د کابل جلال اباد پر لاره د لارۍ چپه کېدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان ختیځ کې چارواکي وايي، د لغمان د قرغیو ولسوالۍ سرخکان سیمه کې د کابل جلال اباد پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت کې د لغمان د ولایتي ادارې ویاند عبدالمالک نیازي بي بي سي ته ویلي، مړه شوي او ټپیان له پاکستانه د ستنېدونکو کورنیو غړي او دا چې لویه برخه په کې ښځې او ماشومان دي.

هغه وویل ښايي د ټپیانو شمېر له دې هم لوړ وي.

ښاغلی نیازی وايي، په مړو شویو کسانو کې لس ماشومان، پینځه ښځې او درې نارینه شامل دي.

پېښه د شنبې پر سهار پنځه نیمې بجې شوې. ښاغلی نیازی وايي ټپیان د ننګرهار حوزوي او نږدې نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې پېښه کې ټپیان شوي کسان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی، خو په تېر کې معمولاً خرابې لارې، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې د خورا سختو خونړیو ترافیکي پښو لاملونه بلل شوي.

د تېر کال اګست کې له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو بس ګاډی په هرات کې له یوه ټانکر سره ټکر شو او اور یې واخیست، چې له کبله یې ۷۹ کسان مړه شول.

د هرات پولیسو هغه مهال د بس چلوونکي د ''خورا زیات سرعت او بې پروايي'' د هغې خونړۍ پېښې لامل بللې وه.