BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کابل کې د پاکستان سفیر پر افغانستان د بریدونو له امله احضار شوی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت، کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړی او پر کونړ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه نورو سیمو د وروستیو بریدونو په تړاو یې احتجاج لیک ورسپارلی دی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوې وینا پاڼه کې دا بریدونه پاروونکي اود افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری بللی دی.
د بریتانيا پاچا چارلز د امریکا کانګرېس ته وینا وکړه
د بریتانيا پاچا چارلز امریکا ته د خپل څلور ورځني سفر په دويم ورځ کانګرېس ته تاريخي وینا وکړه. نوموړی د بریتانيا دویم واکمن دی چې د امریکا کانګرېس ته وینا کوي. د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس او د استازو جرګې مشر مايک جانسن له څو نورو سناتورانو سره یو ځای د بریتانيا پاچا تر تالار پورې بدرګه کړ.
غشي وېشتونکې بېلاسه او بېپښو نجلۍ څنګه د سرو زرو مډال وګاټه؟
"چې په روزنځي کې مې په لومړۍ ورځ پام شو چې ما نه پرته نور ټول لاسونه او پښې لري او د غشي وېشتنې لیندۍ/کمانونه یې په لاسونو کې نیولې دي نو ما ویل چې زه به دا هر څه څنګه کوم؟" دا د (پایل ناګ) په نوم د معلولینو لوبو د یوې داسې غشي وېشتونکې خبرې دي چې نه لاسونه لري او نه هم پښې.
ژوندۍ پاڼه, امارات: له اوپک پلس وځو
په داسې حال کې چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو مشران د سعودي عربستان په جده کې د بېړنۍ غونډې لپاره راټول شوي، متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې له اوپک پلس د وتلو پرېکړه یې کړې ده. بل لور ته، سپینې ماڼۍ ویلي چې د ایران "لیکلی پیغام" چې د پاکستان له لارې ترلاسه شوی، تر ارزونې لاندې دی. د راپورونو له مخې، د ایران وړاندیز درې پړاوونه لري: د جګړې پای، د هرمز تنګي مدیریت او بیا اټومي خبرې اترې.
"افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی"
د افغانستان لپاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف) وايي، دا هېواد به تر راتلونکو درې نیمو کلونو پورې د زرګونه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د سخت کمښت له خطر سره مخامخ شي. دغه ادارې په یوه تازه راپور کې چې د یوې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی، ویلي، که د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیزونه همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زره پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
څنګه د ویتنام جګړې، د سوکوهنې له افسانوي اتل محمد علي نه نړیوال لقب واخیست؟
خبریالان، عکاسان او هغه چې لا نور معلومات یې غوښتل، د امریکا د پوځ د اجباري جلب مرکز مخې ته د سهار له پیل سره راټول شوي وو. دا مرکز د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې دی.
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.
ټرمپ او ملانيا په سپينه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ
د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته رسېدلي دي. د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د دوی هرکلی وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي. له دې وړاندې یوازې د ده مور ملکې الېزابت دويمې د امریکا په کانګرېس کې وينا کړې وه.
له بندیزونو سره سره څنګه یوه عصري روسۍ بېړۍ له هرمز تنګي تېره شوه؟
سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د لاسه هرمز تنګی له محدودیتونو او بندیزونو سره مخامخ دی خو بیا هم د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین د یوه نږدې ملا تړي یوه عصري او ګرانبیه بېړۍ تازه پرې تېره شوې ده. دا ۱۴۲ متره (۴۶۵ فوټه) اوږده بېړۍ "نورد" نومېږي چې د روسي میلیاردر الېکسي مورداشوف اړوند بلل کېږي. هغه شتمن سړی چې لوېديځ بندیزونه پرې لګولي دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































