې په توګه نومول شوې ده چې د رسنیو ازادي وده وکړي، د هغه خبریالانو ملاتړ وشي چې ګواښونو سره مخامخ دي او په دې لړ کې حکومتونو د بشري حقونو د ۱۹ مادې پربنسټ د هغوی د مسولیتونو یادونه وشي.