تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار؛ د کابل او اسلام اباد اړیکې په ښه کېدو دي؟
د پاکستان په ملي دفاع پوهنتون کې د دغه هېواد لپاره د طالبانو د حکومت د سفیر سردار احمد شکیب وینا په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې او په اړه یې تبصرې هله ډېرې شوې چې د دغې وینا ویډیوګانې د افغانستان د سفارت له ایکس پاڼې ایسته شوې وې.
سفارت په خپله پاڼه د سپتمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان په ملي پوهنتون کې د ښاغلي شکیب د وینا ویډیوګانې خپرې کړې وې.
خو بیا یې وویل چې د دوی رسمي پاڼه کې "تخنیکي ستونزه پیدا شوې" او د تېرې چهارشنبې پر ورځ د پاڼې له بیا فعالیدو سره ترې دا ویډيوګانې لرې شوې وې.
سفارت کې سرچینې دا یوه تخنیکي ستونزه بللې ده.
د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو له خرابیدو وروسته، د طالبانو د حکومت سفیر وینا له څو اړخه مهمه ګڼل شوې ده.
خو په پاکستان کې چارواکي د دواړو لورو تر منځ د اړیکو د رغیدو په تله کې نه تلي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي له دغې ناستې یوه ورځ وروسته د چهارشنبې پر ورځ (د سپټمبر دویمه) په خبري غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: " اکاډمېکو ځایونو او مرکزونو ته د کوم استازي سفر د معمول خلاف او نوی کار نه دی او دا ګام د دواړو لورو تر منځ د اړیکو د ښه کیدو څرنګوالي هم نه څرګندوي."
هغه زیاته کړه: " له افغانستان سره د اړیکو څرنګوالی د طالبانو'رژیم' لخوا د پاکستاني طالبانو او بلوڅ ازادي غوښتونکو پر وړاندې د دوی پر اقداماتو او دې پورې تړلی چې د دوی خاوره د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي."
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا غوښتنې او ادعاوې په ځلونو رد کړې دي.
د پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت د سفیر د وینا مهم ټکي
د پاکستان ملي دفاع پوهنتون اسلام اباد کې دی.
په هغې ویډيو کې چې له دې مرکزه خپره شوې، لیدل کېږي چې د پاکستان لپاره د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب لسګونو ناستو خلکو ته په انګرېزۍ وینا کوي.
دا یوه پوځي اداره ده او ورته ناست ډېری خلک یې پوځیان وو.
ښاغلي شکیب د پاکستان او افغانستان پر ښو اړیکو د ټينګار تر څنګ ویلي، د امنیت په اړه د پاکستان اندېښنې درک کوي خو په ټکو یې "د افغانستان ټینګار دا دی چې د امنیتي وضعیت اړوند تورونه باید کره او د شواهدو پر بنسټ وي."
نوموړي ویلي: " دواړه هېوادونه باید د تېرو تجربو پر ځای د اوسنیو واقعیتونو او ملي ګټو پر بنسټ د مخامخ رغنده تعامل لار خپله کړي."
پاکستان کې د طالبانو سفیر غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان خلاف د پاکستان د پوځي عملیاتو او د "سیاسي وسیلې" په ډول سوداګرۍ نه کولو سره هم مخالفت څرګند کړ.
نوموړي همداراز د ګوتڅنډنې په ډول وویل، اوس دې افغانستان ته د پخوانیو لسیزو په سترګه نه کتل کېږي چې "تګلارې یې د نورو عواملو له مخې جوړیدې" بلکې په ټکو یې اوس کابل له نوي سیاسته برخمن دی چې نه غواړي "خاوره یې د پاکستان خلاف وکارول شي."
ښاغلي شکیب وویل: " پاکستان چې کومې امنیتي اندېښنې لري د پوځي اقدام له مخې نه، باید د مخامخ خبرو له لارې مطرح کړي" او په ټکو یې افغانستان هم خپلې اندېښنې د مخامخ خبرو له لارې حلول غواړي.
د کوم ځانګړي هېواد له یادولو پرته ښاغلي شکیب وویل چې له نورو سره دې د افغانستان اړیکو ته د شک په سترګه و نه کتل شي.
"یو خپلواک هېواد له هر چا سره چې وغواړي اړیکې ټینګولی شي او ان له داسې چا سره چې بل اړخ سره یې اړیکې ښې نه وي."
د پاکستان او افغانستان تر منځ په دې وروستیو میاشتو کې د کړکېچ کچه یو څه را کمه شوې او یا لږ تر لږه په زیاتېدو نه ده.
دې او د پاکستان ملي دفاع پوهنتون کې د طالبانو حکومت د سفیر له وینا داسی برداشت کېږي چې ښایې دواړه خواوې په یو ډول د اړیکو د ترمیم او عادي کولو هڅه کوي.
له دې سره پاکستان او افغانستان کې د چارو شنونکو ملي دفاع پوهنتون ته د طالبانو حکومت د سفیر بلل او هلته د هغه وینا د دوه اړخیزو اړیکو رغیدو پر لوري یو ګام بولي.
