له تاجکستانه تر ۱۰۰ ډېر نور افغان کډوال وشړل شول

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د تازه راپورونو له مخې، تېر شپه له دوشنبه ښار شاوخوا له وحدت ښارګوټي ۱۱۰ نور افغان کډوال د افغانستان کندوز ولایت ته شړل شوي دي.

تر اوسه د تاجکستان چارواکو د جبار رسولوف ولسوالۍ (چې د هېواد په شمال کې موقعیت لري) او د وحدت ښار له سیمې څخه د کډوالو د ایستلو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. عموماً په داسې مواردو کې د تاجکستان چارواکي رسنیو ته توضیحات نه ورکوي.

خو په وروستیو کې د شمالي تاجکستان او د وحدت ښار له سیمې څخه د افغانانو ډله‌ییز اخراج د افغان کډوالو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دوی اندېښمن دي چې د یوې تاجکستانۍ ښځې د وژل کېدو پېښه، چې د هغه کس له خوا ترسره شوې چې "افغان کډوال" بلل شوی، ښايي د تاجکستان چارواکو ته دا زمینه برابره کړي چې له هېواده نور افغان پناه‌ غوښتونکي هم وباسي.

په همدې حال کې، بي بي سي د تاجکستان کې مېشت د افغان کډوالو د کمېټې یو لیک ترلاسه کړی چې پکې د کډوالو په نوم لیکل شوي دي:

"په خواشینۍ سره، په وروستیو کې لیدل کېږي چې ځینې افغان کډوال داسې رویه کوي چې د کوربه ټولنې نارضایتۍ سبب ګرځي. د داسې کړنو پایله د سختو چلندونو، نیونو او جبري اخراج زیاتېدل دي، چې له بده مرغه نه یوازې مجرم کسان، بلکې پر ټوله کډواله ټولنه اغېز کوي.

له همدې امله، له ټولو کورنیو غوښتنه کېږي چې د خپلو ماشومانو سالمې روزنې ته جدي پاملرنه وکړي او لویان دې هم په ټولنه کې له سنجول شوي او مسؤلانه چلند سره حضور ولري.

زموږ مخاطبان په ځانګړي ډول هغه کورنۍ دي چې په وروستیو کلونو کې دې هېواد ته راغلي دي او د دې ځای له قوانینو، معیارونو، عرف، عاداتو او دودونو بشپړ خبر نه دي. په داسې حال کې چې هره میاشت د ملي او نړیوالو محترمو بنسټونو له خوا، لکه (ملګري ملتونه، بشري حقونه، انسان او عدالت، RCVC، د آریانا د مهاجرینو کمېټه او نور بنسټونه)، د کډوالو د پوهاوي لوړولو، د قوانینو پېژندلو او همغږۍ پروګرامونه ترسره کېږي، خو د کورنیو ونډه او ګډون په دې سیمینارونو کې کمزوری وي، او همدا لامل کېږي چې د ناپوهۍ له امله تېروتنې وشي او پایله یې ټول کډوال اغېزمن کړي."

له بلې خوا، په داسې حال کې چې ځینې سیمه‌ییزو رسنیو د وروستیو ایستل شوو کډوالو شمېر له ۲۰۰ زیاتې کورنۍ بللې وې، د تاجکستان د افغان کډوالو د کمېټې یو سرچینې بي بي سي ته ویلي چې په حقیقت کې دوه ورځې وړاندې نژدې ۱۵۰ کډوال د هېواد له شماله افغانستان ته شړل شوي دي.

د دې سرچینې په وینا، د تاجکستان د سغد ولایت کې تر اوسه ۵۱ افغان کډوالو کورنیو ژوند کاوه، چې ۴۸ کورنۍ د جبار رسولوف ولسوالۍ کې، ۳ کورنۍ په پنجکنت ښار کې او ۱ کورنۍ په استروشن ښار کې مېشتې وې.

له دې کورنیو، چې ټولټال ۱۶۲ کسان وو، د روان میلادي کال په پیل کې دوه کورنۍ کاناډا ته او یوه کورنۍ افغانستان ته تللې وه.

ویل شوي چې د پاتې کډوالو کورنیو غړي، چې د سغد ولایت کې اوسېدل او د تېرې سې شنبې په سهار وشړل شول، شمېر یې له ۱۵۰ کسانو زیات نه و.

په شړل شوو کسانو کې د یوې تاجکستانۍ ښځې د وژنې په شک تورن کس ورور او پلار هم شامل وو.

په اوس وخت کې د تاجکستان په شمال کې ۸ افغان کورنۍ پاتې دي، چې یا د استوګنې قانوني حق لري او یا یې د کورنۍ غړي د تاجکستان تابعیت لري.

ټول افغان اتباع یوازې د تاجکستان د وېزې په درلودلو دې هېواد ته داخلېدای شي. دوی وېزه په کابل، اسلام‌اباد او یا تهران کې د تاجکستان له سفارتونو ترلاسه کوي.

په تاجکستان کې د افغان کډوالو شمېر اوس شاوخوا ۸ تر ۹ زرو کسانو اټکل کېږي.

هر کال د "سپانسرشپ" پروګرامونو له لارې او د نړیوالو سازمانونو په مرسته یو شمېر افغان کډوال له تاجکستانه نورو هېوادونو، لکه کاناډا ته لېږدول کېږي.

تېره ورځ، چهارشنبه (۶ مې) شاوخوا ۵۰ افغان پناه‌ غوښتونکي د خپلو خپلوانو د مالي ضمانت او د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ له تاجکستانه کاناډا ته انتقال شول.