BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي

    کونړ کې د پاکستان بریدونه: 'لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او د ۳۰ محصلینو په ګډون ۹۷ نور ژوبل دي'

    د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او نږدې سل نور ژوبل دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د تېریو غندنې تر څنګ په ملګرو ملتونو غږ کړی چې "د پاکستان نظامي حملې په جدیت وڅیړي، غندنه یې وکړي او ژر تر ژره یې مخه ونیسي."

  • ټرمپ او ملانیا په سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ

    ټرمپ او ملانيا په سپينه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ

    د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته رسېدلي دي. د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د دوی هرکلی وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي. له دې وړاندې یوازې د ده مور ملکې الېزابت دويمې د امریکا په کانګرېس کې وينا کړې وه.

  • د عراقچي او پوتین لیدنه

    ژوندۍ پاڼه, د ایران د بهرنيو چارو وزير د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي

    ایران وايي، د "جګړې د پای ته رسولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره" د سیمې له هېوادونو سره مشوره کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان او اسلام اباد له سفر او د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته د خپل سیمه ییز سفر په وروستۍ پړاو کې روسیې ته تللی دی. ښاغلي عراقچي د دوشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي. اټکل کېږي چې ښاغلي عراقچي به کریملین ته "د خبرو اترو، اوربند او په سیمه کې د پرمختګونو وروستي حالت" په اړه معلومات ورکړي وي.

  • افغان طالبان

    د طالبانو حکومت سرچينې وايي سپین بولدک ته نږدې یې غچ اخيستونکو بریدونو کې ۶ پاکستاني سرتېري وژلي

    د افغانستان په سوېل کې د طالبانو حکومت سرچينې وايي د کندهار ولایت اړوند سپين بولدک ته څېرمه یې د پاکستان پر یوه پوسته له هغه وروسته غچ اخيستونکی برید وکړ چې د دوی په وینا د پاکستان پوځ له خوا افغان لوری ته يو ماشوم په ډزو ووژل شو. امنيتي سرچينې وايي، برید تېره شپه شاوخوا لس بجې پیل او نيم ساعت یې دوام وکړ. دوی ادعا کوي چې په ځوابي برید کې یې پاکستاني لوري ته ځاني زيان اړولې یو شمېر سپکې وسلې یې هم ترې نيولې دي.

  • تېلو بیې

    د امریکا اوایران خبرو کې د ځنډ له امله د تېلو بیې لوړې شوې

    له هغې وروسته چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو وځنډېد، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د برنټ اومه تېلو بېه له دوه سلنه زیاتوالي سره یو بیرل ۱۰۹ اعشاریه ۳۳ ډالرو ته لوړه شوې. په نړیواله کچه د تېلو نرخونه د برنټ پر بنسټ ټاکل کېږي. د اوونۍ په پیل کې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې دویم پړاو خبرو لپاره یې پاکستان ته د امریکايي پلاوي استول ځنډولي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • کونړ
  • جی ډي وېنس
  • USA
  • usa
  • hdvhk
  • عکس
  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad
  • مېږیان
  • کونړ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • واشنګټن

    د واشنګټن مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې کېږي، د هغه په اړه څومره پوهېږو؟

    د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې موندلې چې الېن د کوم ګوند غړیتوب نه درلود او همداراز بي بي سي ته داسې یو سند هم ورسیدلی چې ښکاره کوي دغه کس په ۲۰۲۴م کال ولسمشریزو ټاکنو کې د کمالا هرېس په ګټه د کمپاین لپاره ۲۵ ډالره شاوخوا (۱۶ سوه افغانۍ) مرسته کړې وه. د کارموندنې په یوه ټولنیزه پاڼه لېنکډېن کول توماس الېن خپل ځان میخانیکي انجینیر، د ګېمونو تنظیمونکی او ښوونکی معرفي کړی دی. د معلوماتو له مخې نوموړي د کلیفورنیا د ټکنالوجۍ پوهنتون کې میخانیکي انجینیري لوستي چې یو له معتبرو پوهنتونونو بلل کېږي.

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    ایا ناټو به له امریکا پرته یو باوري ځواک وي؟

    د امریکا او اروپا تر منځ اړیکې يو ځل بيا وروسته له هغه تر فشار لاندې راغلې چې اروپايي هېوادونو له ایران سره د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې له فعال ګډونه انکار وکړ. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب په پرلپسې ډول مرکو او د ټولنيزو شبکو له لارې له اروپايي متحدانو خپله ناخوښي څرګنده کړې او ان ګواښ یې کړی چې له اوږدمهاله پوځي تړون (ناټو) به ووځي.

  • A man in camouflage stands beside a river with a dog on a lead and mountain in the background

    د کشمیر هغه ښارګوټی چې له مرګوني برید وروسته هڅه کوي سیلانیان بیا پرې ورمات شي

    د تل په څېر هر ماښام خلک د نزاکت علي ټلېفون ته زنګونه وهي او دغه ۳۰ کلن د سیلانیانو لارښود چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې کار کوي، هر ځل یې په سړه سینه ځوابوي او وايي، هو خوندي دی، هو زه به هلته یم، هو تاسو باید راشئ. دا زنګونه هغه کسان وهي چې ښکلې همالیایۍ سیمې ته د سفر پلانونه جوړوي. هغه ځای چې په غرونو او شنېلي شهرت لري. اوس د پهلګام له پېښې یو کال وروسته لا هم د سیمې د ګرځندویۍ اقتصاد نه دی رغېدلی.

  • مشکوک بریدګر

    د سپینې ماڼۍ د خبریالانو پر مېلمستیا بریدګر څوک دی او څنګه هلته ورسېد؟

    د واشنګټن د پولیسو مشر جیفري سي کارول ویلي چې یاد کس په همدې هوټل کې چېرې چې دا کلنۍ غونډه رابلل شوې وه د میلمه په توګه اوسېده. چارواکو دا هم ویلي چې د یاد بریدګر اصلي استوګنځي ته هم قانون پلي کوونکې ادارې رسېدلې او پلټنې روانې دي. د واشنګټن ښاروال ویلي چې ' نیول شوی شکمن کس اوس د پولیسو تر څار لاندې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.'

  • زموږ مغز نشي کولی په یوه وخت کې د یوې منظرې ټول شیان وارزوي. پر ځای یې د تمرکز پر وړتیا تکیه کوي.

    ولې کله ناکله مخې ته پراته شیان نه شو موندلی؟

    ښايي ګڼ شمېر خلک په دې سره همغږي وي چې ډېری وخت یو کس ټینګار کوي ورک شوی شی یې هر ځای لټولی او نه یې دې موندلی، خو په ورته وخت کې بیا بل کس خونې ته ننوځي او یوازې په یو لنډ نظر هماغه شی ومومي. بیا وايي: "دا خو دې مخې ته پروت دی." دا په دې معنی ده چې د دغو دوو کسانو مغز د یوې موضوع په اړه په بېله طریقه کار کوي. په ورځني ژوند کې د شیانو موندل زموږ په بصري یا د لید لټون وړتیا پورې تړلي دي او په زړه پورې خبره دا ده چې زموږ مغز په دې برخه کې ډېر ښه کار نه کوي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي