په نیپال کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۱۶ تنو ته لوړ شوی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د پولیسو په وینا د چهارشنبې ورځې د ویجاړوونکو ناڅاپي سېلابونو له امله په نیپال کې د مړو شمېر ۶۱۶ تنو ته لوړ شوی او دغه راز په تبت کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۵۵۴ نور کسان لا هم ورک دي.
په نیپال کې د ناورین د خطر کمښت او مدیریت د ملي ادارې د تازه معلوماتو له مخې، د چهارشنبې ورځې د سختو سېلابونو له کبله په نیپال کې د نادرکه کسانو شمېر ۱,۹۲۴ تنو ته لوړ شوی، او د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو ۱۵ زره کسان ګومارل شوي دي.
دغه اداره وایي، په نادرکه کسانو کې ۵۱۷ بهرنيان هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي، او د ژغورونکو ډلې هڅه کوي چې تر سېلابونو وروسته د ورک شویو کسانو درک ولګوي. چارواکي اندېښنه څرګندوي چې د نادرکه شویو کسانو د ډېر شمېر له امله ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
د چین وسلهوالو ځواکونو ویلي چې د اونۍ په پای کې سخت اورښتونه ښايي د ژغورنې او لټون هڅې لا پسې ستونزمنې کړي، ځکه چې په ځینو سیمو کې د ځمکښوېدنې احتمال شته.
د پوځ اړوند یوې رسمي اېکس پاڼې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ژغورنې عملیات د ګیرونګ بندر ته نږدې روان دي.
ګیرونګ د تبت او نیپال ترمنځ تر ټولو لویه ځمکنۍ سرحدي لار بلل کېږي.
د چین د وسلهوالو ځواکونو د څرګندونو له مخې، د سیمې غرنی او ځوړند جغرافیایي جوړښت او تنګې درې د ژغورنې چارې ''خورا ډېرې سختې'' کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې تر یکشنبې ورځې پورې په سیمه کې د پرلپسې بارانونو وړاندوینه شوې ده.
پوځ وایي چې د ژغورنې عملیاتو پر وړاندې اصلي ننګونې بېثباته ځمکه، ویجاړ شوي سړکونه، خراب موسم او د مخابراتي اړیکو پرې کېدل دي.
موږ په تبت کې د وضعیت په اړه د چینايي دولتي رسنیو پر راپورونو تکیه کوو.

د عکس سرچینه، VCG via Getty Images
د چین لپاره د بي بي سي خبریاله لایورا بائکر په دې هکله خپل رپوټ کې وايي، تبت چې چین په ۱۹۵۰مو کلونو کې له ځان سره یوځای کړی و، د دغه هېواد له هغو سیمو ده چې تر ټولو سخت امنیتي او اداري کنټرول پرې عملي کېږي.
له اوږدې مودې راهیسې په تبت کې د زیات اختیار غوښتنې مطرح شوې دي، او د دې لپاره چې بېجینګ د لاریونونو او اعتراضونو په څېر د هر ډول بېثباتۍ له نښو اندېښنه لري، سیمه تر سختې څارنې لاندې ساتل کېږي.
همدا لامل دی چې د مرستو او ژغورنې په تړاو لارښوونې په مستقیم ډول د چین د ولسمشر شي جین پینګ له خوا ورکړل شوې دي او د چین صدراعظم لي چیانګ د پنجشنبې په ورځ د پېښې سیمې ته سفر وکړ. د لویو طبیعي پېښو له رامنځته کېدو لږ وخت وروسته د صدراعظم دا ډول چټک سفر نسبتاً نادره خبره ګڼل کېږي.
تبت ته د ننوتلو لپاره ځانګړې ویزې ته اړتیا ده او د بهرنیو رسنیو لپاره هلته لاسرسی ډېر ستونزمن او ځینې وخت ناشونی وي. له سیمې سره د اړیکو ټینګول او له اوسېدونکو سره خبرې کول هم اسانه نه دي.
له همدې امله د سیمې د وضعیت په اړه د خپلواکو معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي، او ډېری راپورونه د چین د دولتي رسنیو پر معلوماتو ولاړ دي.
هغه زیارت کوونکي چې له نیپاله د تبت له لارې د سپېڅلي 'کایلاش' غره پر لور سفر کوي، باید څلور بېلابېلې اجازې ترلاسه کړي، چې په هغو کې د چین د پوځ ځانګړې اجازه هم شامله ده.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
بل لور د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو د نړیوال فدراسیون (IFRC) د نیپال د پلاوي مشر ډېوېډ فشر وايي، د دوی د اټکل له مخې د چهارشنبې ورځې سېلابونو شاوخوا ۹۳ زره کسان اغېزمن کړي دي.
هغه د نورو احتمالي سېلابونو او د هغو د احتمالي اغېزو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
فشر د جمعې په سهار په یوه خبري غونډه کې وویل:
"موږ د دویم احتمالي سېلاب د خطر په اړه یقیناً ډېر اندېښمن یو."
د IFRC له خوا د بېړنیو او ژوند ژغورونکو مرستو د تمویل لپاره د ۲۵ میلیونه سویسي فرانکو (شاوخوا ۲۳ میلیونه پونډه او ۳۱ میلیونه ډالره) عاجله نړیواله مرسته غوښتل شوې ده.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې هدف لپاره یې خپل ټول نړیوال بشري مرستندوی شبکه فعال کړې ده، چې زیانمن شویو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.




















