تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جاپان يوه ښار کې د لومړي جومات جوړېدو غبرګونونه راپارولي
- Author, کورومي موري
- دنده, د توکیو خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
نن دا یوازې یو زرغون واښهلرونکی میدان دی، خو ډېر ژر به د جاپان د دې ښارګوټي د لومړي جومات د جوړېدو ځای وي.
د دې سیمې یوه پخوانۍ اوسېدونکې نوریکو ایزومیزاوا، وايي: "دا خبره مې اندېښمنوي چې ښايي زموږ ټولنه بدله شي."
د ټوکیو سوېل ته، د موټر شاوخوا یو ساعت په واټن کې پروت د سمندر غاړې ارام ښار فوجیساوا کې د اسلامي عبادتځای (جومات) د جوړېدو پلانونو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
ځینې خلک پرې غوسه او وېرېدلي دي، خو ځینې نور ورته هیلهمن ښکاري. دا بېلابېل غبرګونونه د کډوالۍ او ټولنیزو بدلونونو په اړه د خلکو مخ په زیاتېدونکو اندېښنو څرګندونه کوي، په داسې حال کې چې جاپان د نفوس د کمېدو او زړېدو له امله د کارګرانو له کمښت سره مخ دی.
که څه هم کډوالي لا هم په جاپان کې یوه سیاسي او حساسه موضوع ده او سخت محدودیتونه پرې لګېدلي، خو جاپان ورځ تر بلې د تشو کاري بستونو د ډکولو لپاره پر بهرنیو کارګرانو ډېر تکیه کوي. د دې معنا دا ده چې له بېلابېلو کلتورونو، ژبو، مذهبونو او د ژوند له بېلابېلو طریقو سره ډېر کډوال جاپان ته راځي.
له همدې امله، هغه بحث چې اوس د فوجیساوا او د جاپان په نورو ښارونو کې روان دی، د دې هېواد د ملي هویت او ځانپېژندنې له اساسي پوښتنو سره تړاو لري.
ایزومیزاوا په خپلو احساساتو کې یوازې نه ده. هغه د فوجیساوا د هغو اوسېدونکو له ډلې ده چې د مسلمانې ټولنې د مخ پر زیاتېدونکي حضور له امله اندېښمن دي. نوموړې وايي، په امریکا او اروپا کې د کډوالۍ په اړه توند او وېشونکي بحثونه هم د هغې د دې اندېښنې په زیاتېدو کې رول لري.
د روان کال پیل کې، د جومات پر ضد اعتراضونه د سیمې د اورګاډي په تمځي کې زور واخیست، چې زرګونه کسان سړکونو ته راووتل څو د جومات د جوړېدو له وړاندیز سره مخالفت وکړي. ځینې معترضان استدلال کوي چې د جاپاني شینتو مذهب د نږدې عبادتځای په پرتله د ډېر لوی جومات جوړول بېاحترامي ده.
همدارنګه، راپورونه وایي چې په جاپاني ټولنیزو رسنیو کې له کرکې ډکې څرګندونې او ناسم معلومات خپاره شوي دي. ځايي رسنۍ وايي، جوماتونو ته سپکاوی کوونکي ټیلیفوني زنګونه او برېښنالیکونه استول شوي، چې له امله یې د کرکې ضد ډلو هم متقابل لاریونونه کړي او د نفرت د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
هیروکي سوزوکا، چې د هغې سړک مقابل لوري ته یو کافه چلوي چې د فوجیساوا جومات به پکې جوړ شي، د لا زیات تفاهم او خبرو اترو غوښتنه کوي.
هغه وايي: "زه نه په ځانګړي ډول مخالف یم او نه هم په کلکه ملاتړی."
هغه زیاتوي: "لومړی ګام دا دی چې د دوی په اړه زده کړه وکړو؛ اسلام څه دی، مسلمانان څوک دي، او دوی کوم ارزښتونه او لیدلوري لري. هر څه له خلاص ذهن او د یو بل د درک کولو له لېوالتیا پیلېږي."
