تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان مرستو بهیر کې د لاسوهنې ۳۰ قضیې ثبت شوې؛ د طالبانو حکومت یې ردوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د حکومتي چارواکو لخوا د لاسوهنې ۳۰ قضیې راپور کړې دي.
ملګري ملتونه وايي په دې پېښو کې ۱۶ ځله د پروګرامونو د پلي کولو برخه کې لاسوهنه، ۱۲ ځله له مامورینو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي او دوه ځلې د مامورینو د تګ راتګ او توکو د لېږدولو د مخنیوي پېښې شاملې دي.
په یادو ۱۶ پېښو کې د هوکړه لیکونو په لاسلیکولو کې ځند، مرستو ته د اړو کسانو او پروګرامونو د پلي کېدو برخه کې لاسوهنې هم شاملې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي دوه ځلې له دوی نه د مامورینو او نورو حساسو معلوماتو ته د لاسرسي غوښتنه شوې او د مامورینو د ګومارنې پرمهال د محرم کس شتون حتمي شوی دی.
دغه راز په دې رپوټ کې دوه ځلې د نیونې، دوه ځلې د فزیکې تاوتریخوالي او دوه ځلې د ګواښولو پېښې هم یادې شوې دي.
درې نورې پېښې د جامو اغوستلو د مقراراتو برخه کې رپوټ شوې دي.
اوچا وايي په کندهار کې د اقتصاد ریاست د دوی یوه بهرني مامور ته د یوې سیمې د لېدلو لپاره د جواز له ورکولو ډډه کړې ده. دا ډول پېښې په کندز، بغلان، بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات، بامیان، کابل، ننګرهار، دایکنډي، ارزګان، کندهار او نیمروز ولایتونو کې ثبتې شوې دي. اته پېښې یوازې په هرات ولایت کې ثبتې شوې دي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې دا رپوټ رد کړی دی. نوموړی وايي د دغسې پېښو پر مهال نړیوال بنسټونه باید د اقتصاد له وزارت سره په اړیکه کې شي.
ذبيح الله مجاهد ويلي، "موږ دا نه تاییدو چې په ولایتونو کې به ستونزې څه وې خو په ټولو ولایتونو کې همکاري شوې ده، هر ځای کې چې همکارۍ ته اړتیا وي، اړوندې ادارې همکاري کوي. که په کوم ځای کې دوی شکایت لري باید موضوع د اقتصاد له وزارت سره شریکه کړي چې هغوی یې وڅېړي."
ښاغلي مجاهد زياته کړې، "موږ د دغسې پېښو رپوټ نه لرو او نه هم په رسمي ډول څه ویل شوي دي. په ټوله کې موږ د مرستو د وېش برخه کې همکاري کوو مزاحمت نه جوړو."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په خپل رپوټ کې ویلي چې د بشري فعالیتونو پر وړاندې د ځايي چارواکو لخوا د خنډونو جوړولو ډېرې پېښې شوې دي.
ملګري ملتونه وايي د دغسې ۱۸ لاسوهنو د پېښو له امله د مرستو رسولو پروګرامونه یې په یو ډول ته ځنډیدلې دي.
د دې رپوټ له مخې له دېرشو پېښو نه ۱۱ یې حل شوې او پاتې نورې یې نه دي حل شوي.
د اوچا له خوا خپرو شویو شمېرو له مخې د جولای په میاشت کې د بشري مرستو د رسولو بهیر کې لاسوهنه له هغه نه د مخکې میاشتې پرتله پنځوس سلنه کمه شوې وه خو دا په دې برخه کې د دایمي محدودیتونو د لرې کولو لپاره له چارواکو سره د دوامداره تعامل اړتیا په ګوته کوي.