BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: خپل مخالف ته مو له پوځي پلوه ماته ورکړې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بریتانیا له پاچا چارلز سره د غونډې پر مهال په لنډه توګه په منځني ختیځ کې شخړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا له ایران سره په جګړه کې "ښه روانه ده". په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د جګړې د برخلیک او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دی، د اسیا د تیلو بازارونو کې د چهارشنبې په ورځ بيې لوړې شوې دي. د یو بېل بېرل خامو تېلو بيه له ۱۱۱ ډالرو پورته ختلې ده.
له اوپېک د متحده عرب اماراتو وتل ولې مهم دي؟
د متحده عرب اماراتو له خوا له اوپېک یا د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان څخه ناڅاپي وتل مهمه موضوع ده. اماراتيان ان تر دې مخکې چې په ۱۹۷۱ کې يو خپلواک هېواد شي، د دې سازمان غړي وو.
کابل کې د پاکستان سفیر پر افغانستان د بریدونو له امله احضار شوی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت، کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړی او پر کونړ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه نورو سیمو د وروستیو بریدونو په تړاو یې احتجاج لیک ورسپارلی دی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوې وینا پاڼه کې دا بریدونه پاروونکي اود افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری بللی دی.
د بریتانيا پاچا چارلز د امریکا کانګرېس ته وینا وکړه
د بریتانيا پاچا چارلز امریکا ته د خپل څلور ورځني سفر په دويم ورځ کانګرېس ته تاريخي وینا وکړه. نوموړی د بریتانيا دویم واکمن دی چې د امریکا کانګرېس ته وینا کوي. د امریکا مرستيال ولسمشر جې ډي ونس او د استازو جرګې مشر مايک جانسن له څو نورو سناتورانو سره یو ځای د بریتانيا پاچا تر تالار پورې بدرګه کړ.
غشي وېشتونکې بېلاسه او بېپښو نجلۍ څنګه د سرو زرو مډال وګاټه؟
"چې په روزنځي کې مې په لومړۍ ورځ پام شو چې ما نه پرته نور ټول لاسونه او پښې لري او د غشي وېشتنې لیندۍ/کمانونه یې په لاسونو کې نیولې دي نو ما ویل چې زه به دا هر څه څنګه کوم؟" دا د (پایل ناګ) په نوم د معلولینو لوبو د یوې داسې غشي وېشتونکې خبرې دي چې نه لاسونه لري او نه هم پښې.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
"افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی"
د افغانستان لپاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف) وايي، دا هېواد به تر راتلونکو درې نیمو کلونو پورې د زرګونه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د سخت کمښت له خطر سره مخامخ شي. دغه ادارې په یوه تازه راپور کې چې د یوې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی، ویلي، که د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیزونه همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زره پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.
څنګه د ویتنام جګړې، د سوکوهنې له افسانوي اتل محمد علي نه نړیوال لقب واخیست؟
خبریالان، عکاسان او هغه چې لا نور معلومات یې غوښتل، د امریکا د پوځ د اجباري جلب مرکز مخې ته د سهار له پیل سره راټول شوي وو. دا مرکز د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې دی.
ټرمپ او ملانيا په سپينه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ
د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته رسېدلي دي. د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د دوی هرکلی وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي. له دې وړاندې یوازې د ده مور ملکې الېزابت دويمې د امریکا په کانګرېس کې وينا کړې وه.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































