BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د بې ځایه شویو انځور- ۱۹۴۸ کال

    نکبه: په ۱۹۴۸ کې څه پېښ شول؟ او فلسطینیان ولې "د بېرته ستنېدو کیلیانې" له ځانه سره ګرځوي؟

    د مې ۱۵ مه هر کال فلسطینيان د "النکبه"، يا ناورين ورځې په دود يادوي. ۷۸ کاله مخکې د ۱۹۴۸ کال د مې پر ۱۴ مه بريتانويانو فلسطين کې خپله واکمني پای ته ورسوله او پر همدې ورځ د بريتانوي ځواکونو له وتلو سره د اسرائيلو لومړي صدراعظم يا لومړي وزير ډېوېډ بنګورين د اسرائيلو دولت جوړولو اعلان وکړ. ورپسې د عربي هېوادونو او اسرائيلو ترمنځ جګړه ونښته، چې له امله یې ۷۵۰ زره فلسطينيان له خپلو او مېنو او کورونو وتښتېدل.

  • ډېوېډ

    ډېوېډ ډاوینچي؛ مکسیکویی نابغه ماشوم چې د ذهني وړتیا کچه یې له اینشټاین لوړه ده

    ډېوېډ کاماچو ښايي پخپله د دې مطلب سرلیک نه خوښوي. لومړی ځکه چې هغه ځان د "نابغه ماشوم" د لقب مصداق نه ګڼي. سره له دې چې د هغه د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې له ۱۳۰ لوړه ده؛ هغه حد چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوړې ذهني وړتیا او ځانګړې ذکاوت لپاره ټاکلی دی.

  • باجوړ

    خیبر پښتونخوا کې په یوه اوونۍ کې دویم خونړی موټربم برید؛ دا ځل یې مسوولیت ټي‌ټي‌پي منلی

    د خیبرپښتونخوا باجوړ ولسوالۍ کې تېره شپه د پاکستان پوځ پر مینا نومي پوځي مرکز موټربم او وسله‌وال برید شوی دی. د ترکیې ټي‌ار‌ټي ورلډ رسنۍ د ځايي پولیسو په حواله لیکلي، چې په دغه برید کې لږترلږه ۹ سرتېري وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي، چې ځینې د درملنې لپاره پېښور کې پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي. د رپوټونو له مخې د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) منلی دی.‌

  • تصویر

    لندن کې پر کم‌عمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟

    "اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ. د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.

  • د ایبولا ویروس د ذرو رنګین شوی الکتروني مایکروګراف انځور (په طلایي رنګ) چې نورې حجرې په شین رنګ ښکاري.

    کانګو کې د ایبولا ناروغۍ نوې څپې ۶۵ کسان وژلي

    د افریقا تر ټولو سترې روغتیايي ادارې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ ایتوري ولایت کې د ایبولا د خپرېدو اعلان کړی دی. د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC Africa) ویلي، چې شاوخوا ۲۴۶ پېښې او ۶۵ مړینې ثبت شوې دي.

لنډې ویډیوګانې

  • خویندې
  • Children
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • کپتان
  • Keyframe #1
  • کراچۍ
  • د مټ ګالا په اړه مو اورېدلي؟

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • پتمنه امین، د افغانستان د پخواني‌ ولسمشر حفیظ الله امین میرمن

    له ارګه تر زندانه؛ د حفیظ الله امین د مېرمنې کیسه

    موږ لومړني خبریالان و چې په جلا وطنۍ کې د آغلې امین کتلو او ورسره خبرو لپاره د جرمني په هامبورګ ښار کې، د هغې کورته ورغلو. په یوهّ عادي او ساده اپارتمان کې یې له خپلو اولادونو سره د مساپرۍ ژوند تېراوهّ. ما د پتمنې امین هغه انځورونه ډېر کتلي و چې د ولسمشر امین ترڅنګ په غونډو کې را څرګندېده. د هغې څېره تر هغې چې ما اټکل کړې وه ډېره بدله شوې وه. هغه برم او پرتم نه و او زما پر وړاندې یوه غم ځپلې سپین سره مور ناسته وه چې د افغانستان له سیاست سره یې مخامخ تړاو نه درلود خو یو له اصلي قربانیو وه.

  • شهزاده هري او میګن

    د نېټفلیکس نوې پروژه؛ شهزاده هري او مېګن افغانستان کې د ماموریت په اړه فلم جوړوي

    "نېټفلیکس" ویلي، د بریتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن میګن میرکل افغانستان کې د بریتانوي پوځي ماموریت په اړه د یوه مشهور یاداښت‌لیک د فلمي بڼې پر جوړولو کار کوي.

  • یوه ښځه په هېنداره کې- چې د سرو زرو غاړکۍ، بنګړي او غوږوالۍ یې اغوستي دي، په داسې حال کې چې نور د سرو زرو ګاڼه په شالید کې نندارې ته اېښودل شوي وي.

    ولې له هندیانو غوښتل شوي چې د یوه کال لپاره سره زر ونه‌ پېري؟

    له هندیانو غوښتل شوي چې د یوه کال لپاره د سرو زرو پېرل بند کړي، ځکه چې له ایران سره د شخړې اقتصادي اغېزې لا پراخېږي. د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د مې میاشتې په ۱۰مه ویلي: "د هېواد د ګټې لپاره باید پرېکړه وکړو چې د یوه کال لپاره د سرو زرو ګاڼې ونه‌پېرو، ان که کورنۍ مناسبتونه هم وي". په هند کې سره زر کلتوري ارزښت هم لري؛ ډېری وخت د ودونو په مراسمو کې ډالۍ کېږي او له یوه نسله بل ته په میراث پاتې کېږي.

  • خویندې

    د کنډوالو له خاورو د خښتو جوړول: د غزې دوو خویندو نړیواله جایزه وګټله

    د غزې تړانګې دوو تنکیو خویندو د چاپېریال په برخه کې یوه نړیواله جایزه ګټلې ده، ځکه هغوی له کنډوالو د بیا کارېدونکو خښتو د جوړولو پروژه جوړه کړې ده او ویلي یې دي چې غواړي "ویجاړۍ پر یو ګټور شی واړوي".

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي