ژوندۍ پاڼه, د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستان د پوځ مشر او ورسره پلاوی تهران ته ورسېدل

د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر له یوه لوړپوړي سیاسي-امنیتي پلاوي سره یوځای "د امریکا د پیغام د رسولو او د دويم پړاو خبرو د پلان جوړونې لپاره" تهران ته ورسېد او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې هرکلی وکړ. د "صدا و سیما" خبري اژانس د اسلام‌اباد له قوله راپور ورکړی چې دغه پلاوی تهران ته د واشنګټن نوی پیغام وړی او ټاکل شوې ده چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د راتلونکو خبرو موضوع وڅېړي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, دولتي رسنۍ: لبنان کې د مړو شمېر ۲,۱۶۷ ته رسېدلی

    لبنان

    د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

    د لبنان د روغتیا وزارت د وروستي راپور له مخې، چې د دولتي خبري اژانس له خوا خپور شوی، د جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې د مړو شمېر ۲,۱۶۷ ته رسېدلی دی.

    دا شمېر د سې شنبې د راپور پرتله ۴۳ کسانو زیاتوالی ښيي.

    همدارنګه، د ټپیانو شمېر ۷,۰۶۱ ته لوړ شوی، چې مخکې ۶,۹۲۱ و.

  2. Map
  3. وروستی, د ایران ګواښ څومره رښتینی دی؟

      • Author, فرانک ګارډنر
      • دنده, امنیتي خبریال

    کېدای شي تاسو وپوښتئ چې ایران څنګه لا هم په درېیو سمندرونو کې د کښتۍ تګ راتګ ته ګواښ پېښولی شي، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ادعا کوي، امریکا یې سمندري ځواک په بشپړه توګه له منځه وړی دی؟

    خو ایران ته اړینه نه ده چې یو دودیز سمندري ځواک ولري چې لا هم د کښتۍ تګ راتګ ته ګواښ جوړ کړي. د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو سمندري برخه، چې څو کاله وړاندې یې په خلیج کې د ایران د رسمي سمندري ځواک مشري په لاس کې واخیسته، له کلونو راهیسې د ځانګړو عملیاتو لپاره تمرینونه کړي دي.

    په دې کې واړه او پټ واحدونه شامل دي چې د کښتیو له تن سره د ماینونه د نښلولو روزنه ورکړل شوې یا له خپلو ساحلي پټو ځایونو ارزانه او په اسانه پټېدونکي بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) توغوي، چې له C4 قوي چاودېدونکو موادو ډکې وي.

    بیا حوثیان هم شته چې په یمن کې مېشت دي؛ دوی د ایران متحدین دي، تر دې چې یوازې نیابتي جنګیالي یې نه ګڼل کېږي او د اسرائیلو او لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د تهران له دریځ سره موافق دي.

    د نړیوالو کښتيو او د نړۍ د اقتصاد لپاره تر ټولو بده سناریو دا ده چې که حوثیان پرېکړه وکړي یو ځل بیا په پراخه کچه پر هغو کښتیو بریدونه پیل کړي چې د سره سمندر په سوېلي تنګي کې د دوی له ساحلونو تېرېږي.

    دا د سعودي عربستان د هغو شاوخوا اوه میلیونه بېرلو تېلو پر ورځنيو صادراتو ډېر ناوړه اغېز کولی شي چې اوس مهال یې د سره سمندر د ینبع بندر له لارې صادروي.

  4. وروستی, د پاکستان د پوځ مشر او ورسره پلاوی تهران ته ورسېدل

    iran

    د عکس سرچینه، ISPR

    د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر له یوه لوړپوړي سیاسي-امنیتي پلاوي سره یوځای "د امریکا د پیغام د رسولو او د دويم پړاو خبرو د پلان جوړونې لپاره" تهران ته ورسېد او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې هرکلی وکړ.

    د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو برخې ویلي چې په دې پلاوي کې ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دی.

    د "صدا و سیما" خبري اژانس د اسلام‌اباد له قوله راپور ورکړی چې دغه پلاوی تهران ته د واشنګټن نوی پیغام وړی او ټاکل شوې ده چې له ایراني چارواکو سره په لیدنه کې د راتلونکو خبرو موضوع وڅېړي.

    دغه راپور د پاکستاني سرچینو له قوله زیاتوي چې امکان لري دا خبرې په راتلونکو ورځو کې په اسلام‌اباد کې و شي.

    وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې د یوه پاکستاني منځګړي له لارې لا هم روانې دي.

    هغه وویل چې د ایران دریځ "په څرګند ډول وړاندې شوی او په وروسته اړیکو کې هم تکرار شوی دی."

    بقایي زیاته کړې وه چې امکان لري د پاکستان یو پلاوی نن ایران ته سفر وکړي، چې دا به په اسلام‌اباد کې د پخوانیو خبرو دوام وي او پکې به د ایران او امریکا د دریځونو په اړه تفصیلي خبرې وشي.

    هغه د امریکا هغه تورونه رد کړل چې وایي ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي او ټینګار یې وکړ چې د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز دی.

    د هغه په وینا، ایران باید دا حق ولري چې د خپلو اړتیاوو مطابق د یورانیمو بډایه کولو ته دوام ورکړي، خو د دې بډایه کولو د کچې او ډول په اړه د خبرو امکان شته.

    د یادونې وړ ده چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د فبرورۍ په ۲۶مه ترسره شوی و، چې د جګړې له پیل یوازې دوه ورځې مخکې و.

    اسماعیل بقايي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې د یوه پاکستاني منځګړي له لارې لا هم روانې دي.
  5. وروستی, یو امریکايی چارواکی: له ایران سره د اوربند په اړه "خبرې روانې" دي

    یو لوړپوړي امریکايي چارواکي بي‌بي‌سي ته ویلي چې له ایران سره د دوه اونیز اوربند د غځولو په اړه خبرې لا هم روانې دي.

    ټاکل شوې چې دا اوربند راتلونکې اونۍ، د اپرېل پر ۲۲مه پای ته ورسېږي.

    دغه چارواکي وویل: "متحده ایالاتو تر اوسه په رسمي ډول د اوربند له غځولو سره موافقه نه ده کړې."

    هغه زیاته کړه: "یوې موافقې ته د رسېدو لپاره د امریکا او ایران ترمنځ تماسونه او خبرې دوام لري."

    تر دې مخکې اې‌اېف‌پي خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی و چې د اوربند د غځولو په اړه راپورونه لا نه دي تایید شوي.

  6. وروستی, د برېتانیا لومړي وزیر: د ایران جګړه کې شاملېدو "فشار" ته نه تسلیمېږم

    کېیر سټارمر

    د عکس سرچینه، House of Commons

    د برېتانیا لومړي وزیر، کېیر سټارمر ویلي دي چې د ایران جګړې شاملېدو "فشار" ته به نه تسلیمېږي.

    د برېتانیا پارلمان کې د خبرو پرمهال ده وویل" دا زموږ جګړه نه ده، پرما ډېر فشار اچول شوی چې بېل مسیر غوره کړم، خو زه دې فشار ته تسلیمېږم".

    ده زیاته کړه" زه خپل نظر نه بدلوم، دې جنګ کې ښکېلېدل زموږ ګټو سره سمون نه لري او موږ دا کار نه کوو".

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې د برېتانیا په ګډون څو اروپايي هېوادونو د ایران جګړه کې په نه شاملېدو په پرله پسې توګه نيوکې کړې دي.

  7. وروستی, د ټرمپ ادعا؛ "چین راسره منلې چې ایران ته وسلې نه لېږي"

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، EPA/SHUTTERSTOCK

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چین ورسره منلې چې "ایران ته وسلې نه لېږي".

    ده دا څرګندونې له خپلې هغې خبرې وروسته کړې دي چې ویلي یې وو، د چین ولسمشر شي‌ جینګ ‌پينګ نه یې غوښتي چې دا کار دې نه کوي.

    ښاغلي ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي، "چین دې ته ډېر خوشاله دی چې زه هرمز تنګی د تل‌ لپاره پرانيزم. دا [کار] هم د دوی او هم د نړۍ لپاره کوم".

    هغه زیاته کړې،‌ "دا حالت به بیا هېڅکله تکرار نه شي. هغوی [چین] موافقه کړې چې ایران ته وسلې نه لېږي" او په وینا یې، "موږ په ګډه او په هوښیارۍ سره ډېر ښه کار کوو. همدا جګړې ته ماتې نه ورکوي؟؟؟ خو یاد ساتئ، که اړتیا پېښه شوه نو موږ تر بل هر چا په جګړه کې ډېر ښه یو".

    د ډونلډ ټرمپ‌ تر دې څرګندونو وړاندې پرون د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري‌ کنفرانس کې هغه خبرونه "په بشپړ ډول جعلي" وبلل چې ګواکې چین ایران ته د دافع هوا د نوو سیسټمونو د ورکولو لپاره چمتوالی نیسي.

  8. د چین ولسمشر: نړۍ د " ځنګل قانون" ته ستنېږي

    د چین ولسمشرشي جېینګ پېنګ خبرداری ورکړی دی چې نړۍ د " ځنګل قانون" ته ستنېږي.

    د چین د خبري اژانس سنوا د راپور له مځې ښاغلي شي دا خبرې خپل اسپانوي سیال پېدروسانچېز سره په بیجنګ کې د لېدنې پرمهال کړې دي.

    په یوه ډول ښاغلي شي د منځني ختیځ جګړې ته اشاره کوله.

    هغه وویل نړۍ "ګډوډۍ" او د قانون د واکمنۍ او زورواک‍‍ۍ ترمنځ سیالۍ سره مخامخ ده.

    د سنوا خبري اژانس وايي چینايي ولسمشر له خپل اسپانوي سیاله د ده په ټکو "د ځنګل قانون" ته د نړۍ ستنېدو مخنیوي او د "نړیوال قانون پر بنسټ له نړیوال نظم" دفاع لپاره خپلمنځي همکارۍ غښتلې کولو غوښتنه وکړه.

  9. وروستی, حزب الله د اسرائيل پر شمالي سیمو بریدونه کړي

    د لبنان ایران ‌پلوه وسله‌والې ډلې حزب الله نن د اسرائيل پر ځينو شمالي سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.

    حزب الله پر ټېلیګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پراسرائيلو بریدونه به تر هغه روان وساتي،‌ " چې زموږ پر هېواد او خلکو د اسرائيل او امریکا بریدونه درېدلي نه وي".

    لا روښانه نه ده چې په دغو بریدونو کې چا ته کوم تاوان رسېدلی او که نه.

    د اسرائيل پوځ یوه ویاند اې‌ایف‌پي خبري اژانس ته ویلي چې د حزب الله له لوري ۳۰ توغندي ورتوغول شوي دي. حزب الله بیا ویلي چې پر اسرائيلو او په لبنان کې شته اسرائيلي پوځيانو باندې یې ۲۴ بریدونه کړي دي.

    د اسرائيلو پوځ هم نن پر لبنان بریدونه کړي دي او حزب الله ډلې ته په اشاره یې ویلي چې غواړي هغه ټولې نادولتي "ترهګرې ډلې" بې‌وسلې کړي چې د اسرائيل او لبنان په مذاکراتو کې ښکېلې نه دي.

    پرون د دواړو هېوادونو ترمنځ له شاوخوا ۳۰ کلونو نه ډېره موده وروسته لومړی ځل ډېپلوماتیکې خبرې اترې وشوې چې په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض 'ګټورې' بللې دي.

    د اغلې معوض په وینا، د راتلونکي پړاو د مذاکراتو نېټه به وروسته اعلان شي.

  10. وروستی, د پاکستان لومړی وزیر سعودي عربستان، قطر او ترکیې ته ځي

    د سعودي او پاکستان مشران

    د عکس سرچینه، ROYAL COURT OF SAUDI ARABIA/ANADOLU AGENCY VIA GETTY IMAGES

    د امریکا او ایران کشالې ترمنځ د منځګړیتوب په درشل کې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي چې شهباز شریف نن په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته ځي.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه څلور ورځني سفر په ترڅ کې له ښاغلي شریف سره لوړپوړی پلاوی مل دی چې له سعودي عربستانه وروسته به قطر او ترکیې ته هم لاړ شي.

    که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفر په اړه ډېر جزیات نه دي‌ ورکړي خو ویلي یې دي چې سعودي عربستان او قطر ته د هغه سفر به "د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې وي".

    ښاغلی شریف داسې مهال دا سفر کوي چې اسلام اباد د امریکا او ایران ترمنځ د دویم پړاو خبرو کوربتوب ته پر چمتوالي لګیا دی او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي چې ښايي دا خبرې په "راروانو دوو ورځو" کې په اسلام اباد کې ترسره شي.

    ټاکل شوې ښاغلی شریف به په ترکیه کې د انتالیا ډېپلوماسۍ فورم کې هم ګډون وکړي او د غونډې په څنډه کې به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د نړۍ له ځينو نورو مشرانو سره هم وګوري.

  11. وروستی, اسرائيل له لبنان سره تر مذاکراتو یوه ورځ وروسته پر حزب الله بریدونه کړي

    لبنان

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسرائیلو پوځ تر هغې یوه ورځ وروسته پر لبنان بریدونه کړي چې دواړو هېوادونو له شاوخوا ۳۰ کلونو نه ډېره موده وروسته لومړی ځل ډېپلوماتیکې خبرې اترې سره وکړې.

    اسرائيل په لبنان کې مېشتې حزب الله ډلې ته په اشاره ویلي چې غواړي هغه ټولې نادولتي "ترهګرې ډلې" بې‌وسلې کړي چې په مذاکراتو کې ښکېلې نه دي.

    د اسرائيل پوځ ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې یې "ترهګر او د دوی پوځي زېربناوې" په نښه کړې دي او په وینا یې، د حزب الله پر وړاندې به یې "عملیات" روان وي.

    امریکا پرون په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د مذاکراتو په اړه په یوه اعلامیه کې دواړو هېوادونو ته "د دې تاریخي لاسته‌راوړنې" مبارکي ورکړه او د نورو خبرو‌اترو او د لبنان د حکومت د هغو پلانونو ملاتړ یې څرګند کړ چې غواړي د پوځي ځواک په مرسته خپل هېواد له انحصاره خلاص کړي او د ایران پراخ نفوذ پای ته ورسوي.

    په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض له امریکا او اسرائیلو سره خپلې لومړنۍ خبرې اترې 'ګټورې' بللې دي.

  12. وروستی, ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي.

    دې ورځپاڼې لیکلي چې په ټلیفوني مرکه کې ښاغلي ټرمپ ورته وویل چې که څه هم مذاکرات "د پیلیدو په حال کې دي خو [دا بهیر] یو څه ورو دی".

    د ورځپاڼې په وینا، تر لومړي ځل خبرو شاوخوا نیم ساعت وروسته ډونلډ ټرمپ د دوی خبریال ته بېرته زنګ وواهه او ورته ویې ویل، "تاسې هماغلته [په اسلام اباد کې، چیرې چې مخکې هم خبرې ترسره شوې وې] پاتې شئ، ځکه چې په را روانو دوو ورځو کې یو څه د پېښېدو په حال کې دي او موږ هلته تګ ته ډېر لېواله یو".

    ښاغلي‌ ټرمپ خبریال ته همداراز ویلي، "ډېر احتمال یې شته. تاسې پوهېږئ چې ولې؟ ځکه چې فیلډ مارشال ښه دنده ترسره کوي".

    د ټرمپ اشاره د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته وه.

  13. وروستی, امریکا وايي چې د سمندر له لارې یې د ایران سوداګري په بشپړه توګه بنده کړې ده

    امریکا

    د عکس سرچینه، U.S. CENTCOM

    د امریکا د مرکزي قوماندې قومندان، اډمېرل براډ کوپر، ويلي، د ایران بندرونه په بشپړه توګه بند شوي او "د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې سمندري برلاسي لري."

    د مرکزي قوماندې لخوا پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "د ایران د اقتصاد ‍۹۰ سلنه د سمندر له لارې په نړيواله سوداګرۍ ولاړ دی. د بندیز له لګولو راهیسې له ۳۶ ساعتونو په کم وخت کې، د امریکا پوځ په بشپړه توګه د سمندر له لارې ایران ته او له هغه ځایه ټول اقتصادي تجارت بند کړی دی."

    د مرکزي قوماندې په وینا، له لس زره زيات امریکایی پوځيان د لسګونو جنګي بېړيو او الوتکو په مرسته د ایران پر بندرونو بندیز پلي کوي.

    دوی ادعا کوي چې په لومړیو ۲۴ساعتونو کې، هېڅ کښتۍ د امریکا له کلابندۍ نه ده تېره شوې او شپږ سوداګریزې کښتۍ د امریکایی ځواکونو په لارښوونه د عمان خلیج کې د ایران بندر ته ستنې شوې دي.

    په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د ایران له سمندرغاړو يا بندرونو د هر هېواد پر ټولو بېړيو بنديز لګول شوی خو هغه بېړۍ چې له هرمز تنګي تېرېږي او منزل یا د وتلو ځای یې ایران نه وي، نه درول کېږي.

  14. وروستی, ټرمپ فاکس نيوز ته ويلي، د ایران جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فاکس نيوز خبريالې ماریا بارټېرومو سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'.

    د مرکې په يوه برخه کې چې د فاکس نيوز پر انلاين خپره شوې ټرمپ پوښتل شوی چې ایا د ایران جګړه ختمه شوې ده.

    نوموړي ويلي، "زما په اند دا پای ته نژدې شوې ده، هو... زما په فکر د ختمېدو په حال کې ده"

    ټاکل شوې له فاکس نيوز سره د ډونلډ ټرمپ بشپړه مرکه نن چهارشنبې خپره شی.

