په جنګي جرمونو محکوم شوی بوسنیایی صرب قوماندان راتکو ملادیچ د ۸۴ کلونو په عمر ومړ

د عکس سرچینه، Reuters
د بوسنيايي صرب ځواکونو پخوانی قوماندان او محکوم شوی جنګي مجرم راتکو ملادیچ په هاګ ښار کې د ملګرو ملتونو په توقیفي زندان کې د ۸۴ کلونو په عمر مړ شو.
دی په ۲۰۱۷ کال کې د پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړو په ترڅ کې چې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵ پورې روانې وې، د توکمیزو وژنو، جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو له امله په عمري بند محکوم شوی و.
د بوسنیا له جګړې وروسته، ملادیچ د ۱۶ کلونو لپاره تښتېدلی او پټ و، تر هغې چې په ۲۰۱۱ کال کې د سربیا په کلیوالي سیمه کې وموندل شو او وروسته د هالنډ په هاګ ښار کې محاکمې ته وړاندې شو.
د هغه سزا، چې د ''بوسنیا قصاب'' په نوم هم پېژندل کېده، په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو محکمې لخوا د استیناف په ترڅ کې هم تائید شوه. نوموړي ته د ملګرو ملتونو د توقیفي مرکز په روغتون کې د پالیاټیف یا سختې ناروغۍ درملنه ورکول کېده، او همالته یې ساه ورکړه.

د عکس سرچینه، PASCAL GUYOT/AFP via Getty Images
د ملګرو ملتونو محکمې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د نوموړي د مړینې تائید وکړ او په وینا یې هالنډي چارواکو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
محکمې زیاته کړه چې د محکمې مشر قاضي "د ملادیچ د مړینې د شرایطو او لاملونو د بشپړې څېړنې امر کړی دی."
د روان کال په مې میاشت کې محکمې د هغه غوښتنه رد کړې وه چې د ژوند وروستیو پړاوونو ته د رسېدو له امله له زندانه خوشی شي.
قاضي ومنله چې د هغه روغتیایي وضعیت "ډېر نازک او جدي" و، خو پرېکړه یې وکړه چې نوموړی په زندان کې "هر اړخیزه او له بشري خواخوږۍ ډکه درملنه" ترلاسه کوي.
د ملادیچ وکیلانو هغه مهال ویلي وو چې نوموړی له ډېرې مودې راهیسې یا په بستره پروت و او یا یې له ګرځنده څوکۍ (ویلچېر) کار اخیست. دوی دغه راز ادعا کړې وه چې وروسته هغه ته د مغزي سکتې (سټروک) شکمنه حمله پیدا شوه، چې له امله یې نږدې د خبرو کولو توان له لاسه ورکړی و.

د عکس سرچینه، Reuters
ملادیچ، چې هېڅکله یې د ملګرو ملتونو محکمه په رسمیت ونه پېژندله، له ۲۰۱۱ کال راهیسې د هاګ په توقیف خونه کې بندي و.
دی د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د بوسنیايي صرب ځواکونو قوماندان و او د بوسنیايي کروات او بوسنیاک (بوسنیايي مسلمان) ځواکونو پر وړاندې یې د جګړې مشري کوله.
د جګړې پر مهال، د هغه ځواکونو داسې کړنې ترسره کړې چې وروسته د "توکمیزې تصفیې" په نوم مشهورې شوې. موخه یې دا وه چې غیرصرب وګړي په زور له بوسنیا او هرزېګوینا وشړي. د هغه ځواکونو د سارایوو ښار کلابند کړ، چې له امله یې له ۱۰ زرو ډېر کسان ووژل شول، او دغه راز یې په سربرینیتسا کې د شاوخوا اته زرو سړیو او هلکانو ډلهییزه وژنه وکړه.
حسن حسنویچ، چې د سربرینیتسا له ژوندي پاتې شویو کسانو دی، اوس د سربرینیتسا د یادګاري مرکز کارکوونکی دی او په هغه ډله ییزه وژنه کې یې خپل غبرګونی ورور او پلار له لاسه ورکړي، د بي بي سي نړیوالې څانګې د 'نيوزهاور' پروګرام ته وویل چې د ملادیچ مړینه "بشپړتیا یا د زړه تسلي نه راولي، ځکه هغه کسان چې په سربرینیتسا کې وژل شوي، بېرته راژوندي کېدای نه شي."
هغه وویل: "د هغه مړینه یوازې یوه بیولوژیکي اړتیا وه، خو دا هغه سیاسي او پوځي پروژه پای ته نه رسوي چې د توکمیزې وژنې دغه میراث یې رامنځته کړی. موږ اوس هم د یوه وېشل شوي هېواد او توکمیزې وژنې د انکار له پایلو سره ژوند کوو."
خو د بوسنیايي صرب بېلتون پال مشر، میلوراد دودیک، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ملادیچ "د صربانو لخوا درناوی کېده. هغه د یوه قوماندان په توګه د صربانو د دفاع لپاره ودرېد."
د سربیا پلازمېنه بلګراد کې هم ځینو اوسېدونکو د هغه ستاینه کړې ده.
د رویټرز په وینا، د میلان په نوم یوه اوسېدونکي وویل: "زه په رښتیا باور لرم چې هغه د صرب خلکو ساتنه کړې، ځکه همدا یې دنده وه."
بل کس، واسیلیه، وايي: "دا یوه ډېره لویه ضایعه ده. زما په اند، دا بشپړه بېانصافي وه چې هغه اصلاً هاګ ته ولېږدول شو."




















