تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'یوګا د ځان او د ټولنې لپاره'
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
'یوګا د ځان او د ټولنې لپاره'، دا سږکال د یوګا د نړیوالې ورځې د نمانځنې ناره ده. سږکال لسم دی چې د یوګا نړیواله ورځ لمانځل کېږي او په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې په دې هکله یوه غونډه هم بللې ده.
یوګا یو فزیکي، ذهني او رواني عمل دی چې لومړی په هند کې کېده او له همدغه ځایه یې نورو سیمو او هېوادونو ته لار موندلې ده.
یوګا د سانسکرت ژبې ټکی دی چې مانا یې ده یو ځای یا یوموټي کېدل، په دې خاطر چې د یوګا پرمهال بدني او ذهني تمرکز یو کېږي دا نوم ورته غوره شوی دی.
ملګرو ملتونو لس کاله وړاندې د جون میاشتې ۲۱ نېټه چې نن ده د یوګا د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
د ملګرو ملتونو ۱۷۵ غړو هېوادونو د دې ورځې په حق کې رایه ورکړه. اوس مهال په ټوله نړۍ کې یوګا ګڼ شمېر مینه وال لري او په بېلا بېلو بڼو ترسره کېږي.
د یوګا د نړیوالې ورځې د لمانځنې موخه دا ده چې د یوګا ګټو ته د خلکو پام واړول شي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي چې د یوګا د ورځې وړاندیز یې ملګرو ملتونو ته کړی و وايي یوګا د هندي لرغونې دود یوه مهمه ډالۍ ده ځکه چې یوګا روغتیا ته ډېره ګټه رسوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي فریکي فعالیت نه کول په نړۍ کې د مړینو له لسو لاملونو یو دی او د غیر ساري ناروغیو لکه د زړه ناروغي، شکرې او ان سرطان ناروغۍ مهم فکتور ګڼل کېږي.
یاد سازمان هم له غړو هېوادونو غوښتي چې خپل وګړي فزیکي فعالیت او په دې لړ کې یوګا ته وهڅوي چې ورسره په ناروغیو د اخته کېدو خطر پام وړ کمېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د هند له حکومت سره په همغږۍ کې په ۲۰۲۱ کال کې د ایم یوګا په نامه یو اپ هم ګټې اخیستې ته وړاندې کړ چې خلک کولای شي په وړیا توګه یې په خپلو ګرځنده ټېلېفونونو کې ښکته کړي او په کې د شته یوګا له ویډیوګانو نه ګټه واخلي.