په جاپان کې د مسلمان په توګه ژوند
سوداګر محمد محیالدین له تېرو ۳۹ کلونو راهیسې د جاپان په اوساکا ښار کې ژوند کوي. هغه په ۱۹۸۷ کال کې د ښه کار موندلو په موخه د خپل هېواد، سریلانکا، جاپان ته کډه وکړه، هغه مهال چې د جاپان اقتصاد د ودې په اوج کې و.
هغه لومړی د قیمتي ډبرو سوداګري کوله، او وروسته یې د سوداګرۍ په برخه کې کار وکړ، چې له جاپانه یې کارول شوي موټر سرېلنکا او پاکستان ته صادرول.
محیالدین وایي، هغه مهال چې جاپان ته راغی، بهرني اوسېدونکي ډېر لږ وو.
خو د هغه په وینا، د پخوا په پرتله اوس د ځايي خلکو چلند سخت شوی او د مسلمانانو پر ضد، هم په انټرنېټ او هم مخامخ، سپکاوی کوونکې خبرې زیاتې شوې دي.
هغه وايي: "په ټولنیزو رسنیو کې بېشمېره تبصرې لیدل کېږي لکه: "له جاپانه ووځئ" او "خپل هېواد ته بېرته ولاړ شئ". ځینې کسان جومات ته هم راځي او سپکاوی کوي".
محمد محیالدین هره ورځ د لمانځه او د اسلامي ټولنې د نورو چارو لپاره د اوساکا جومات ته ځي. هغه وایي، تر اوسه یې هېڅکله داسې احساس نه دی کړی چې ژوند یې له خطر سره مخ وي.
سره له دې چې له خپلو ګاونډیانو سره یې د کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې، خو هغه وايي چې په وروستیو کلونو کې یې د مسلمانانو پر وړاندې د خلکو په چلند کې بدلون محسوس کړی دی.
هغه وايي: "اوس داسې احساس کوم چې خلک له موږ وېره لري".
د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې لفظي سپکاوی ډېر شوی دی. هغه یادونه کوي چې د دوی د مسلمانې ټولنې غړي "ترهګر" بلل شوي، د بمونو په جوړولو تورن شوي او ویل شوي چې له جاپانه ووځي.
هغه وایي: "کله چې داسې څه وشي، یوازینی کار چې موږ یې کولای شو صبر دی. هغوی غواړي جګړه او شخړه رامنځته کړي. غواړي وګوري چې موږ به تر کومه حده وزغمو".
هغه زیاتوي: "نو موږ ارام پاتې کېږو، په نرمه لهجه خبرې کوو او له هغوی سره په مهربانۍ چلن کوو، ځکه ډېری جاپانیان د اسلام په اړه کافي معلومات نه لري".
سره له دې، محیالدین باور لري چې د دواړو خواوو پر غاړه یو څه مسؤلیت شته.
هغه وايي: "موږ یوازې په خپلو کارونو بوخت وو او د اوږدې مودې لپاره مو دومره هڅه ونه کړه چې خلکو ته وښیو موږ څوک یو. همدارنګه، موږ د جاپاني ټولنې برخه کېدو لپاره هم کافي هڅې ونه کړې".
او په پای کې زیاتوي: "له دې وروسته غواړم لا ډېر کار وکړم، چې خبرې اترې زیاتې شي او د یو بل ترمنځ ښه متقابل تفاهم رامنځته شي".
۶۱ کلن شکیل محمد له تېرو لسو کلونو راهیسې د سایتما ولایت د یاشیو جومات استازیتوب کوي. هغه له پاکستانه جاپان ته له کډه کېدو وروسته ۲۶ کاله د ساختماني پروژو د څارونکي په توګه کار کړی او په روانه جاپاني ژبه خبرې کوي.
محمد وايي، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د جاپان قوانین مراعات شي؛ لکه کثافات په سمه توګه بېلول، د پارکینګ قوانینو ته درناوی کول، او د بایسکل چلولو پر مهال خولۍ اغوستل.
هغه وايي: "موږ هره هڅه کوو چې په جاپان کې د کارونو طریقې ته درناوی وکړو او قوانین تعقیب کړو. ادب او درناوی هم مهم دی، حتی دومره ساده کار لکه خلکو ته سلام کول".
