تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر طالبانو د مخکښو شیعه روحانيونو سختې نيوکې: 'پر شيعه ګانو فشارونه لېرې کړئ'
په افغانستان کې د شيعه ګانو دوه مخکښو روحانيونو (ايتالله سيد محسن حجت او ايتالله غلامعباس واعظ زاده بهسودي) په بېساري ډول د طالبانو د حکومت لخوا له شيعه ګانو سره پر چلند سخته نیوکه کړې ده.
ايتالله واعظ زاده بهسودي، چې په افغانستان کې د شيعه ګانو له مراجعو څخه شمېرل کېږي، د ''طالبانو د حکومت لخوا د شيعه ګانو غوښتنو ته نه پاملرنې'' ته په اشارې سره ويلي دي: ''د اسلامي امارت غوږونه کاڼه دي.''
هغه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اختر مراسیمو پر مهال دې ته په اشارې سره چې ''پر افغانستان کې د جعفري مذهب پر پيروانو فشارونه زيات شوي دي''، وویل: ''دا حالت د دې لامل شوی چې خلک له حکومته واټن واخلي، ګيلهمن او ناخوښي شي... دا فشارونه بايد نه يوازې کم شي، بلکې بايد ختم شي. دا د اسلامي امارت په ګټه نه دی، او نه د هېواد په ګټه... کله چې فشار زيات شي، نو که وغواړې که نه، چاودنه رامنځته کېږي، او بايد چارې دې برید ته ونه رسېږي.''
د طالبانو حکومت نږدې پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې واک په لاس کې لري او يو مذهبي نظام يې د حنفي فقهې پر بنسټ جوړ کړی دی.
اوسمهال د شيعه ګانو ازادۍ د ''جمهوريت'' مهال پرتله په څرګند ډول کمي شوې دي. شيعه مذهب نور د پخواني نظام رسميت نه لري، په پوهنتونونو کې د جعفري فقهې تدريس منع شوی، د شيعه ګانو د شخصي احوالو قانون په محکمو کې په رسمي ډول د پلي کېدو اجازه نه لري، د طالبانو قوانين چې د حنفي فقهې پر بنسټ دي، په ځينو مواردو کې د شيعه فقهې له اصولو سره په ټکر کې دي، او همدارنګه له شيعه محصلينو څخه غوښتل شوي چې داسې تعهدنامه لاسليک کړي چې هغوی د حنفي مذهب پيروان ګڼي.
داسې ښکاري چې دا پرلپسې پېښې لامل شوې چې په افغانستان کې يو شيعه لوړپوړی مذهبي مرجع په بېساري ډول د طالبانو پر حکومت نيوکه وکړي.
ايتالله سيد محسن حجت، چې په افغانستان کې يو مخکښ شيعه عالم دی، د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت دې تعهدنامې ته په اشارې سره پرې نيوکه کړې ده.
د افغانستان د نوي تحصيلي کال له پيل سره د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت له ټولو محصلينو وغوښتل چې يوه تعهدنامه لاسليک کړي، چې ځينې برخې يې جنجالي بلل شوې دي، دې کې شپږمه ماده چې وايي: ''د دې له مخې چې د افغانستان خلک د اهل سنت والجماعت د امام اعظم ابو حنيفه (رح) مذهب پيروان دي، د نظام له غوښتنې سره سم زه هم د همدې مذهب تابع يم او اطاعت کوم.''
دغې مادې د هغو محصلينو اعتراضونه راپارولي دي چې د حنفي مذهب پيروان نه دي، په ځانګړي ډول شيعه محصلين.
