ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶۰ سلنې ډېر خلک په بې‌پلانه ښاري سیمو کې اوسي

    • Author, عبدالله الهام
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې پر نړیوال کچ نږدې درې میلیارده خلک په نامناسبو استوګنځیو کې اوسي.

په افغانستان کې هم چې ښارونه پکې په چټکۍ وده کوي، له شپېته سلنې ډېر وګړي په غیررسمي یا ناپلان شوو ښاري سیمو کې ژوند کوي چې د پاکو اوبو او نورو لومړنیو خدماتو په څېر بنسټیزو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

له کلیو ښارونو ته کډواليو او له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راستنېدنې پر هغو ښاري سیمو فشار لا ډېر کړی چې وار له مخه پکې د ښاري زېربناوو او خدماتو کمی و.

د ملګرو ملتونو د استوګنځیو د ادارې مشرې د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د وګړو د ښاري کېدو اړوند نړیوالې غونډې ته ویلي چې په نړۍ کې له یو میلیارد ډېر خلک په ناپلان-شویو بېوزلو ښاري سیمو کې اوسېږي.

په دې شپږ ورځنۍ غونډه کې د ښاري ژوند په برخه کې د شته ستونزو، اقلیمي بدلون، جګړو او نورو کړکېچونو له امله د بې کورۍ پر مسله بحث وشو. دا غونده د مې پر ۲۲مه پای ته ورسېده.

د وګړو د ښاري کېدو په اړه دا نړیواله غونډه چې په یوه لوبغالي کې جوړه شوې وه د خپلې بڼې دیارلسمه وه چې د ملګرو ملتونو د استوګنځیو ادارې له اذربایجان سره په ګډه تنظیم کړې او له ۱۸۲ هېوادونو په کې ۴۰ زره کسانو ګډون کړی وو.

دا لومړی ځل دی دومره ډېر شمېر کسان په دې غونډه کې برخه اخلي.

له افغانستانه د طالبانو په حکومت کې د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر مطیع الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی دې غونډې ته ورغلی و.

د دغه پلاوي یوه غړي جاوېدالله حماد د اذربایجان ټرېنډ نیوز خبري اژانس ته ویلي، چې افغانستان د ښاري پلان جوړونې، نارسمي مېشتځایونو، د بنسټیزو تاسیساتو د کمي او نورو ښاري ستونزو له سختو ننګونو سره مخامخ دی او تمه یې ښودلې، چې دا ډول غونډې او نړیوال مالي ملاتړ به له دغه هېواد سره د دغو ستونزو په اواري کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په نړۍ کې نږدي درې میلیارده وګړي په ناسمو شرایطو کې ژوند کوي او څه باندې ۳۰۰ میلیونه داسې دي چې هېڅ کور نه لري.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د نړۍ د ټولو وګړو نږدې اویا سلنه به تر ۲۰۵۰ کال پورې په ښارونو کې ژوند کوي چې له دې سره د بې کورۍ او ښاري کېدو کړکېچ لا جدي کېدونکی دی.

د ملګرو ملتونو د استوګنځیو د ادارې مشرې اناکلاودیا راسباخ ویلي د بۍ کورۍ کړکېچ له ډېر پخوا راهیسې په جدي ډول د نړۍ په سوېل کې احساسېده، خو اوس په شمال کې هم احساسېږي.

د اغلې راسباخ په وینا د ژوندانه د لګښتونو لوړوالی د خلکو د بې کورۍ په لویو لاملونو کې دی خو په وینا یې وضعیت د نړیوالو کړکېچونو، په منځني ختیځ کې د جګړې او نړیوالو اکمالاتو کې د خنډو ځنډ له امله لا جدي شوی دی.

دغه راز د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یو این ډي پي او د باکو په غونډه کې د ملګرو ملتونو د پلاوي مشرې فرانسین پیک اپ ویلي په نړیواله کچه د کورونو د نشتوالي ستونزه یوه ساده ودانیزه مسله نه ده.

هغې ټینګار کړی چې موږ باید د ودانیو او کورونو له جوړولو اخوا ښاري جوړښتونو ته هم وګورو.

