پر امریکايي پاسپورټونو د ټرمپ انځور چاپېږي

د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې متحدوایالتونه به په یو محدود شمېر پاسپورټونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور چاپوي.

دا خبر په لومړي ځل فاکس نیوز خپور کړی و. دا پاسپورټونه به د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ د اعلان ۲۵۰مې کالیزې د لمانځنو په مناسبت جولای میاشت کې چاپېږي.

یو حکومتي چارواکي بي بي سی ته تایید کړې ده چې هر امریکايی وګړی به دا نوی پاسپورټونه ترلاسه کوی شي. ده زیاته کړه دا لړۍ به تر هغې دوام کوي چې چاپ شوي پاسپورټونه مجود وي.

دا پاسپورټونه به یواځې په واشنګټن کې د پاسپورټ له ادارې ترلاسه کېدی شي.

ددې پاسپورټ یو خپور شوي ډیزاین کې د ټرمپ عکس، د خپلواکۍ د اعلان متن، د امریکا بیرغ او د ولسمشر ټرمپ لاسلیک ښکاري.

د امریکا اوسنیو پاسپورټونو کې د دې هېواد له تاریخه بېلابېل سمبولونه يا پېښې انځور شوي دي. د بېلګې په توګه سپوږمۍ باندې د ستورمزلو ښکته کېدل، د خپلواکۍ مجسمه او نور.

د خپلواکۍ د جشن په ماسبت ددې پاسپورټونو خپرول، بېلابېلو حکومتي پروګرامونو او ودانېو سره د ټرمپ د نوم زیاتولو حکومتي هڅو وروستی ګام دی.

ددې نه علاوه ډونلډ ټرمپ به لومړنی برحاله ولسمشر وي چې په امریکايي بانک نوټونو یې لاسلیک خپرېږي.

تر دې وړاندې د پخواني ولسمشر جان ایف کېنېډي کورنۍ "د کېنډي سنټر" لخوا ددې سنټر نوم په "ټرمپ- کېنېډي سنټر" بدلولو نیوکه کړې وه.

په اپریل میاشت کې سپینې ماڼۍ واشنګټن کې د "بري طاق" جوړولو پلان چې د "ټرمپ طاق" نوم ورکړ شوی ښکاره کړ. حکومت دا ګام د خلکو او د تاریخي ځایونو د خوندیتوب ډلو مخالفو نظرونو سره سره اخیستی.

ولسمشر ټرمپ دغه راز په دایمي ډول په سپنې ماڼۍ د خپل نوم اواغېز پرېښودو لپاره د ودانۍ ختیځ یوه برخه نړولې او غواړي هلته یو لوی تالار جوړ کړي.