ايتالله حجت د اختر د لمانځه په خطبه کې وويل: ''دا هېڅ معنا نه لري چې په پوهنتونونو کې خلکو ته فورمې ورکړي او ورته ووايي چې وليکئ زه ژمن کېږم چې د حنفي مذهب مطابق عمل کوم. دا د شريعت خلاف دی. مذهب دين نه دی، مذهب دين ته د رسېدو يو لار ده. موږ ژمن يو چې په اسلام عمل وکړو. يو څوک د حنفي مذهب له لارې اسلام عملي کوي او بل د جعفري مذهب له لارې. د دواړو موخه يوه ده، خو لارې بېلابېلې دي... ايا تاسې کولی شئ يو حنفي ته ووايئ چې وليکه او لاسليک يې کړه چې ته به د جعفري مذهب مطابق عمل کوې؟! هغسې چې هغه به لاسليک ونه کړي، موږ هم نشو کولی.''
خو د طالبانو حکومت ټينګار کوي چې شيعه ګان د خپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې ازاد دي.
په هغو مواردو کې چې دغه حکومت د شيعه ګانو پر مراسمو (لکه د محرم په مياشت کې) ځينې محدوديتونه لګولي، دليل يې امنيتي اندېښنې بللې دي.
ښاغلي واعظ زاده بهسودي د طالبانو حکومت لخوا له يو شيعه روحاني سره وروستي چلند او له هغه نه تعهد اخيستلو ته په اشارې سره وويل:
''ان د علماوو حرمت هم ماتېږي… يو داسې امارت چې د شرعي او اسلامي دعوه لري، څنګه کېدای شي چې يو عالم بل عالم ونه مني؟ ستاسې عالم محترم وي، خو زموږ عالم محترم نه وي؟! ستاسې مذهب محترم وي، خو زموږ مذهب محترم نه وي؟! ستاسې فقه محترمه وي، خو زموږ فقه محترمه نه وي؟! آيا دا انصاف دی؟!''
د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ''د علماوو شوراګانې'' ټاکلې دي، چې د اسلامي احکامو پر تطبيق څارنه وکړي. خو په دې شوراګانو کې يو هم شيعه روحاني نه شته، ان په هغو ولايتونو کې چې ډېری اوسېدونکي يې شيعه دي (لکه باميان او دايکندي)، او ټول غړي يې سني علما دي.
ښاغلي واعظزاده بهسودي د لوى اختر په خطبه کې وويل چې له ۲۰۰ مخونو څخه زيات يو ليک يو شمېر شيعه علماوو لاسليک کړی او هبتالله اخندزاده ته يې لېږلی، خو له دوو کلونو تېرېدو سره سره يې هېڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی. هغه زياته کړه:
''وروسته مو يو څوک کندهار ته واستاوه، چې د رهبرۍ له مقام څخه د ليدنې وخت واخلي، خو تر اوسه موږ ته مثبت ځواب نه دی راکړل شوی. موږ اړ شوي يو چې خپله خبره له همدې ځایه مطرح کړو.''
د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ پر ۴مه، يعنی له هغه څه کم درې مياشتې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بيا واک ترلاسه کړ، ايتالله واعظزاده بهسودي د کابل په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې شاوخوا زر شيعه وګړي پکې د طالبانو د حکومت د ملاتړ لپاره راټول شوي وو، او ده د هزاره ټولنې د غوښتنو او په طالبانو حکومت کې د استازيتوب لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.
خو درې کاله وروسته يې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کارکوونکو له چلنده او دغه راز پر شيعه ګانو د طالبانو د حکومت پر محدوديتونو نیوکه وکړه.
هغه پرون وويل:
''له يوې خوا موږ ته وايي چې په رسنيو کې خبرې مه کوئ. ډېر ښه، موږ نږدې دوه کاله کېږي چې په رسنيو کې خبرې نه دي کړې. خو د خلکو غوښتنې څنګه کړو؟ خلک د خپل مرجع تقليد په توګه موږ ته راځي، د کوچیانو له ظلم څخه زموږ مخې ته ژاړي، د مذهبي فشارونو څخه زموږ مخې ته ژاړي، موږ څه وکړو؟ دا د خلکو دردونه که موږ تاسې ته و نه وايو، نو چا ته يې ووايو؟''
د طالبانو حکومت تر اوسه د ښاغلي واعظ زاده بهسودي دغو نيوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.