د ټوليز امنيت تړون: له افغانستان سره د پولې امنيت ساتلو لپاره تاجکستان ته وسلې او تجهيزات لېږو

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټولیز امنیت تړون سازمان (سياېسټياو) مشر وایي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنيت پیاوړتیا لپاره د اړتیا وړ وسلو او پوځي تجهیزاتو نوملړ وروستی شوی او پتیل شوې چې لومړنۍ جوپه یې د روان کال په مني کې تاجکستان ته وسپارل شي.
د دغه سازمان د مشر طلعتبېک مصدقوف په وینا د افغانستان او تاجکستان د پولې ټیکاو د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولو غړو هېوادونو لپاره مهم دی. د دغه سازمان سرمنشي ویلي چې روسیه، تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو په برابرولو کې بنسټي رول لري.
ښاغلي مصدقوف ويلي، د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیت ټينګښت لپاره اوسني اقدامات کافي نه دي او په وینا یې، د پولې امنیت لا نورو پياوړتياو ته اړتيا لري.
دا سازمان تر ډېره د پخواني شوروي له غړو هېوادونو جوړ یوه امنیتي ټلواله ده چې د اړتیا پر وخت د یوه بل لاسنیوی کوي. دا سازمان چې مسکو یې مشري کوي، بیلاروس، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي دي.
د ټولیز امنیت تړون سازمان په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن پروګرام تصویب کړ. چي د پولې ساتنه پیاوړې، او د تاجکستان سرحدي ځواکونه په عصري امنیتي وسایلو سمبال کړي.
ښاغلي مصدقوف د روسيې له تاس نيوز سره په مرکه کې ويلي، "که خدای مه کړه هلته کومه پېښه رامنځته شي، دا به يوازې د تاجکستان ستونزه نه وي، بلکې د سازمان د ټولو غړو او د ګډو هېوادونو د خپلواکو دولتونو د ټولنې د نورو غړو ستونزه به هم وي".
دا په داسې حال کې ده چې د ټولنيز امنیت تړون سازمان وړاندې په افغانستان کې د بېلابېلو نړیوالو توندلارو او ترهګرو ډلو د فعالیت د بېثباتونکو اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د دغه سازمان د ګډو ځواکونو قوماندان اندریې نیکولاوېچ سردیوکوف ویلي، وو دا چې دغه ډلې ګاونډیو سیمو ته د ترهګرۍ صادرولو وړتیا لري، نو سیمهییز ثبات او امنیت ته ترې خطر ډېر دی او په وینا یې، "د راډیکالو ایډیالوژیو پراختیا او د نشهيي توکو قاچاق لا هم جدي ننګونې رامنځته کوي."
لږترلږه دوو بریدونو کې چې ویل کېدل د افغانستان له خاورې شوي، پینځه چیني وګړي، چې پولې ته نږدې یې د تاجکستان په کانونو کې کار کاوه، ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پېښې د دې لامل شوې تاجکستان له روسيې، افغانستان سره د خپلې پولې د امنيت ساتلو کې "مرسته" وغواړي.
کابل هغه مهال ویلي وو، په دغو پېښو کې "هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بېثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي."
خو د طالبانو حکومت بیا وايي چې د "افغانستان او همسایه هېوادونو ترمنځ پولو کې کلک امنیتي تدابیر او پلانونه شته" او دا چې له دې اړخه اندېښنې بې ځایه دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وړاندې بيبيسي ته ویلي، چې له تاجکستاني اړخ سره د پولو امنیت په تړاو "افهام و تفهیم" لري، "دا چې پخوا دغه لارې د قاچاقبرو د تګ راتګ لارې پاتې شوې دي، طبعا کله کله د قاچاق هڅې کېږي، خو دا په دې معنا نه ده، چې دا پولې ناامنه دي یا زیان اوښتی، بلکې په مراتبو امن شوې دي او ښه هماهنګي منځ ته راغلې ده."
د ټولنيز امنیت تړون سازمان د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو سره د ۱۹۹۲ کال د می پر ۱۵مه تاشکند کې د کوربه ازبکستان، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې او تاجکستان د مشرانو لخوا د ډلهییز امنیت تړون د لاسلیکېدو پایله کې رامنځ ته شو.
یو کال وروسته اذربایجان، بېلاروس او ګرجستان هم له دغه سازمان سره یوځای شول.
که څه هم ازبکستان، ګرجستان او اذربایجان وروسته لاره ترې جلا کړه، خو روسيه، بېلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړیتوب ته دوام ورکړی.























