BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي نقشه د "ټرمپ تنګی" په نوم خپره کړه، ایران د امریکا پر ګواښونو ملنډې وهلې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشال د هرمز تنګي یوه نقشه خپره کړې ده او د "ټرمپ تنګی" نوم یې ورکړی دی. په ورته وخت کې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د امریکا د ګواښونو په اړه په طنزي ډول غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: "له درېیو ورځو وروسته هېڅ د تېلو څاه نه ده چاودلې. موږ دا عملیات تر ۳۰ ورځو پورې غځولی شو، دلته د څاه له مستقیمې خپرونې سره."
ویرجینیا کې محکمې یو افغان د ۲۰۲۱ کال کابل هوايي ډګر له برید سره د تړاو په تور محکوم کړ
یوه فدرالي منصفه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا په ویرجینیا کې یو افغان په دې تور محکوم کړ چې له یوې ترهګرې ډلې سره د مادي ملاتړ د برابرولو د توطیې برخه و، چې دا قضیه د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید سره تړاو لري.
پر امریکايي پاسپورټونو د ټرمپ انځور چاپېږي
سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې متحدوایالتونه به په یو محدود شمېر پاسپورټونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور چاپوي. دا خبر په لومړي ځل فاکس نیوز خپور کړی و. دا پاسپورټونه به د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ د اعلان ۲۵۰مې کالیزې د لمانځنو په مناسبت جولای میاشت کې چاپېږي.
ولې دوستانه مصنوعي ځیرکتیا لرونکي چټباټونه ښايي لږ د باور وړ وي
نوې څېړنه ښيي هغه د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونه چې له کاروونکو سره د تود، دوستانه او مهربان تعامل لپاره روزل شوي، ښايي د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو ډېر احتمال هم ولري.
فیفا د جلاوطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو رسمي سیالیو کې د افغانستان په استازيتوب د لوبېدو اجازه ورکړه
د فوټبال نړیوال فدراسیون د جلا وطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته د فیفا په نړیوالو رسمي لوبو کې د ګډون اجازه ورکړه. له دې کمسارې پرېکړې سره به اوس له هېواده بهر د "افغان ښځو متحده لوبډله" یا (افغان وېمن یونایټېډ سکواډ" وتوانېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته لومړی ځل د فوټبال نړیوال فدراسیون په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي. فیفا دا یو "تاریخي او بېساری" ګام بللی او ویلي یې دي، "ویاړي چې د دغه تاریخي نوښت مشري کوي".
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د روسیې او بریتانیا استازي کابل ته تللي: د طالبانو له حکومت سره پر څه خبرې شوي او څه غواړي؟
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف په کابل کې لیده کاته او خبرې کړي. هممهاله ښاغلي متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره ناسته درلوده.
له اوپېک د متحده عرب اماراتو وتل ولې مهم دي؟
د متحده عرب اماراتو له خوا له اوپېک یا د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان څخه ناڅاپي وتل مهمه موضوع ده. اماراتيان ان تر دې مخکې چې په ۱۹۷۱ کې يو خپلواک هېواد شي، د دې سازمان غړي وو.
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.
څنګه د ویتنام جګړې، د سوکوهنې له افسانوي اتل محمد علي نه نړیوال لقب واخیست؟
خبریالان، عکاسان او هغه چې لا نور معلومات یې غوښتل، د امریکا د پوځ د اجباري جلب مرکز مخې ته د سهار له پیل سره راټول شوي وو. دا مرکز د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































