BBC News, پښتو - کور پاڼه
د ایران د بهرنيو چارو وزير روسيې ته تللی او ټاکل شوې هلته له پوتين سره د وروستيو پرمختياوو په اړه خبرې وکړې
ایران وايي، د "جګړې د پای ته رسولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره" د سیمې له هېوادونو سره مشوره کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان او اسلام اباد له سفر او د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته د خپل سیمه ییز سفر په وروستۍ پړاو کې روسیې ته تللی دی. په مسکو کې د ایران د سفیر په وینا، ښاغلی عراقچي به سبا دوشنبې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري او کریملین ته به "د خبرو اترو، اوربند او په سیمه کې د پرمختګونو وروستي حالت" په اړه معلومات ورکړي. .
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت سرچينې وايي سپین بولدک ته نږدې یې پر پاکستانۍ پوسته غچ اخيستونکی برید کړی
د افغانستان په سوېل کې د طالبانو حکومت سرچينې وايي د کندهار ولایت اړوند سپين بولدک ته څېرمه یې د پاکستان پر یوه پوسته له هغه وروسته غچ اخيستونکی برید وکړ چې د دوی په وینا د پاکستان پوځ له خوا افغان لوری ته يو ماشوم په ډزو ووژل شو. امنيتي سرچينې وايي، برید تېره شپه شاوخوا لس بجې پیل او نيم ساعت یې دوام وکړ. دوی ادعا کوي چې په ځوابي برید کې یې پاکستاني لوري ته ځاني زيان اړولې یو شمېر سپکې وسلې یې هم ترې نيولې دي.
ایا ناټو به له امریکا پرته یو باوري ځواک وي؟
د امریکا او اروپا تر منځ اړیکې يو ځل بيا وروسته له هغه تر فشار لاندې راغلې چې اروپايي هېوادونو له ایران سره د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې له فعال ګډونه انکار وکړ. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب په پرلپسې ډول مرکو او د ټولنيزو شبکو له لارې له اروپايي متحدانو خپله ناخوښي څرګنده کړې او ان ګواښ یې کړی چې له اوږدمهاله پوځي تړون (ناټو) به ووځي.
د کشمیر هغه ښارګوټی چې له مرګوني برید وروسته هڅه کوي سیلانیان بیا پرې ورمات شي
د تل په څېر هر ماښام خلک د نزاکت علي ټلېفون ته زنګونه وهي او دغه ۳۰ کلن د سیلانیانو لارښود چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې کار کوي، هر ځل یې په سړه سینه ځوابوي او وايي، هو خوندي دی، هو زه به هلته یم، هو تاسو باید راشئ. دا زنګونه هغه کسان وهي چې ښکلې همالیایۍ سیمې ته د سفر پلانونه جوړوي. هغه ځای چې په غرونو او شنېلي شهرت لري. اوس د پهلګام له پېښې یو کال وروسته لا هم د سیمې د ګرځندویۍ اقتصاد نه دی رغېدلی.
د اسرائیلو لومړي وزیر پر حزب الله د "لویو بریدونو" امر کړی
په لبنان کې دریوو اونېو ته د اوربند غځولو له خبر دوه ورځې وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی دی چې د لبنان جنوب کې " د حزب الله پر ځایونو" لوی او قوي بریدونه وکړي. ددې نوي امر نه وروسته د لبنان جنوب کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر شپږ کسان وژل شوي دي.
ایا د ښارګوټو جوړولو سره افغانستان کې د سرپناه د کمي ستونزه حل کېدی شي؟
د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي دغه نوی ښارګوټی ' چې په ۱۱ زره جریبه ځمکه جوړېږي، خصوصي سکټور پکې د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.' که دا پروژه پلي شي دا به افغانستان کې د کور جوړونې او سوداګریزې پراختیا په برخه کې یوه له سترو پانګونو څخه وي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د سپینې ماڼۍ د خبریالانو پر مېلمستیا بریدګر څوک دی او څنګه هلته ورسېد؟
د واشنګټن د پولیسو مشر جیفري سي کارول ویلي چې یاد کس په همدې هوټل کې چېرې چې دا کلنۍ غونډه رابلل شوې وه د میلمه په توګه اوسېده. چارواکو دا هم ویلي چې د یاد بریدګر اصلي استوګنځي ته هم قانون پلي کوونکې ادارې رسېدلې او پلټنې روانې دي. د واشنګټن ښاروال ویلي چې ' نیول شوی شکمن کس اوس د پولیسو تر څار لاندې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.'
ولې کله ناکله مخې ته پراته شیان نه شو موندلی؟
ښايي ګڼ شمېر خلک په دې سره همغږي وي چې ډېری وخت یو کس ټینګار کوي ورک شوی شی یې هر ځای لټولی او نه یې دې موندلی، خو په ورته وخت کې بیا بل کس خونې ته ننوځي او یوازې په یو لنډ نظر هماغه شی ومومي. بیا وايي: "دا خو دې مخې ته پروت دی." دا په دې معنی ده چې د دغو دوو کسانو مغز د یوې موضوع په اړه په بېله طریقه کار کوي. په ورځني ژوند کې د شیانو موندل زموږ په بصري یا د لید لټون وړتیا پورې تړلي دي او په زړه پورې خبره دا ده چې زموږ مغز په دې برخه کې ډېر ښه کار نه کوي.
د ملاریا نړیواله ورځ: هر کال زرګونه افغانان پرې اخته کېږي
نن د اپرېل ۲۵مه د ملاریا خطرناکې خو مخنیوي وړ ناروغۍ یادونې ته ځانګړې شوې. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ملاریا هر کال په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه په افریقا کې، د سلګونو زرو انسانانو ژوند اخلي او په میلیونونو نور نور په سختۍ ناروغه کوي.
له معلولیته تر ځان بسیاینې؛ د معلولو افغان ښځو ژوند ځينو مرستندویه بنسټونو څنګه بدل کړی؟
افغانستان چې لسیزو جګړو، بېوزلۍ او بېثباتۍ یې ټولنیز او خدماتي بنسټونه زیانمن کړي دي، معلولې ښځې پکې له ټولنې بېخي څنډې ته شوی ژوند لري. دوی د ټولنې هغه برخه ده چې که یو خوا د خپل ښځينهتوب له کبله له توپيري چلند سره مخ دي نو بلخوا له ټولنیزو محدودیتونو او معلولیتونو هم ځورېږي. اوس چې افغانستان ته نړیواله پاملرنه او پرې د مرستندویه بنسټونو مالي سرچینې کمې شوې دي، د دغو ښځو ژوند تر بل هر وخت ډېر د هېرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