  15. وروستی, ایرانۍ رسنۍ وايي چې په تهران کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

    ایرانۍ رسنۍ وايي چې د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

    په یوه ویډیو پیغام کې، د انقلابي ګارد د لسمې حوزې قومندان محمد بالیده ويلي، "غدار او غیر وطنپالو عناصرو، یوه کوچنۍ چاودنه" ترسره کړې ده. خو نوموړي، دا نه ده په ډاګه کړې چې چاودنه چا کړې ده.

    هغه ويلي، په ښار کې وضعیت "تر کنټرول لاندې دی".

    له ویډیويي پیغام وروسته، د انقلابي ګارد پورې تړلي فارس خبري اژانس په یوه جلا راپور کې ويلي، چاودنه "له مایع ګازو جوړ شوي بم" څخه رامنځته شوې ده.

    د راپور له مخې، په چاودنه کې درې کسان لږ ټپیان شوي، پداسې حال کې چې د دریو کورونو کړکۍ ماتې شوې او دوه موټرونه لږ زیانمن شوي دي.

  16. وروستی, د ایران او امریکا ترمنځ د تلپاتې سولې د هوکړې هيلې؛ د تیلو بېې ټيټې شوې

    د سې شنبې په ورځ، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې نورې هم راټیټې شوې، چې د شنونکو په باور د ایران او امریکا ترمنځ د تلپاتې سولې د هوکړې له شونتيا سره تړاو لري.

    د برېنټ خامو تېلو بیه، ۴.۵ سلنه راټيټه شوې او یو بېرل په ۹۴.۸۷ ډالرو پلورل کېدل.

    لېنډسي جېمز، چې د پانګونې مشورتي شرکت کویلټر سره تړاو لري، وايي د خبرو اترو د دوهم پړاو خبرونو ښايي د بازارونو په ښه کېدو کې مرسته کړې وي. دی وايي له ایرانه داسې نښې څرګندېږي چې تهران له امریکا سره د شخړې پر ځای غوره ګڼي چې په لنډمهاله توګه د تېلو لېږد ودروي.

  17. وروستی, د تېرې ورځې د ځینو مهمو خبرونو لنډیز

    مذاکرات

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، په امریکا کې د لبنان سفیرې ندا حماده معوض ویلي چې د امریکا او اسرائیلو سره لومړنۍ خبرې اترې 'ګټورې' وې.
    • د لبنان سفيره وايي له امریکا او اسرائیلو سره خبرې اترې 'ګټورې' وې او د راتلونکي پړاو نېټه به وروسته اعلان شي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې له ایران سره د خبرو بل پړاو به د پنج شنبې په ورځ‌ د اسلام اباد کې ترسره کېږي.
    • ایرانۍ رسنۍ وايي، په دې هېواد کې د جګړې له امله ۲۷۰ میلیارده ډالره زیان اټکل شوی
    • د ایټالیا خبري اژانسونو په رپوټونو کې ویل شوی، د دې هېواد لومړۍ وزیرې جورجیا میلیوني ویلي، هېواد یې له اسرائیل سره دفاعي تړون لغو کوي.
    • چین د امریکا لخوا د ایراني بندرونو کلابندي غندلې ده او دا یې "خطرناکه او نامسوولانه" بللې ده.
    • د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې، ویریفاي، موندلې چې د امریکا د سمندري محاصرې له پیل راهیسې له هرمز تنګي د ایران اړوند څلور بېړۍ تېرې شوې دي.
    • په بیت المقدس کې د هيبرو پوهنتون لخوا د ترسره شوې نظرپوښتنې پایلې ښیي چې د اسرائیلو خلک له جګړې ستړي شوي دي. خو په همدې مهال د سروې پایلې دا هم ښیي چې د اسرائیلو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه وګړي د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند مخالف دي.
    • نیویارک ټایمز د ایراني او امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران وړانديز کړی د پنځو کلونو لپاره به د یورانیمو غني کولو ځنډوي، خو امریکا دا وړاندیز رد کړی او د ۲۰ کلونو لپاره پر ځنډولو ټینګار کوي.

    د تېرې ورځې نور خبرونه دلته لوستلی شئ

  18. وروستی, ژوندی خبري پوښښ

    د امریکا، اسرائيل او ایران د جګړې او له کبله یې په منځني ختيځ کې د روانو حالاتو په اړه د بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې ځانګړې ژوندۍ پاڼې ته ښه راغلاست. نن چهارشنبه د ۱۴۰۵کال د وري ۲۶ او د میلادي ۲۰۲۶ کال د اپرېل ۱۵ ده.

    د پرون او د تېرو ورځو مهمو پېښو په اړه خبرونه د همدغه لېنک په کېکاږلو سره لوستلی شئ