BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • جېټ الوتکه له جرالډ د الوتو په حال کې ده.

    ژوندۍ پاڼه, امریکايۍ رسنۍ: ټرمپ پر ایران د تازه برید لپاره نوې جنګي نقشه ترلاسه کوي

    امریکايۍ رسنۍ اکسیوس د "دوو باخبره سرچینو" له خولې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپاره نوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي او بیاکتنه به ورته وکړي. په همدې حال کې سېنټکام ویلي چې د امریکا د جنګي الوتکو لېږدوونکې بېړۍ (جرالډ ار فورډ) په سره سمندر کې ده او له هغه ځایه به خپل "عملیات روان" وساتي. هغه بېړۍ چې تر دې وړاندې ځينو امریکايي رسنیو ویلي وو چې تر خپل ۱۰ میاشتېني ماموریت وروسته بېرته امریکا ته د ستنېدو په حال کې ده. بلخوا‌ د اسرائيل پوځ ویلي چې د یوه توغندي په نښه کولو نه وروسته د دغه هېواد په شمالي سیمې (زرعیت)‌کې د خطر یا خبرداري زنګونه کړنګول شوي دي.

  • kabul

    ویرجینیا کې محکمې یو افغان د ۲۰۲۱ کال کابل هوايي ډګر له برید سره د تړاو په تور محکوم کړ

    یوه فدرالي منصفه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا په ویرجینیا کې یو افغان په دې تور محکوم کړ چې له یوې ترهګرې ډلې سره د مادي ملاتړ د برابرولو د توطیې برخه و، چې دا قضیه د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید سره تړاو لري.

  • A US passport featuring an image and signature of U.S. President Donald Trump is seen this rendering released by the State Department in Washington DC.

    پر امریکايي پاسپورټونو د ټرمپ انځور چاپېږي

    سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې متحدوایالتونه به په یو محدود شمېر پاسپورټونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور چاپوي. دا خبر په لومړي ځل فاکس نیوز خپور کړی و. دا پاسپورټونه به د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ د اعلان ۲۵۰مې کالیزې د لمانځنو په مناسبت جولای میاشت کې چاپېږي.

  • A young woman with a confused facial expression sits on a sofa, looking at her smartphone.

    ولې دوستانه مصنوعي ځیرکتیا لرونکي چټ‌باټونه ښايي لږ د باور وړ وي

    نوې څېړنه ښيي هغه د مصنوعي ځیرکتیا چټ‌باټونه چې له کاروونکو سره د تود، دوستانه او مهربان تعامل لپاره روزل شوي، ښايي د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو ډېر احتمال هم ولري.

  • Getty Images

    فیفا د جلاوطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو رسمي سیالیو کې د افغانستان په استازيتوب د لوبېدو اجازه ورکړه

    د فوټبال نړیوال فدراسیون د جلا وطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته د فیفا په نړیوالو رسمي لوبو کې د ګډون اجازه ورکړه. له دې کمسارې پرېکړې سره به اوس له هېواده بهر د "افغان ښځو متحده لوبډله" یا (افغان وېمن یونایټېډ سکواډ" وتوانېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته لومړی ځل د فوټبال نړیوال فدراسیون په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي. فیفا دا یو "تاریخي او بې‌ساری" ګام بللی او ویلي یې دي، "ویاړي چې د دغه تاریخي نوښت مشري کوي".

لنډې ویډیوګانې

  • clouds
  • مهریه اشفته
  • trump
  • gaza
  • کونړ
  • جی ډي وېنس
  • USA
  • usa
  • hdvhk
  • عکس

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي