تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نظرپوښتنه: امریکا کې له ایران سره د جګړې ملاتړ تر ۴۰٪ کم شوی
یوازې له هرو درېیو امریکایانو یو کس د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ کوي. دا د رویټرز/ایپسوس په نظرپوښتنه کې د هغه د پنځه میاشتنۍ جګړې له لومړیو ورځو وروسته تر ټولو ټیټه کچه ده. ډېری ګډونوالو ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جګړې موخې په واضح ډول نه دي تشریح کړي.
دا نظرپوښتنه چې له جمعې ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې، دا هم ښيي چې د جمهوريپالو ولسمشر د تایید کچه ۳۷٪ ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پرتله درې سلنه زیاتوالی دی. تېره میاشت د هغه د ولسمشرۍ تر ټولو ټیټې کچې سره برابره شوې وه.
ټرمپ د جګړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي؛ لکه د ایراني حکومت د بدلون لپاره د ایرانیانو ملاتړ، د ایران د بالستیک توغندیو وړتیا له منځه وړل او د اټومي وسلې د ترلاسه کولو مخنیوی.
نظرپوښتنې ښودلې چې ۶۹٪ امریکایان ــ چې پکې د جمهوريپالو له ډلې ۱۰ کې ۴ کسان هم شامل دي ــ باور لري چې ټرمپ "د ایران په چارو کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې په روښانه ډول نه دي بیان کړي."
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا وېلز وویل چې ټرمپ به پرېکړې د "بدلېدونکو نظرپوښتنو" پر بنسټ نه کوي او بیا یې ټینګار وکړ چې ولسمشر هوډ لري ایران هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.
هغې وویل: "د امریکا خلکو ته تر ټولو مهمه خبره دا ده داسې قوماندان ولري چې د هغوی د خوندي ساتلو لپاره زړور ګامونه واخلي."
د جګړې ملاتړ له هغه وخت راهیسې چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل، تر ۴۰٪ کم پاتې شوی دی؛ دا د وروستیو نورو جګړو له لومړیو میاشتو سره څرګند توپیر لري.
که څه هم هره جګړه خپل ځانګړی شرایط لري، خو:
د ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۱ پورې د عراق جګړې په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۷۰٪ امریکایانو ملاتړ کاوه.
د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان جګړې په لومړیو ورځو کې شاوخوا ۹۰٪ امریکایانو د جګړې ملاتړ کړی و، د ګالوپ د نظرپوښتنو له مخې.
"نه پوهېږم ولې له دوی سره جګړه پیل شوه"
د جګړې په اړه د خلکو ناخوښي د ټرمپ او د هغه د جمهوريپالو ګوند لپاره د نومبر د منځمهالو ټاکنو له مخه ستونزه جوړوي؛ په دغو ټاکنو کې د ولسمشر متحدین هڅه کوي چې په کانګرس کې خپلې کمزورې اکثریتې څوکۍ وساتي.
د جورجیا ایالت د سټاکبریج اوسېدونکي متقاعد تخنیکر الیکس وومک وویل: "دا روښانه نه ده چې ولې موږ له دوی سره جګړه پیل کړه. زه هېڅ نه پوهېږم".
وومک، چې د امریکا د سمندري ځواکونو غړی و او د ۱۹۹۱ کال د خلیج جګړې پر مهال یې خدمت کړی و، وویل چې د جګړې له امله یې د ټرمپ ملاتړ کم شوی دی.
هغه وویل: "زما په شخصي نظر، زه فکر نه کوم چې هغه ډېر ښه کار کوي".
تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي، په داسې حال کې چې په ایران او لبنان کې زرګونه کسان وژل شوي دي؛ په لبنان کې د ایران ملاتړو وسلهوالو له اسراییلي ځواکونو سره جګړه کړې ده.
جګړې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي، چې د ډېرو امریکایانو پر اقتصادي وضعیت یې اغېز کړی. د پټرولو بیه اوس په ټول هېواد کې په منځني ډول له ۴ ډالرو لږه لوړه ده، په داسې حال کې چې د فبرورۍ د ۲۸مې له جګړې مخکې شاوخوا ۳ ډالر وه.
جمهوريپال سیاسي سلاکار الیکس کاننټ وویل: "دا په ګڼو لارو پر ګوند فشار راوړي، او ټولې یې بدې پایلې لري".
هغه زیاته کړه چې سپینې ماڼۍ چارواکو له جنورۍ راهیسې ویلي چې باید اقتصادي بحثونه وګټي، خو دا کار ستونزمن دی کله چې تمرکز یې په ښکاره ډول پر بهرني سیاست وي.
د رویټرز/ایپسوس په وروستۍ نظرپوښتنه کې خپلواک ثبت شوي رایهورکوونکي د کانګرس لپاره د ډیموکرات نوماندانو ته د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په پرتله د ۳۶٪ په مقابل کې د ۲۰٪ ملاتړ ښيي.
ټرمپ ژمنه کړې وه چې امریکا به له اوږدو جګړو لرې ساتي
د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاین پر مهال ټرمپ ویلي وو چې امریکا به له اوږدمهاله جګړو لرې وساتي.
هغه په پیل کې اټکل کړی و چې د ایران جګړه به له څلورو تر پنځو اوونیو دوام وکړي.
هغه د نورو جګړو، لکه د ویتنام جګړې، سره له پرتله کېدو ناخوښي ښودلې ده؛ هغه جګړه شاوخوا دوه لسیزې روانه وه او له ۵۸ زرو ډېر امریکايي سرتېري پکې وژل شوي وو.
رایان انډرسن، د جورجیا ایالت یو خپلواک رایهورکوونکی چې په ۲۰۲۴ کې یې ټرمپ ته رایه ورکړې وه، وویل چې ټرمپ باید پر کورنیو ستونزو تمرکز وکړي، نه دا چې د اسراییل یا نورو متحدینو ملاتړ وکړي.
هغه وویل: "زما تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پر هغو خلکو تمرکز وشي چې په همدې هېواد کې ژوند کوي".
انډرسن، چې دوه دندې لري، وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې یې ډیموکرات جو بایډن ته رایه ورکړې وه.
له مارچ میاشتې له نیمايي راهیسې د رویټرز/ایپسوس په سروې کې له ګډونوالو پوښتل کېږي چې ایا دوی د ایران پر ضد د پوځي بریدونو ملاتړ کوي که مخالفت.
په هغه وخت کې ۳۷٪ کسانو د جګړې ملاتړ کړی و.
دا د جګړې له پیل د ورځې د ۲۷٪ ملاتړ سره پرتله کېږي؛ هغه مهال ګډونوالو ته د "ډاډه نه یم" انتخاب هم ورکړل شوی و چې ۲۹٪ کسانو هغه انتخاب کړی و.
وروستۍ رویټرز/ایپسوس نظرپوښتنه چې آنلاین او په ټول امریکا کې ترسره شوې، د ۱،۲۴۶ امریکايي بالغانو ځوابونه یې راټول کړي او د تېروتنې کچه یې د ۳ سلنې په شاوخوا کې ده.