بلوچستان: د تاوتریخوالي پېښو کې د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بلوچستان په دوو ضلعو یا ولسوالیو، چاغي او دوکۍ کې په دوو جلا امنیتي پېښو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي، چې په وژل شویو کې یو قومي مشر هم شامل دی، او دوه نور کسان لا هم بې درکه دي.

د ځايي حکومتي چارواکو په وینا، په دوکۍ کې وژل شوي درې کسان افغانان دي، چې د یوه قومي مشر په کرونده کې یې د ساتونکو (څوکیدارانو) په توګه دنده ترسره کوله.

د دوکۍ سیمې پولیسو مشر منصور احمد بزدار د درېیو کسانو د وژل کېدو او د دوو نورو د بې درکه کېدو تائید کړی او په وینا یې دغه کسان له جهالار سیمې وړاندې په یوه غرنیزه سیمه کې د نامعلومو وسله والو له برید سره مخامخ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې یاد کسان د ځايي قومي مشر سردار اکبر خان ناصر پر ځمکو د ساتونکو په توګه کار کاوه.

د نوموړي په خبره، د وژل شویو او بې درکه کسانو هویت معلوم شوی، خو د روانو تحقیقاتو له امله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

یو بل حکومتي چارواکي ویلي چې وژل شوي کسان افغانان دي او د بې درکه شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

دوکۍ د بلوچستان له هغو سیمو ده چې له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او تاوتریخوالي له پېښو سره مخامخ ده. تېره یکشنبه هم د بختیار لوڼي کلي ته نژدې په یوه بمي چاودنه کې درې وروڼه وژل شوي وو او یو بل کس ټپي شوی و.

بل لور، د بلوچستان چاغي ولسوالۍ په مرکزي بازار کې نامعلومو وسله والو د یوه برید په ترڅ کې د سیمې مخور ملک کریم داد محمد حسني وژلی دی.

د پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل چې پر ملک کریم داد محمد حسني سهار مهال په چاغي بازار کې برید شوی دی.

د پولیسو په وینا، د دې برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه او پلټنې روانې دي.

چاغي د بلوچستان داسې ولسوالۍ ده چې له افغانستان سره ډېورنډ کرښتې ته نژدې د ایران او پاکستان پر پوله موقعیت لري.

له دې پېښې نه مخکې بله پېښه دا وه چې د بلوچستان په چمن سیمه کې د لاسي بم برید کې یو مزدور وژل شوی و او بل ټپي شوی دی.

راپورونه وایي، دا د پښتنو مېشتې سیمې لپاره د خپل ډول لومړۍ پېښه بلل کېږي چې پکې وژل شوی مزدور د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی و.

په یوه بله پېښه کې، د بلوچستان له لسبیلې سیمې د پنجاب د یوه اوسېدونکي مړی موندل شوی و. د پولیسو چارواکو په وینا، یاد کس په دغه سیمه کې قلفي پلورله.

پولیسو د دواړو پېښو قضیې ثبت کړې او پلټنې یې پیل شوې دي.

پر مزدورانو برید له چمن ښاره څو کیلومتره لرې د زاړه چمن په سیمه کې ترسره شوی و.

د چمن پولیسو افسر (ډي اېس پي) اشفاق مغل ویلي، مزدوران ویده وو چې نامعلومو وسلوالو لاسي بم وروغورځاوه.

د برید له امله یو مزدور ووژل شو او یوی بل ټپي شوی دی.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه دغه سیمه د بېلابېلو پښتني قبایلو د خلکو استوګنځای دی.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې له ډېرې مودې راهیسې پر هغو ځايي او غیرځايي مزدورانو بریدونه کېږي چې په رغنیزو پروژو کې کار کوي.