پښتونخوا کې یوګا

ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخواه یو له هغو ښارونو دی چې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې پکې شوې. هلته په هدفي وژنو، ځانمرګو او نورو بریدونو کې ډېرو خلکو خپل ژوند بایللی دی. په غه ښار کې د رواني ډاکټرانو د کمښت له امله خلکو اوس د ذهني سکون لپاره یوګا ورزش ته مخه کړې. پیل یې د ګوتو په شمېر کسانو کړی وو خو اوس په پنځو بېلا بېلو کلبونو کې له ۵۰۰ ډېر کسان یوګا ورزش کوي چې ډېرې مېرمنې هم پکې دي.