د امریکا د ګرین کارډ پروسه کې نوی بدلون:‌ غوښتنه یې باید له بهره وشي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا متحدو ایالتونو یوه نوې تګلاره اعلان کړې چې له مخې یې ډېری کډوال چې د ګرین کارډ غوښتنه کوي باید له دغه هېواده ووځي او بهر د امریکا په کوم سفارت یا قونسلګرۍ کې خپل غوښتنلیک وسپاري.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (یواېس‌سي‌ای‌اېس) د جمعې پر ورځ ویلي، هغه کسان چې غواړي خپل د مېشتېدو حالت بدل کړي، نو له "ډېرو استثنايي حالاتو" پرته باید دا پروسه له هېواده بهر د قونسلګریو له لارې ترسره کړي.

ګرین کارډ خلکو ته په امریکا کې د دایمي‌ اوسېدو اجازه ورکوي.‌

د دې نوې پالیسۍ منتقدین وایي، پخواني سیستم کورنیو ته اجازه ورکوله چې د ګرین کارډ د غوښتنې اوږدې پروسې پر مهال سره یوځای پاتې شي.

دا نوې لار ښايي ځینو کډوالو ته چې ګرین کارډ د ترلاسه کولو په هیله له متحدو ایالتونو وځي، بېرته ورستنیدل ستونزمن یا ان ناشوني کړي.

د یواېس‌سي‌ای‌اېس د پالیسۍ یادښت کې ویل شوي چې زدکوونکي، لنډمهاله کارکوونکي او هغه کسان چې د سیاحت ویزې لري، باید ګرین کارډ‌ لپاره له بهره د امریکا سفارتونو او کونسلګریو له لارې غوښتنلیکونه وسپاري.

دې ادارې ویلي کله چې بهرني‌ وګړي له خپل هېواده د ګرین کارډ‌ غوښتنلیک سپاري، نو په دې توګه د هغو کسانو د لټون او شړلو اړتیا کمېږي چې د دایمي استوګنې د اجازې له نه ورکول کېدو وروسته پټ او په ناقانونه ډول په امریکا کې پاتې کېږي.

یو‌اېس‌سي‌ای‌اېس دا سیستم "عادلانه او ډېر اغېزناک" بللی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت چې د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې چارې څاري، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "زموږ د هېواد د کډوالۍ له سیستمه د ناوړه ګټې اخیستنې دوره نوره پای ته رسېدلې ده."

د USCIS ویاند زک کاهلېر هم ویلي: "موږ د قانون اصلي ارادې ته ستنېږو تر څو دا ډاډمنه کړو چې بهرني کسان زموږ د هېواد د کډوالۍ سیستم په سمه توګه وکاروي."

هغه زیاته کړې: "تر دې وروسته به له استثنايي حالاتو پرته هر هغه بهرنی چې په لنډمهاله توګه په امریکا کې وي او غواړي ګرین کارډ ترلاسه کړي، باید خپل هېواد ته ستون شي او هملته غوښتنلیک وکړي."

کاهلېر وايي دا پالیسي به د کډوالۍ له سیستم سره مرسته وکړي، چې د قانون له روح او ارادې سره سم کار وکړي او دا چې لنډمهاله سفرونه باید "د ګرین کارډ پروسې لپاره لومړنی ګام ونه ګرځي."

دا لا روښانه نه ده چې دغه نوې تګلاره به پر اوسنیو غوښتنلیکونو باندې هم څه اغېزه ولري که څنګه.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ویاند بي‌بي‌سي ته ویلي چې د دې پالیسۍ له پلي کېدو سره به "هغه کسان چې داسې غوښتنلیک وړاندې کوي چې کومه اقتصادي ګټه او یا له ملي ګټو سره تړاو لري، ښايي وکولای شي خپل اوسني مسیر ته دوام ورکړي."

هغه زیاته کړې "له نورو خلکو ښايي وغوښتل شي، چې د خپلو انفرادي شرایطو له مخې له بهره غوښتنلیک وسپاري."

د ګرین‌کارډ ترلاسه کول څو پړاوه پروسه ده او کېدای شي له څو میاشتو تر څو کلونو وخت ونیسي.

د کېتو انسټېټیوټ د کډوالۍ د مطالعاتو د څانګې د مشر په وینا، اوسمهال امریکا کې له یو میلیون څخه ډېر قانوني کډوال د خپلې استوګنې په حالت کې د بدلون منل کېدو ته منتظر دي.

کاهلېر ټینګار کوي، چې د قانوني لارې نیول دې ته زمینه برابروي، چې ډېرو غوښتنلیکونو ته په بهر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوندو قونسلګریو له خوا رسیدګي‌ وشي او د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (یو‌اېس‌سي‌ای‌اېس) سرچینې پر دې ډېر تمرکز وکړای شي، چې د کورني‌ تاوتریخوالي او انساني‌ قاچاق د قربانیانو په څېر د نورو قضیو د تابعیت پروسه مخ ته یوسي.‌

دې ادارې ویلي چې دا اقدام له اوږدې مودې راهیسې د کډوالۍ له نافذ قانون او د محکمې له پرېکړو سره همغږی دی.

د کډوالۍ د چارو افسرانو ته لارښوونه شوې چې د یوه بهرني کس د استثنايي شرایطو او معافیت مالومولو لپاره د هرې قضیې اړوند عوامل او مالومات په انفرادي ډول وارزوي.

مایکل والورډې، چې تر تېر کال پورې،‌ هم د جمهوریتپالو او هم د دیموکراتانو پر مهال په یو‌اېس‌سي‌ای‌اېس کې جګپوړی چارواکی و، د بي‌بي‌سي امریکایي شریک سي‌بي‌اېس نیوز ته ویلي، چې دغه اعلان به "په کلني‌ ډول د سلګونو زرو کورنیو او کار ورکوونکو پلانونه ګډوډ کړي."

نوموړی وايي "دا یو ډېر بې‌ساری ګام دی چې امریکا ته به قانوني کډوالي تر ډېره حدوده کړي... هغه کسان چې قانوني لار یې تعقیبوله، اوس له سختې ناڅرګندتیا سره مخامېږي."

د ټرمپ ادارې د نږدې څلوېښتو هېوادونو د اتباعو پر ورتګ بندیز یا محدودیتونه لګولي دي.

د نوموړي د ادارې یوې بلې پالیسۍ همدا روان کال له ۷۵ هېوادونو څخه د کډوالۍ غوښتونکو ته د ویزو د ورکولو بهیر وځنډاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا که څوک په دغه هېواد کې د ورکړل شوې ویزې له مودې زیات وخت پاتې کېږي،‌ ښايي له هېواده وایستل شي، په راتلونکې کې د ویزې له ورکړې بې برخې شي او تر لسو کلونو پورې بیا متحدو ایالتونو ته د ننوتلو له بندیز سره مخامخ شي.