تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په رومانیا کې د روسيې ډرون لګېدو د اروپايي ټولنې او ناټو غبرګونونه راپارولي دي
په رومانیا کې پر یوې استوګنيزې ودانۍ د روسيې د یوې بي پيلوته الوتکې يا ډرون لګېدو د بخارست، ناټو او اروپايي ټولنې د چارواکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
رومانیا خبرداری ورکړی چې دا ورته هېڅکله د زغملو وړ نه ده چې د اوکرايین پر وړاندې د روسيې د دښمنۍ اغېز د دوی پر وګړو وشي.
دا پېښه د رومانیا د ختيځې پولې تر څنګ له اوکرايين او مالدووا سره نژدې د ګالاتي په ښار کې شوې ده. په پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي او د اور لګېدو سبب ګرځېدلې ده.
رومانيا د روسيې سفير احضار کړی او ولسمشر یې نیکوشور دان د ملي دفاع شورا غونډه رابللې ده.
د اوکرايين پر وړاندې د څلور کلنې جګړې پر مهال روسي ډرونونه څو ځله د رومانیا له پولې وراوښتي دي خو دا لومړی ځل دی چې د ناتو د غړي په دغه هېواد کې وګړي زيانمن کېږي.
روسیې تراوسه د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د رومانيا د بېړنیو خدمتونو د مديريت ادارې ويلي، ډرون چاودلی او د يوې ودانۍ په لسم پوړ کې د اور لګېدو سب ګرځېدلی دی.
دوه کسان تر روغتيايي درملنه لاندې دي او شاوخوا ۷۰ تنه نور د اور کابو کولو لپاره له ودانۍ ايستل شوي دي.
د رومانيا د دفاع وزارت ويلي چې د ډرونونو له معلومېدو وروسته دوه اېف-۱۶ جنګي الوتکې سملاسي هوا ته پورته کړل شوې.
د رومانیا د پوځ يوه جنرال ويلي، ځواکونه یې له جدي محدوديتونو سره مخامخ وو، ځکه هغوی نشوی کولی چې داسې مهمات وکاروي چې د اوکرايين هوايي حريم نقض کړي.
د رومانيا پوځ هڅه کړې چې خلکو ته ووايي دا پېښه په حقیقت کې د دوی پر هېواد مستقيم برید نه و بلکې "پولې ته څېرمه یوه شخړه وه چې یوازې د سيمې پر خلکو یې اغېز کړی دی".
د رومانيا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، دا پېښه د روسيې له لورې د تاوتریخوالي "جدي او نامسوولانه زياتوالی" څرګندوي.
د اعلاميې له مخې بخارست له ناټو غوښتي چې رومانیا ته د "ډرون ضد تجهيزاتو د لېږد بهير ګړندی کړی".
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې همدا راز ويل شوي، "له دغو ډرونونو یو یې د رومانیا هوايي حریم ته داخل شو، رادار د ګالاتي ښار تر جنوبي برخې تعقيب کړ او وروسته د اپارتمانونو د یوې ودانۍ پر چت ولګېد او د اور لګېدو سبب وګرځېد".
تر دې وړاندې د اپرېل په مياشت کې یوه روسي ډرون په ګالاتي ښار کې مالي زيانونه اړولي وو خو په هغه پېښه کې څوک نه وو ټپيان شوي.
د رومانيا د دفاع وزارت وايي په اوکرايين کې د جګړې له پیل راهيسې د رومانيا پر خاوره په ۴۷ جلا پېښو کې د ډرون ټوټې موندل شوې چې یوازې ۱۲ یې تېر کال وې.
د ناټو او اروپايي ټولنې غبرګون
ناـو او د اروپايي ټولنې چارواکو د رومانیا پر خاوره د روسيې د ډرون لګېدل غندلي دي. د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې ويلي، دا پېښه "د رومانيا د حاکميت او د اروپا د هوايي حریم ښکاره او جدي سرغړونه ده".
هغې زياته کړې، "بايد اجازه ورنکړل شي چې مسکو له سزا پرته د اروپا هوايي حريم نقص کړي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون ژمنه وکړه چې پر روسيې فشار زيات کړي او له اوکرايين سره خپل ملاتړ ډېر کړي او د اروپا د دفاعي چمتووالي په برخه کې پانګونه وکړي".
د اروپا شورا رئيس انټونيو کوستا هم له رومانيا سره د "بشپړ ملاتړ" اعلانونو تر څنګ، "د اروپايي ټولنې پر خاوره د روسيې د اقداماتو زياتوالی بې پروا او نامسوولانه" بللی دی.
د اروپايي کمسيون مشرې هم ويلي چې "د روسيې يرغلګره جګړه يو ځل بيا له سرې کرښې واوښته".
د ناټو سرمنشی مارک روټ هم د روسيې دا چلند غندلی او دا یې د ټولو لپاره "خطرناک" بللی دی. هغه ويلي چې د رومانيا ولسمشر ته یې ډاډ ورکړی چې ناټو د "خپلو متحدينو د خاورې دفاع ته چمتو ده".