اسلام اباد کې د پخواني حکومت وروستي سفیر نجیب الله علیخېل په دې اړه بي بي سي ته وویل " د اسلام اباد نظامي پوهنتون کې وینا کول، له یوې خوا یوه معموله خبره ده او دا کار سابقه لري، خو له بلې خوا د دی احتمال شته چې دا د دواړو لورو تر منځ د اړیکو د ښه کولو او د کړکېچ د را کمولو په موخه، د نویو هڅو یوه برخه وي."
نوموړی وايي " کله چې ما هم اسلام اباد کې دنده درلوده، نو زه یې هم هلته بللی وم او دا د نوموړي پوهنتون د فعالیتونو یوه برخه جوړوي."
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا یوه معمولي ناسته بللې.
بلخوا د سیاسي چارو څيړونکي د سفیر دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هغو څرګندونو ته ورته بولي چې له پاکستان سره یې د اړیکو د څرنګوالي په اړه په دې وروستیو کې کړې وې.
نوموړي د پاکستان امنیتي اندیښنو د لرې کولو لپاره د یوه ګډ مېکانېزم په رامنځته کولو ټینګار کړی و او د کوم درېیمګړي پر ځای یې د مخامخ خبرو وړاندیز کړی و.
د پاکستان او افغانستان تر منځ مخامخ اړیکې په کوم حالت کې دي؟
په اسلام اباد کې د افغان چارو څيړونکی او ازاد خبریال طاهر خان په اوس وخت کې د پاکستان ملي دفاع پوهنتون ته د طالبانو د حکومت د سفیر وربلل یو مهم پرمختګ بولي.
نوموړي بي بي سي ته ویلي " دا مهال د پاکستان او افغان طالبانو حکومت تر منځ په حکومتي کچه نږدې هېڅ ډول مخامخ اړیکې نشته او نه هم کومې خبرې کېږي."
هغه وايي، تېرو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې شوې، د ازاد تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې بندې دي او دواړه هېوادونه وخت نا وخته پر یو بل تورونه لګوي.
طاهر خان وايي: "په داسې حال کې یوې پوځي ادارې ته یعنې ملي دفاع پوهنتون ته د طالبانو د حکومت سفیر بلل او هلته د تفصیلي وینا وخت ورکول له اهمیته ډکه خبره او پرمختګ دی."
ښاغلی خان زیاتوي چې ملي دفاع پوهنتون ته د سردار احمد شکیب د بللو تر شاه ښايي دا فکر هم وي چې پوځي افسران مخامخ د هغه دریځ واوري، هغوی ته د پوښتنو وخت ورکړل شي او له سفیر سره مخامخ خپلې اندېښنې شریکې کړي.
طاهر خان وايي، په تېر کې هم اسلام اباد کې د افغان سفارت ډیپلوماټان دلته بلل شوي، خو په ټکو یې پخوا به ډېر کله ډيپلوماټان نه تلل او اوس د بلنې منل او هلته وینا کول دا ښيي چې یو پرمختګ شوی دی.
د طالبانو سفیر د وینا د محتوا په اړه ښاغلی طاهر خان وايي: " سفیر په عمومي ډول داسې وینا خپله نه لیکي بلکې د وینا متن یې د مرکزي حکومت یا بهرنیو چارو وزارت له خوا چمتو کېږي."
دی زیاتوي: "د طالبانو حکومت ښآيي د خپل سفیر له لارې د خپلو پالیسیو روښانه پیغام اسلام اباد ته رسول غواړي او په ټکو یې د هغه د دغې وینا تر شاه د طالبانو د حکومت د پراخې تګلارې څرګندونه ده."
نوموړی وايي، د دغې کار یوه ګټه دا هم ده چې د پاکستان په اړه د طالبانو د حکومت پالیسۍ او څرګندونې تر ولسونو هم ورسېږي.
ایا نږدې وخت کې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکي بدلېدونکي دي؟
پاکستان کې د افغان چارو یو بل څيړونکی او خبریال احسان الله محسود وايي، پوځي ادارې ته د طالبانو حکومت د سفیر بلل کوم عادي کار نه دی بلکې دغه ځای ته د داسې یوه حکومت سفیر بلل چې لا یې په رسمیت نه دی پېژندلی او لا یې پر وړاندې پوځي عملیات نه دي درولي، د دې ښکارندوي کوي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ په یو نه یو ډول په روان وضعیت خبرې روانې دي.
ښاغلی محسود د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا د یوه ګډ مېکانېزم رامنځته کولو وړاندیز هم د همدې هڅو یوه برخه بولي.
طاهر خان هم وايي، له دې ټولو داسې برداشت کېږي چې د پردې تر شاه یو څه روان دي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د وړاندیز په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر خان اندرابي ویلي چې دوی " د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر وړاندیز اوریدلی او دوی د ځينو شرایطو پر بنسټ پر حکومتي کچه رسمي خبرو ته چمتو دي."
نوموړي وویل، " افغان طالبان باید لومړی دا یقیني کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف نه کارېږي او دا چې دوی د دوحې هوکړې له مخې خپلې ژمنې عملي کوي."
طاهر خان وایي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تېرو دریځو سره په پرتله دا اوسنۍ هغه لږ نرم دی.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د دې پیغامونو د تبادلې تر څنګ د افغانستان لپاره د چین استازی هم په دې وروستیو کې دوه ځلې پاکستان ته سفر کړی دی.