نارسمي مېشت‌ځایونه او ناپلان شوې سیمې

د ملګرو ملتونو د دې غونډې یوه مرکزي موضوع د نارسمي مېشت ځایونو او ناپلان شویو سیمو کې د کورونو د جوړولو چټکه وده وه، چېرې چې اوسېدونکي په ناخوندي کورونو کې ژوند کوي.

اوس مهال ملګري ملتونه د دغسې خلکو شمېر یو میلیارد ښيي خو اټکل کوي چې په راتلونکو څو لسیزو کې به درېیو میلیاردو ته لوړ شي.

دغه راز ملګري ملتونه په اټکلي ډول وايي چې له ۳۵۰ نه تر ۵۰۰ میلیونو پورې ماشومان په بې وزلو ناپلان شویو سیمو کې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره غوښتنه کوي چې نارسمي مېشت ځایونو او بې وزلو سیمو کې اوسیدونکو خلکو ته باید د ستونزې په نظر ونه کتل شي ځکه چې په وینا یې ډېر ځله میلیونه کسان په همداسې سیمو کې له اوسېدو پرته بله چاره نه لري.

ملګرو ملتونو ویلي په نړۍ کې روانو کړکېچونو هم پر ښاري ژوند فشار ډېر کړی او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې ۱۲۳ میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې له خپلو مینو بې ځایه شوي وو چې ۶۰ سلنې یې په ښاري سیمو کې پنا اخیستې ده.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځ ته شوي کړېکچ په ډېرېدونکي ډول د خلکو په بې کوره کولو کې رول لري د ملګرو ملتونو د استوګنځیو اداره وايي د باکو په غونډه کې به د اقلیم د بدلون پر موضوع هم بحثونه وشي.

کارپوهانو ویلي د سختې تودوخې، سېلابونو، توپانونو او ځنګلي اورونو له امله یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۰ میلیونه وکړي بې کوره شوي دي.

دوی اټکل کوي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به ۱۶۷ میلیونه کورونه له اقلیمي بدلون سره د تړلو ستونزو له امله ویجاړ شي.

افغانستان؛ په چټکۍ پراخېدونکي ښارونه

په افغانستان کې ښارونه په چټکۍ پراخېږي او د بي بي سي موندنې ښيي چې یوازې د کابل نفوس په لسو کلونو کې څه کم دوه برابره ډېر شوی.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې همدا اوس د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه وګړي په ښارونو کې اوسېږي او تر ۲۰۶۰ کاله ښايي د دغه هېواد نیمايي وګړي د ښارونو اوسېدونکي وي. ملګري ملتونه وايي، جګړې، اقتصادي ستونزې، وچکالي، د اقلیم بدلون او د کډوالو راستنېدنه د ښارونو د پراخېدو عمده لاملونه دي.

د ملګرو ملتو د استوګنځیو مرستندویې ټولنې یو اېن هبیتات ویلي، په روان ۲۰۲۶ کال کې څلور میلیونه او دوه لکه افغانان بېړنیو سرپناوو او د ناخوراکي توکو مرستو ته بېړنې اړتیا لري. دې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې سرپنا د ټیکاومن راتلونکي پر لور لومړنی ګام دی او له همدې امله باید دا ستونزه اواره شي.

د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، ډېری ښاري نفوس په کابل، کندهار، هرات، مزار شریف او جلال آباد کې مېشت دي.

د بي بي سي موندنې ښبي چې د دغو ښارونو نفوس په تېرو لسو کلونو کې پام وړ ډېر شوی.

د افغانستان د احصائیې او سرشمېرنې د ادارې د تېرو لسو کلونو شمېرې ښیي چې د کابل نفوس په ۲۰۱۵ کال کې له څه باندې درې میلیونو سږ کال تر پنځه میلیونه هم لوړ شوی.

د کندهار ښار نفوس لس کاله مخکې شاوخوا پنځه لکه و چې سږ کال نژدې اوه نیم لکه ته رسېدلی.

د هرات ښار نفوس هم په تېرو لسو کلونو کې څه باندې دوه لکه ډېر شوی.

د ښاري پراختیا څو لاملونه

ملګري ملتونه وايي، جګړې، اقتصادي ستونزې، وچکالي او د اقلیم بدلون او د کډوالو راستنېدنه د ښارونو د پراخېدو عمده لاملونه دي.

د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي، ښارونو ته لېږدېدونکي وګړي ډېری یې کورنۍ او ځوانان دي او په ښارونو کې د کار، زدکړې، روغتیا او ښه ژوند د فرصتونو په لټه ډېر مېشتېږي.

هغه زیاتوي پر دې سربېره د طبيعي ناورینونو له امله هم بې ځایه شوي او تر څنګ یې بې‌ځایه شوي او یا راستانه شوي کډوال هم ښارونو ته ځي.

د اټکلونو له مخې په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستانه شاوخوا درې نیم میلیونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې په ګڼو ولایتونو کې مېنې هم ورته ګوښې شوې دي.

د ښاغلي افغان په وینا سره له دې چې اوس کليوالي سیمې هم امن دي خو په وروستیو پنځو کلونو ډېر خلک کلیو او بانډو ښارونو ته لېږدېدلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام یا هبیتات ادارې ویاندې سټيفاني لوس بي بي سي ته وویل د اقلیم د بدلون په ګډون د ګڼو لاملونو له مخې د ښارونو دا پراختیا بې سارې ده.

"د افغانستان ښارونه او ښاري مرکزونه په ټول هېواد کې پراخېږي چې دا کرنیزې ځمکې هم لاندې کوي او کلي او ښارګوټي هم چاپېروي".

دا زیاتوي، "خو اوس هم افغانستان تر ډېره کليواله ټولنه ده چې یوازې دېرش سلنه نفوس په ښارونو کې اوسېږي خو دا په چټکۍ بدلېږي. په تاریخي لحاظ د شلمې پېړۍ په نیمايي کې په شلو کې یوازې یو کس په ښارونو کې اوسېده خو تر ۲۰۶۰ کال پورې به نيمايي نفوس په ښارونو کې اوسېږي".

ملګري ملتونه وايي، که د ښاري پراختیا دغه بهیر ته چمتووالی ونیول شي او دقیق پلانونه ورته جوړ شي، د پایېدونکي پرمختګ لامل کېدی شي.

له کلیو ښارونو ته کډواليو او له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راستنېدنې پر هغو ښاري سیمو فشار لا ډېر کړی چې وار له مخه پکې د ښاري زېربناوو او خدماتو کمی و.

پلازمېنه کابل د نفوس او د ښاري ودې له مخې د افغانستان تر ټولو مهم ښاري مرکز دی چې د ټول ښاري نفوس نژدې ۵۷ سلنه جوړوي.

ښاري ودې ته د پرمختګ د یوه لامل په سترګه کتل کېږي خو که د منظم پلان او چمتووالي له مخې نه وي منفي اغېزې هم لري.

خو ملګري ملتونه او د طالبانو حکومت دواړه دا مني چې داسې پلانونه چې پراخېدونکی ښاري ژوند تنظیم کړي او د منفي پایلو مخه یې ونیسي نه دي جوړ شوي یا محدود او پلي شوي نه دي.

غیرپلاني ښاري پراختیا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام یا یو اېن هبیتات وایي، د افغانستان د ښاري نفوس له ۶۰ سلنې ډېر خلک په غیر رسمي او بې‌پلانه ښاري ساحو کې اوسېږي چې دې د افغانستان ښاري پراختيا له ننګونو سره مخ کړې او ملکیت يې هم ډېر خوندي نه وي.

دغه بنسټ چې په افغانستان کې یې له درېیو لسیزو ډېر کار کړی په افغانستان کې يې ویانده فعال دی ویانده یې سټفاني لوس وايي، په دغو ځایونو کې ډېری نوي مېشتېدونکي له خدماتو هم بې برخې وي.

"نوو استوګنو لپاره پلان نشته او دا کسان په ډېرو ناسمو شرایطو کې په غیررسمي او غیرپلاني سیمو کې له هر ډول انجنیري طرحو پرته له خدماتو په تشو کورونو کې مېشتېږي. په دغو ځایونو کې نه یوازې د استوګن‌ځای حالت ناوړه دی بلکه خدماتو، بازار او کاري فرصتونو ته به هم لاسرسی نه وي."

افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د شاوخوا درې نیم مېلیونه بېرته ورستنېدونکي کډوال هم ډېری کورونه نه لري او ډېری یې په بې پلانه ښاري سیمو کې مېشتېږي. ملګري ملتونه وايي، که څه هم حکومت په ډېرو سیمو کې ځمکې ورته ځانګړې کړې، خو د خدماتو، مناسبو کورونو او د ژوند له فرصتونو سره د دغو مېشت‌ځایونو په برخه کې ستونزې شته.

په کابل کې د یو اېن هبیتات ویاندې سټیفاني لوس بي بي سي ته وویل، په دغو مېشت‌ځایونو کې د ژوند نامناسب شرایط او د اساسي خدماتو نشتوالی د خلکو روغتیا ته هم ګواښ پېښوي.

"ډېری بې پلانه مېشت‌ځایونه په داسې ځایونو کې دي چې له خطر سره مخ دي لکه د اقلیمي بدلون اغېزې چې د اوبو شتون او لاسرسی اغېزمنوي. له بلې خوا، دا مېشت ځایونه په هغو سیمو کې دي چې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنو له خطر سره مخ دي. په ټوله کې، افغانستان د زلزلې له لوړ خطر سره هم مخ هېواد دی".

د بنسټیزو زېربناوو نشتوالی؛ عمده ننګونه

د افغانستان د ښاري پرمختیا وزارت ویاند کمال افغان وايي، د ښاري کېدو پر مخ یوه عمده ننګونه د بنسټیزو زېربناوو کمزوري ده لکه د فاضلاب د سیستم او نورو خدماتو.

یو اېن هبیتات د کابل په ګډون د یو شمېر سیمو کې د ډېرو له خطر سره مخ کورونو د بیارغولو پروژې عملي کړې چې پکې د دغو کورونو خوندیتوب، پرده او مقاومت ډېروي.

اوس چې په افغانستان کې وچکالي هم ډېره شوې، د کابل اوسېدونکي د اوبو کموالي هم وېرولي او ورسره د ښاري پرمختيا د لړۍ په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې.

د ښاري پرمختیا پلانونه او وړتیاوو نشتوالی یا محدودیت هم په افغانستان کې د ښارونو د راتلونکي اړوند د اندېښنو لامل دي.

ملګري ملتونه وايي تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ ۷۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي چې له دې امله به د نورو ستونزو ترڅنګ د اقلیم د بدلون برخه کې هم لویې ننګونې رامنځ ته شي.

نو له همدې کبله د نړۍ حکومتونه وار له مخه لا د ښاري نفوس د ډېروالي د ستونزو مخنيوي ته پلانونه او ستراتیژۍ جوړوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان بي بي سي ته وویل چې په ښاروالیو کې د کافي اندازې سرچینو نشتوالی هم د دې لامل شوی چې د ښاري پرمختيا پلانونه عملي نشي.

د حکومت پلانونه

د طالبانو د حکومت د کور ښار جوړولو وزارت وايي، د لویو ښارونو د وړتیاوو لوړولو تر څنګ يې له تېر کاله د وړو بازارونو د ارزونې لړۍ هم پیل کړې چې د نفوس اړتیاوو پوره کولو ته یې برابر کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان زیاتوي چې دوی اوس له خصوصي سکتور سره په ګډ کار هم هڅې روانې کړې تر څو د دوی د پلانونو د عملي کېدو ډاډ رامنځ ته کړي.

ښاغلی افغان زیاتوي چې وزارت ته يې د ښاري پرمختيا په پلانونو کې د زېربنا پراخول، ارزانه کارونه د چاپېریال ساتنې اقدامات او د بې ځایه شوو اداغام او په ښارجوړونه کې د نوې ټېکنالوژۍ کارول دي.

ښاغلی افغان زیاتوي چې د لویو ښارونو د ظرفیت لوړولو لپاره پلانونه لري او له تېر کال راهیسې يې د منځنۍ کچې او کوچنیو بازارونو د ارزونې لړۍ پیل کړې چې د شته نفوس اړتیاوو ته ځواب وویلی شي.