تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انسان په بدن کې د خوګ پښتورګي ۲۷۱ ورځې کار ورکړ
- Author, جیمز کالاګر
- دنده, د روغتیا او ساینس خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په امریکا کې ډاکتران وايي د خوګ یاخنزير پښتورګي د يوه ناروغ انسان په بدن کې ۲۷۱ ورځې کار ورکړی او دا انسان ته د یوه حيوان د پښتورګي د پيوند تر ټولو اوږده موده ده.
ناروغ کس چې ټېم انډريوز نومېږي وايي، دې پيونده "هيله" ورکړه او له دې یې بچ کړ چې روغتون ته ولاړ شي او د ډايالېسس د ماشين په واسطه یې وينه تصفيه شي.
د ماس جېنرل برېګهم روغتون ډله وايي، له دې معلومېږي چې د خوګ غړي تر هغه وخته د "لنډمهاله پله" په توګه کارول کېدی شي چې د انسان د پيوند لپاره مناسب غړی پيدا شي.
خو د خوګ دغه پيوند شوی غړی بالاخره له کاره ولوېد او وايستل شو چې له دې سره انډريوز اړ شو تر هغه چې بل ډونر پيدا شي د لنډې مودې لپاره بيا ډيالېسېس ماشين په واسطه وينه پاکه ګړي.
ډاکتران او ساينسپوهان د زنوټرانسپلانټېشن یا د نورو ژوو د بدن غړو د پيوند په اړه څېړنې کوي.
په امریکا کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د پښتورګي پيوند ته تمه دي، په داسې حال کې چې په دې هېواد کې هر کال شاوخوا ۲۵ زره پيوندونه ترسره کېږي. په بریتانيا کې بيا اوه زره کسان د پښتورګي پيوند ته شېبې شماري.
انډريوز ته ويل شوي وو چې ښايي د لست سر ته یا نوبت رسېدو لپاره اوه کاله انتظار وباسي، خو دی وايي انسان په اوسط ډول پر ډايالېسېس يوازې پنځه کاله ژوند کولی شي.
نوموړی وايي، "ما د وخت له پلوه لږه ستونزه لرله... دا حالت ډېر خپه کوونکی وي".
خو هغه ته د خوګ د پښتورګي پيوند "هيله" داسې وه لکه د یوه تياره تونل په پای کې چې تته رڼا وي.
"هيله تر ټولو ستره خبره ده؛ دا چې له [ډايالېسېس] ماشينه خلاص شې او خپل ژوند وکړې".
خوګ د زېنوټرانسپلانټېشن لپاره تر ټولو مناسب حيوان بلل کېږي. د هغوي غړي نژدې د انسان د غړو په اندازه دي او په دې تړاو د خنزيرانو د روزنې برخه کې د کلونو تجربه هم موجوده ده.
خو داسې نشي کېدی چې د یوه خوګ پښتورګی راواخلئ او انسان ته یې پيوند کړئ، که داسې وشي د انسان بدن به سملاسي دغه غړی د پردي په توګه وپېژني او د خونديتوب او معافيتي سیستم یو برید به پرې وکړي چې پایله کې به پښتورګي له منځه يوسي. په څو دقیقو کې به پښتورګی تور شي، په هره برخه کې به سوري پيدا شي د غړي د ننه به وينه ټوټې يا بنده شي.
له همدې کبله څېړونکو د يوکاټان کوچني خوګان روزلي، د هغوی په جينونو کې یې ۶۹ بدلونونه راوستي چې د غړي یې "انساني" یا انسان ته ورته کړي.
دغو بدلونونو د خوګانو د حجرو ځينې هغه ځانګړنې له منځه وړې چې زموږ د معافيت سيستم ورسره بلد دی او پرې برید کوي؛ همدارنګه د انسان ځينې ډي اېن اې ور زياتوي چې د جال په څېر عمل کوي او د خوګ نسج له معافيتي سيستمه په پټولو کې اغېزناک ثابتېږي. سربېره پر دې نورو بدلونونو کې هغه وېرسونه غيرفعالوي چې د خوګ د ډي اېن اې دننه پټ وي او له دې سره د ګزک یا انتان مخه نيول کېږي.
انډريوز د دويم ډول شکرې ناروغۍ له امله د پښتورګيو د ناروغۍ وروستۍ مرحلې ته رسېدلی و او پښتورګي یې له کاره لوېدونکي وو.
نوموړی ۶۶ کلن و چې د ۲۰۲۵ د جنورۍ پر ۲۵مه یې زېنوټرانسپلانټېشن ترسره شو.
د لانسېټ روغتيايي مجلې په تازه خپرو شويو معلوماتو کې ويل شوي چې د خوګ پيوند شوي پښتورګي سملاسي کار پيل کړ.
پښتورګي تر ۲۷۱ ورځو پورې کار ورکړ، تر هغه چې د همدغه کال په اوکټوبر کې وايستل شو. ټېم بيا ۸۲ ورځې پر ډايالېسېس وو تر هغه چې د روان کال په جنورۍ کې یې انساني پښتورګی ترلاسه کړ چې تراوسه ښه فعاليت کوي.
د پيوند علمي مرکز ماس جنرل برېګهم یوه ډاکتر لېونارډو ريلا وويل، د پيوند لپاره د موجودو عړو کمښت دې حالت ته رسولي چې په وینا یې "موږ له يوه بحران سره مخامخ يوو".
نوموړي وويل، "موږ ډېرې سختې هڅې کوو چې خلکو ته هيله پيدا کړو، او موږ په رښتيا باور لرو چې زېنوټرانسپلانټېشن د هغو ناروغانو لپاره يو بدل کېدی شي چې اهدا کوونکي نه لري. په دې توګه ښايي موږ وکولی شو چې ډايالېسېس له منځه يوسو او ناروغان په مستقيم ډول د پيوند مرحلې ته ورسوو".
په لومړيو کې داسې نښې څرګندې شوې چې د انډريوز پيوند شوی پښتورګی د معافيتي سیستم له خوا رد کېده خو د هغه د درملو په بدلولو سره دا ستونزه په بریاليتوب سره ښه شوه.
خو شاوخوا شپږ مياشتې وروسته په پښتورګي کې د وينې رګونو ته زيان رسېدل پیل شول او غړی وپړسېد چې د کاره لوېدو له حالت سره مخامخ کېده.
د دې کره لامل لا هم معلوم نه دی، ځکه داسې هېڅ نښه نه وه چې انټي باډيګانو دې د خوګ پر پښتورګي برید کړی وي.
ډاګترانو په لانسېټ مجله کې ويلي، "دا قضيه د پښتورګیو د زېنوټرانسپلانټېشن د شونتياو او د هغو پر وړاندې د پاتې ننګونو ښکاره بېګله ده".