د بلوچستان اعلی وزیر: که شخصي جایدادونه د توندلارۍ لپاره وکارول شي، مالکان به یې د وسله والو د همکارانو په توګه وبلل شي

میر سرفراز بګټي

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي وايي، که په مستونګ سیمه کې د انګورو له باغونو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي، د دغو ملکیتونو څښتنان به د بریدګرو د همکارانو په توګه وپېژندل شي.

ښاغلي بګټي د جمعې په ورځ د کوټې پولیسو مرکزي دفتر په یوه غونډه کې وویل، حکومت نه غواړي داسې عملیات ترسره کړي چې عام وګړي زیانمن کړي. د هغه په وینا، سختدریځې ډلې ډېری وخت ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي، خو په وینا یې د دولت د زغم هم یوه ټاکلی حد شته.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې وايي، په مستونګ سیمه کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو او د وسله والو لخوا د انګورو د باغونو او نورو شخصي ملکیتونو د احتمالي کارونې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، بګټي وویل، که له کوم بڼه د امنیتي ځواکونو پر کاروانونو برید وشي، د کورنیو چارو پر ایالتي وزیر برید کېږي، د بڼ خاوندان نه شي کولای ووايي، چې دوی په خپله ځمکه کې د وسله‌والو له شتونه خبر نه وو.

هغه زیاته کړه، که شخصي ملکیت د سختدریځۍ او وسله‌والو فعالیتونو لپاره کارول کېږي، مالک به یې هم د اسانتیا برابرونکي یا همکار په توګه وګڼل شي.

د بلوچستان وزیر اعلی وویل چې د باغونو مالکانو ته بیا بیا خبرداری ورکړل شوی دی. ده ټینګار وکړ چې که د شخصي ملکیتونو کارول د وسله‌والو فعالیتونو لپاره دوام ومومي، حکومت به اړ شي چې خلک له دغو سیمو څخه بل ځای ته ولېږدوي او یا هم هغه بڼونه له منځه یوسي چې د سختدریځۍ لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

د بلوچستان کورنیو چارو پر ایالتي وزیر میر ضیاء‌الله لانګو په مستونګ سیمه کې وسله وال برید شوی و.

د عکس سرچینه، Balochistan Assembly

د عکس تشریح، د بلوچستان کورنیو چارو پر ایالتي وزیر میر ضیاء‌الله لانګو په مستونګ سیمه کې وسله وال برید شوی و.

میر سرفراز بګټي زیاتوي، دا د منلو وړ نه ده چې شخصي ملکیتونه دې په پرلپسې توګه د سختدریځو ډلو د فعالیتونو لپاره وکارول شي.

د یادونې ده، مستونګ د بلوچستان له ناامنه سیمو یوه ده، چې وروستی ځل د پاکستان خپلواکۍ لمانځنې پر ورځ (اګست ۱۴) د کورنیو چارو پر ایالتي وزیر میر ضیاء‌الله لانګو په همدې سیمه کې وسله وال برید وشو.

رسمي سرچینو ویلي و، میرضیا‌ء الله لانګو په کلات کې د پاکستان د ازادۍ ورځې په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته مرکزي ښار کوټې ته روان و،‌ چې پر کاروان یې د مستونګ ضلعې ګنډ عمراني‌ سیمې ته نږدې برید وشو.

په هغه پېښه کې میر ضیاء‌الله لانګو ته زیان نه دی اوښتی، خو شپږ ساتونکي یې ټپیان شوي وو.

نوموړی هلته په ډي‌سي‌ کمپلېکس کې د پاکستان د خپلواکۍ ۷۹مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې برخه واخیسته او د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته بېرته کوټې ته روان وو چې مستونګ کې یې پر قافله برید وشو.

ښاغلي لانګو له بي‌بي‌سي سره تلېفوني خبرو کې وویل، چې وسله‌وال بریدګر د سړک دواړو غاړو ته باغونو کې پټ شوي وو او د دوی د کاروان له ور رسېدو سره یې سختې ډزې پیل کړې.