هغه وویل چې د یاشیو جاپاني اوسېدونکي د سیمې د پاکستاني ټولنې لپاره د ټوکې په ډول د "یاشیوستان" نوم کاروي.
هغه زیاتوي: "البته، ځینې پاکستانیان شته چې ناسم چلند کوي، خو هغوی یوازې یوه کوچنۍ ډله ده. همدا خبره د جاپانیانو په اړه هم صدق کوي".
کډوالي او هویت
جاپان د لویو نفوسیزو بدلونونو په منځ کې له دې پوښتنې سره مخ دی چې خپل هویت څنګه وساتي.
په جاپان کې مسلمانان، چې پکې بهرني اوسېدونکي او جاپاني مسلمانان دواړه شامل دي، د ۲۰۲۴ کال تر پایه شاوخوا ۴۲۰ زره تنه وو، چې په ۲۰۱۹ کال کې د ۲۳۰ زرو په پرتله زیاتوالی ښيي. دا معلومات هیروفومي تانادا، د واسیدا پوهنتون استاد (ممتاز تقاعد شوی استاد)، ورکړي چې په جاپان کې د اسلام په اړه څېړنې کوي.
د جاپان د مسلمان نفوس زیاتوالی د هېواد د یوې لویې عمومي بدلون نښه هم ده. د بهرنیو اوسېدونکو شمېر ـ چې ډېری یې له چین، ویتنام، سویلي کوریا او فلیپین څخه دي ـ په ۲۰۲۵ کال کې له څلورو میلیونو واوښت. د حکومتي معلوماتو له مخې، په همدې کال کې ریکارډ ۲.۵۷ میلیونه بهرني وګړي په جاپان کې کار کوي. په ورته وخت کې، د جاپان نفوس نږدې یو میلیون کم شوی و.
د جاپان حکومتي چارواکو له ډېرې مودې راهیسې له دې ډډه کړې چې هېواد "د کډوالو هېواد" وبولي، خو داسې ویزې یې هڅولې دي چې دایمي نه، بلکې لنډمهاله بلل کېږي. نیوکه کوونکي دا حالت د "پټې کډوالۍ نظام" په نوم یادوي.
خو بیا هم، لومړۍ وزیرې سانا تاکایچي د پراخې کچې کډوالۍ پر وړاندې یو ډېر محافظهکار دریځ خپل کړی دی. د ۲۰۲۶ کال په جون کې، د جاپان حکومت پرېکړه وکړه چې د بهرنیو اتباعو د ویزو بیې پنځه برابره لوړې کړي؛ دا بدلون وروسته له هغې راغی چې نږدې ۵۰ کاله د ویزو بیې نه وې لوړې شوې.
اوس حکومت پلان لري چې د کډوالۍ د خدماتو ادارې کارکوونکي شاوخوا ۲۳۰ تنه زیات کړي، څو د هغو بهرنیانو پر وړاندې څارنه او اقدامات پیاوړي کړي چې په ناقانونه توګه له ټاکلې مودې زیات پاتې کېږي. چارواکي ښايي په هېواد کې د بهرنیو اوسېدونکو د شمېر د تنظیم لپاره یو حد هم وټاکي.
لکه څنګه چې د کډوالو ټولنې لا څرګندې او لیدل کېدونکې کېږي، جاپان اړ کېږي له هغې پوښتنې سره مخامخ شي چې له ډېرې مودې راهیسې یې هڅه کړې وه ترې ډډه وکړي:
ایا جاپان کولای شي یو ډېر متنوع هېواد شي او په عین وخت کې خپل هغه ملي هویت او ټولنیز یووالی وساتي چې ورته ارزښت ورکوي؟
بېرته په فوجیساوا کې، ایزومیزاوا مني چې هغې خپله هېڅکله له یوه مسلمان ګاونډي سره منفي تجربه نه ده لرلې.
هغه په اوږه اچولو سره وايي: "حقیقت دا دی، ښايي زه یوازې له هغه څه وېرېږم چې نه یې پېژنم".
اضافي راپور: چیه کوبایاشي