BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
فیفا د جلاوطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو رسمي سیالیو کې د افغانستان په استازيتوب د لوبېدو اجازه ورکړه
د فوټبال نړیوال فدراسیون د جلا وطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته د فیفا په نړیوالو رسمي لوبو کې د ګډون اجازه ورکړه. له دې کمسارې پرېکړې سره به اوس له هېواده بهر د "افغان ښځو متحده لوبډله" یا (افغان وېمن یونایټېډ سکواډ" وتوانېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته لومړی ځل د فوټبال نړیوال فدراسیون په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي. فیفا دا یو "تاریخي او بېساری" ګام بللی او ویلي یې دي، "ویاړي چې د دغه تاریخي نوښت مشري کوي".
ملګري ملتونه: د افغانستان او پاکستان نښتو افغان روغتیايي مرکزونه او ښوونځي پراخ ډول زیانمن کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره یا (اوچا) وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې ډېر زیان افغانستان کې ملکي بنسټونو په ځانګړې توګه کلینیکونه او ښوونځیو ته اوښتی او شاوخوا ۱۶۰زره کسان د خوراکي توکو له کمي سره مخامخ دي. د دې شخړې په اړه د اوچا په تازه ارزونه کې د مرستو رسولو پر وړاندې امنیتي اندېښتو ته هم اشاره شوې او زیاتوي چې د ناکراریو له امله زرګونه زدکوونکي له زدکړې بې برخې شوي دی. اوچا دا څرګندونې په یوه تازه ارزونه کې نن چهارشنبه (غويی ۹/اپرېل ۲۹) کړې دي او په اړه یې جزیات پرخپله اېکسپاڼه خپاره کړي.
ژوندۍ پاڼه, پوتین ټرمپ ته: ایران کې به د امریکا ځمکني عملیات د نهمنلو او خطرناک وي
ولادیمیر پوتین له ډونلډ ټرمپ سره په خپلو نننیو ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د ایران پر ضد د امریکا ځمکني عملیات به "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" او خطرناک وي. یو لوړپوړي امریکايي دفاعي چارواکي ویلي، تر دې دمه د ایران جګړې د امریکا پوځ ته ۲۵ میلیارده ډالر لګښت اړولی دی. جولز هرسټ د امریکا د استازو جرګې د وسلهوالو ځواکونو کمېټې ته ویلي، د دغو لګښتونو لویه برخه پر مهماتو لګول شوې ده.
د روسیې او بریتانیا استازي کابل ته تللي: د طالبانو له حکومت سره پر څه خبرې شوي او څه غواړي؟
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف په کابل کې لیده کاته او خبرې کړي. هممهاله ښاغلي متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره ناسته درلوده.
له اوپېک د متحده عرب اماراتو وتل ولې مهم دي؟
د متحده عرب اماراتو له خوا له اوپېک یا د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان څخه ناڅاپي وتل مهمه موضوع ده. اماراتيان ان تر دې مخکې چې په ۱۹۷۱ کې يو خپلواک هېواد شي، د دې سازمان غړي وو.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
"افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی"
د افغانستان لپاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف) وايي، دا هېواد به تر راتلونکو درې نیمو کلونو پورې د زرګونه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د سخت کمښت له خطر سره مخامخ شي. دغه ادارې په یوه تازه راپور کې چې د یوې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی، ویلي، که د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیزونه همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زره پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.
څنګه د ویتنام جګړې، د سوکوهنې له افسانوي اتل محمد علي نه نړیوال لقب واخیست؟
خبریالان، عکاسان او هغه چې لا نور معلومات یې غوښتل، د امریکا د پوځ د اجباري جلب مرکز مخې ته د سهار له پیل سره راټول شوي وو. دا مرکز د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې دی.
ټرمپ او ملانيا په سپينه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ
د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته رسېدلي دي. د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د دوی هرکلی وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي. له دې وړاندې یوازې د ده مور ملکې الېزابت دويمې د امریکا په کانګرېس کې وينا کړې وه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































