تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کلیفورنیا کې د کیمیاوي موادو د لیککېدو له امله تر ۴۰ زرو ډېر کسان ایستل شوي
د امریکا کلیفورنیا ایالت چارواکو تر ۴۰ زرو ډېر کسان له هغه ځایه ایستلي، چې د فضا او هوايي چلن د صنعت په یوه فابریکه کې له یوه ټانکه د زهرجن کیمیاوي موادو د لیککېدو پېښه رامنځته شوه.
په دغه ټانک کې شاوخوا ۷۰۰۰ ګیلنه د "میتیل میتاکریلات" په نوم خورا ژر تبخیرکېدونکې او ژر سوځېدونکې ماده موجوده ده، چې د پلاستیک په تولید کې کارول کېږي.
د جنوبي کالیفورنیا د "اورنج" ولسوالۍ د اوروژنې ادارې د پنجشنبې ورځې له غرمې وروسته، کله چې د یوه ټانک د تودوخې د لوړېدو راپورونه ترلاسه شول، د "ګارډن ګروو" فابریکې شاوخوا سیمې ته د تخلیې امر ورکړ.
وروسته د تخلیې ساحه لا پراخه شوه او اوس د رامنځته شوي لیک د لاملونو پلټنه روانه ده.
د ادارې چارواکي وايي چې په دې تاسیساتو کې درې ټانکونه شته، چې یو یې د یخولو په سیستم کې ستونزه لري.
د جمعې ورځې د ماسپښین په یوه خبري کنفرانس کې د اوروژنې ادارې مشر کریګ کوفي وویل، دوه احتمالي حالتونه شته:
لومړی دا چې ټانک ناکام شي او له هغه څخه "ډېر خطرناک کیمیاوي مواد" شاوخوا سیمې ته خپاره شي.
دوهم احتمال دا دی چې د ټانک تودوخه دومره لوړه شي چې چاودنه وکړي او دا چاره پر نورو دوو ټانکونو هم اغېز وکړي چې پکې سونګ یا نور کیمیاوي مواد شته.
کوفي زیاته کړه: "دا یوازې احتیاطي اقدام نه دی... دا ټانک به حتماً ناکامېږي، خو موږ نه پوهېږو چې کله... موږ خپله ټوله هڅه کوو چې معلومه کړو څه وخت یا څنګه کولای شو د دې مخه ونیسو."
او د خطرناکو موادو د کنټرول یو ځانګړی ټیم د متخصصینو په همغږۍ کار کوي، څو د زیانمن شوي ټانک فشار کمولو او خطرونو راکمولو لپاره یوه مناسبه لاره ومومي.
د اوروژنې ادارې مشر وویل چې د تخلیې امرونه به تر هغه وخته پر ځای وي، څو چارواکي د کیمیاوي موادو د لیکېدو د مهارولو هڅه کوي. هغه زیاته کړه چې د دوی ټیم توانېدلی چې د زیانمنو ټانکونو د تودوخې د لا زیاتېدو مخه ونیسي.
په همدې حال کې، د اوروژنې ادارې د بې ځایه شویو خلکو لپاره د استوګنې مرکزونه او د مرستې غوښتنې لپاره ځانګړې تلیفوني کرښه فعاله کړې ده.
چارواکو له خلکو وغوښتل چې د پېښې د حل په اړه "له مشورو ورکولو لپاره له زنګ وهلو ډډه وکړي".