BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • قالیباف

    ژوندۍ پاڼه, قالیباف: زموږ د تېلو څاګانو کې هېڅ چاودنه نه ده شوې، ژوندۍ کامرو لګولو ته چمتو یو

    د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف د امریکا د خزانې وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نه یوازې د ایران د تېلو زېرمو او د لېږد نل‌لیکو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی، بلکې تهران چمتو دی چې د راتلونکې یوې میاشتې لپاره د خپلو د تېلو د څاګانو ژوندۍ انځورونه خپاره کړي. سکات بسنټ تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د ایران د جنوبي بندرونو د محاصرې په دوام او د تېلو د صادراتو د مخنیوي له امله به د تولید شوي تېلو زېرمه کېدل زیات شي او دا به د ایران د تېلو پر صنعت فشار راولي او د نل‌لیکو سیسټم ته زیان ورسوي.

  • Getty Images

    فیفا د جلاوطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو رسمي سیالیو کې د افغانستان په استازيتوب د لوبېدو اجازه ورکړه

    د فوټبال نړیوال فدراسیون د جلا وطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته د فیفا په نړیوالو رسمي لوبو کې د ګډون اجازه ورکړه. له دې کمسارې پرېکړې سره به اوس له هېواده بهر د "افغان ښځو متحده لوبډله" یا (افغان وېمن یونایټېډ سکواډ" وتوانېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته لومړی ځل د فوټبال نړیوال فدراسیون په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي. فیفا دا یو "تاریخي او بې‌ساری" ګام بللی او ویلي یې دي، "ویاړي چې د دغه تاریخي نوښت مشري کوي".

  • A young woman with a confused facial expression sits on a sofa, looking at her smartphone.

    ولې دوستانه مصنوعي ځیرکتیا لرونکي چټ‌باټونه ښايي لږ د باور وړ وي

    نوې څېړنه ښيي هغه د مصنوعي ځیرکتیا چټ‌باټونه چې له کاروونکو سره د تود، دوستانه او مهربان تعامل لپاره روزل شوي، ښايي د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو ډېر احتمال هم ولري.

  • د یوه روغتون کوټه چې تر برید وروسته ویجاړی پکې ښکاري. د کړکیو ښېښې او المارۍ ماتې دي، چپرکټ ته لا هم یو سیروم راځوړند دی او په کوټه کې ګڼ مات شوي توکي لیدل کېږي.

    ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان نښتو افغان روغتیايي مرکزونه او ښوونځي پراخ ډول زیانمن کړي

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره یا (اوچا) وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې ډېر زیان افغانستان کې ملکي بنسټونو په ځانګړې توګه کلینیکونه او ښوونځیو ته اوښتی او شاوخوا ۱۶۰زره کسان د خوراکي توکو له کمي سره مخامخ دي. د دې شخړې په اړه د اوچا په تازه ارزونه کې د مرستو رسولو پر وړاندې امنیتي اندېښتو ته هم اشاره شوې او زیاتوي چې د ناکراریو له امله زرګونه زدکوونکي له زدکړې بې برخې شوي دی. اوچا دا څرګندونې په یوه تازه ارزونه کې نن چهارشنبه (غويی ۹/اپرېل ۲۹) کړې دي او په اړه یې جزیات پرخپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي.

  • کابلوف او متقي ناست دي

    د روسیې او بریتانیا استازي کابل ته تللي: د طالبانو له حکومت سره پر څه خبرې شوي او څه غواړي؟

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف په کابل کې لیده کاته او خبرې کړي. هممهاله ښاغلي متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره ناسته درلوده.

لنډې ویډیوګانې

  • clouds
  • مهریه اشفته
  • trump
  • gaza
  • کونړ
  • جی ډي وېنس
  • USA
  • usa
  • hdvhk
  • عکس

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي